عشق اباد، ترکمنستان -- د ترکمنستان زرین عصر تلوېزیون تېره اونۍ راپور ورکړ چې د ترکمنستان یو د لاریو کاروان چې د مرستو بېلابېل ډولونه په کې بار ول افغانستان ته ورسېدله.
دغه کاروان د زمري په ۲مه د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف په حکم له ترکمنستان څخه روان شو. په کاروان کې درمل، درسي کتابونه، د ښوونځيو لوازم، د ماشومانو لباسونه، منسوجات او خواږه شامل وو.
ترکمنستان په منظمه توګه بشري مرستې لېږي او افغانستان ته په ورکړې برېښنا او مایع ګاز یې تخفیف لګولی چې له خپل دغه جنګ ځپلي ګاونډي سره مرسته وکړي.