په ننګرهار کې د داعش جیګپوړی مشر تسلیم شو

سلام ټایمز

کوټ ولسوالي، ننګرهار ولایت -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ چې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش یو جیګپوړی مشر افغان ځواکونو ته تسلیم شو.

ولایتي ادارې وویل چې فریدون چې د نعمان الباجوړي په نامه هم مشهور وو په ننګرهار کې د یادې ډلې د ښوونیزو پروګرامونو مسؤل وو.

هغوی زیاته کړه چې فریدون افغان ځواکونو ته یوه تمانچه او دوه لاسي بمونه وسپارل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500