ځوانان

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو له خوا د زغمل شویو وحشتناکو سرغړونو په هکله راپور ورکړ

سلام ټایمز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، د طالبانو یوه موټربم د چنګاښ په ۱۶مه په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او له ۵۰ څخه د ډېرو ماشومانو په شمول ډېر نور یې ټپیان کړل. [ټولنیزې رسنۍ]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وویل، د طالبانو یوه موټربم د چنګاښ په ۱۶مه په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او له ۵۰ څخه د ډېرو ماشومانو په شمول ډېر نور یې ټپیان کړل. [ټولنیزې رسنۍ]

ملګري ملتونه‌ -- د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې په نتیجه کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر د ډېرېدلو په لور روان دی. دغه راپور هلکانو او نجونو ته ور رسېدلي زیانونه «ډاروونکي» بللي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو او وسله والو شخړو په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څلورم راپور کې چې د تلې په ۱۰مه خپور شوی دی، راغلي چې، د ملګرو ملتونو یوه ټیم چې له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ پورې یې په افغانستان کې د ماشومانو د ستونزو په هکله څېړنه کوله، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هغوی پر ضد ۱۴۲۰۲ غټې سرغړونې مستندې کړې دي.

د ماشومانو او وسله والو شخړو په هکله د ملګرو ملتونو د ادارې د راپور په اساس، «په راپور کې تر پوښښ لاندې نیول شوي څلور کلونه د هلکانو او نجونو لپاره په ځانګړې توګه ویجاړوونکي ول، چې ماشومانو د ټولو ملکي تلفاتو خواوشا یو پر درې برخې جوړولې.»

په راپور کې راغلي، «دا سخته د اندېښنې وړ ده چې د ۱۲۵۹۹ ماشومانو وژل کېدل او معیوبېدل تایید شول چې دا د ټولو ملکي تلفاتو خواوشا یو پر درې برخې جوړوي او د تېرو څلورو کالو په مقایسه د ماشومانو په تلفاتو کې ۸۲٪ ډېرښت ښیي.»

یوې افغانې ښځې د مرغومي په ۲۵مه په کابل کې له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوي ماشوم په اندراګاندي روغتون کې له تداوۍ څخه وروسته نیولی دی. د دغه برید، چې لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل، مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی وو. [شکېب رحماني/ای اېف پي]

یوې افغانې ښځې د مرغومي په ۲۵مه په کابل کې له یوې زورورې لارۍ بمي چاودنې څخه وروسته یو ټپي شوي ماشوم په اندراګاندي روغتون کې له تداوۍ څخه وروسته نیولی دی. د دغه برید، چې لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل، مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی وو. [شکېب رحماني/ای اېف پي]

راپور زیاتوي چې د دغو سرغړونو حد ښایي تر دې هم زیات وي.

د ماشومانو او وسله والې شخړې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویرجینیا ګمبا وویل، «په افغانستان کې ماشومانو د تاوتریخوالي او جګړې په نتیجه کې له زړه ماتوونکیو حقیقتونو څخه پرته بل هېڅ نه پېژندل.»

هغې وویل، «د ماشومانو د تلفاتو شمېر وېروونکی دی،‌ او زه په ټولو لوریو باندې غږ کوم چې د ماشومانو بدو ورځو ته د پای ټکی کېږدي.» هغې په غړو هېوادونو باندې غږ وکړ چې د پایښت وړ او اوږدمهالې بیا مېشتېدنې د پروګرامونو ملاتړ وکړي او په دې توګه د زرګونو هلکانو او نجونو رغېدنه ممکنه کړي.

د ملکي خلکو ستونزې دوام لري

د ملګرو ملتونو له خوا د پخوانیو خپرو شویو ارقامو له مخې، د یاغیتوب اړوند تاوتریخوالي د تېر کال په اوږدو کې په عمومي توګه د ریکارډ شمېر خلکو ژوند واخیست چې له ۳۸۰۰ څخه ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي سیالیو په ترڅ کې د طالبانو د بریدونو لړۍ ښیي چې -- د ماشومانو په شمول -- د ملکي خلکو کړاوونه په بې رحمانه ډول دوام لري.

