افغان ځواکونو د شنبې ورځې له انتخاباتو څخه مخکې امنیت ټینګ کړ

ای اېف پي

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو کابل ښار ته د راننوتلو په لاره کې د تلاشۍ په پوستو کې خپل حضور پراخ کړی دی چې د شنبې د ورځې /د تلې ۶مې/ د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «افغان پولیس ځواکونه په دخولي دروازو کې سړي توظیفوي او حکم ورته شوی دی چې د نن ورځې د ماښام له ۵ بجو څخه کابل ته د لاریو د ننوتلو مخه ونیسي.»

«همدارنګه، د انتخاباتو تر پای ته رسېدلو پورې په ښار کې د وړو لاریو داخله هم منع ده.»

دا خبر په عین ورځ په داسې حال کې مخې ته راځي چې طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او خپل پخواني ګواښونه یې تکرار کړل چې هر څوک چې رایه ورکړي هغه په خطر کې دی.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوی د انتخاباتو په ترڅ کې د افغانستان - پاکستان د سرحد په اوږدو کې امنیت ټینګوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500