افغان ځواکونو په تخار کې د ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې ۵۰ طالبان ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د جمعې په ورځ (د لړم ۳مه) په تخار ولایت کې له درقد ولسوالۍ څخه د یاغیانو د اېستلو پر وخت له ۵۰ تنو څخه ډېر اورپکي ووژل.‌

وزارت وویل چې په عملیاتو کې له لسو څخه ډېر اورپکي ټپیان شول. دغه عملیات څو ورځې مخکې د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پيل شوي ول.‌

وزارت زیاته کړه چې سربېره پر دې، عسکرو د یادې ډلې اړوند څو موټرونه ونیول.

دا عملیات دوه ورځې وروسته له هغه ترسره شول چې افغان ځواکونو د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ کنټرول د طالبانو له خوا له درې کالنې واکمنۍ څخه وروسته بېرته ترلاسه کړ.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه ونه ویل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500