طالب جنګیالیو د تلې په ۵مه او ۶مه په بغلان ولایت کې د هغو زیانونو په غبرګون کې چې د محلي ځواکونو له خوا ور اوښتي وو، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي کسان ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

د وږي په ۲۷مه، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د طالبانو یوه موټر بمي برید د سلطان ملخي توخي ملکي روغتون په نښه کړ چې ۳۹ کسان یې په کې ووژلاو ۱۸۴ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو د برید د هدف په هکله دروغ وویل او ویې ویل چې هغوی په کلات کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ ویجاړه کړه.‌

د وږي په ۲۷مه، لږ تر لږه ۴ کسان هغه وخت ووژل شول او له ۱۰ څخه ډېر نور ټپیان شول چې وسله والو سړیو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته په یوه ګڼه ګوڼه لرونکې حکومتي ودانۍ باندې برید وکړ.‌

د وږي په ۲۶مه، طالبانو په دوه جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان ووژل -- چې یو برید په پروان ولایت کې د ولسمشر اشرف غني د کمپاین په غونډه او بل په کابل کې وشو.‌

همدارنګه، د ملګرو ملتونو راپور ۲۷۴ داسې قضیې مستندې کړي دي چې په کې ماشومان دې ته استخدامېږي چې جنګ وکړي او دا کار معمولاً د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې په شمول د وسله والو ګروپونو له خوا ترسره کیږي.

راپور همدارنګه د ماشومانو پر ضد د جنسي تاوتریخوالي ۱۷ قضیې مستندې کړي دي، خو د غیرت او د تجاوزګرانو له خوا چې ځانونه په قانون لوړ ګڼي د انتقام اخیستنې له ډاره ډېرې سرغړونې له راپور څخه پاتې کېږي.

د ۲۳۱ ماشومانو د تښتونې په هکله راپورونه ورکړل شوي، په ښوونځیو او روغتونونو باندې ۸۳۲ بریدونه شوي اود ځمکنیو ماینونو د پاکولو د فعالیتونو او د پولیو واکسیناسیون د کمپاینونو د په نښه کولو په شمول په ۲۴۹ پېښو کېد بشري مرستو د وړاندې کولو مخه نیول شوې ده.

د ماشومانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس په راپور کې ویلي، «زه په افغانستان کې ماشومانو ته د وررسېدلو سختو سرغړونو د شمېر، سختوالي او تکرار او همدارنګه د وسله والې شخړې د بار وړلو د دوام له امله سخت پرېشان یم.»

په راپور کې د تېرو څلورو کالو په ترڅ کې د ځینې مثبتو پرمختګونو یادونه هم شوې ده.

په دې کې هغه ګامونه هم شامل دي چې افغان حکومت پورته کړي او په لړ کې یې د امنیتي ځواکونو له خوا د ماشومانو د استخدام او له هغوی څخه کار اخیستنه ممنوع ګرځولي دي. په دې برخه کې د ماشومانو استخدام او بچه بازي جرمونه بلل شوي، او په لړ کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړل شوې او په ټولو ولایتونو کې د افغان ملي پولیسو د استخدام مرکزونو کې د ماشومانو د خوندیتابه واحدونه جوړ شوي دي.

ګمبا وویل، «په داسې حال کې چې د ماشومانو خوندیتوب او هوساینه کېدای شي یوازې د اوږدمهالې سولې له لارې ډاډمن شي، لاکن مونږ باید دا وخت په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د خوندي کولو لپاره له ټولو موجودو فرصتونو څخه استفاده وکړو.»

هغې وویل، «په دې کې په دیالوګ، خبرو او د سولې په مذاکراتو کې د هغوی خوندیتوب او اړتیاوو ته لومړیتوب ورکول شامل دي ځکه چې ماشومان راتلونکی نسل جوړوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500