افغان ځانګړیو ځواکونو په کابل کې د داعش ۲ غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د ځانګړیو ځواکونو قول اردو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په کابل ولایت کې د داعش دوه غړي ونیول.

د ځانګړیو ځواکونو قول اردو د نیونو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دا عملیات په پغمان ولسوالۍ کې ترسره شول.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د داعش موجودیت «یو جدي ګواښ» وباله.‌

د یادې شورا یوه ویاند محمد کبیر حقمل په یوه ویډیوي اعلامیه کې وویل، «داعش د افغان ملکيانو پر ضد د لسګونو بریدونو تر شا لاس لري او یو جدي ګواښ یې رامنځته کړی دی. دا نه یوازې افغانستان بلکې همدارنګه سیمه او نړۍ ګواښي، او دا یوې ملي، سیمه ییزې او بین المللي اجماع ته ضرورت لري.»

دا نیونې وروسته له هغه کیږي چې داعش د زمري په ۲۶مه په کابل کې د ودونو په یوه تالار کې د هغه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې لږ تر لږه ۶۳ کسان یې ووژل او له ۱۸۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500