د ښځو حقوق

افغانان په غور کې لومړنۍ ښځینه څارنوالې ته ښه راغلاست وایي

نجیب الله

په غور ولایت کې لومړنۍ څارنوالې نګینې غوري په جولای کې کار شروع کړ.‌ هغه په یوه عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده څرګندېږي.‌

په غور ولایت کې لومړنۍ څارنوالې نګینې غوري په جولای کې کار شروع کړ.‌ هغه په یوه عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده څرګندېږي.‌

فیروزکوه، افغانستان -- غور ولایت په دغه ولایت کې د لومړنۍ ښځینه څارنوالې په ټاکنې سره د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې ګامونه اخلي.‌

نګینې غوري چې په غور ولایت کې په شرعي علومو کې د پوهنتون لومړنۍ فارغه ده په جولای کې کار شروع کړ.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «کله چې زه محصله وم،‌ ما په دې ولایت کې د ښځو په هکله چې له سختو ستونزو سره مخامخ وو او هیچا ورته هېڅ توجه نه کوله، سخته ناراحتي احساسوله.‌ په دې دلیل، ما تصمیم ونیو چې په شرعي علومو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم څو د ښځو له پاره عدالت ته لاسرسی برابر کړم.»‌

هغې وویل چې د هغې هڅې په دې متمرکزې دي چې دې ته لاره جوړه کړي چې نورې ښځې عدالت ته لاسرسی ولري، او زیاته یې کړه چې ښځې کولی شي چې د هغوی د نارینه همکارانو په نسبت د نورو ښځو ستونزې په لا ښه ډول وپېژني او حل یې کړي.‌

د ټولو افغان ښځو خوندي کول

د افغانستان د پارلمان وکیلانو او د ښځو د حقونو فعالانو دغې ټاکنې ته تود هرکلی ویلی دی

د غور ولایت وکیل سید نادرشاه بحر سلام ټایمز ته وویل،‌ «مونږ په غور ولایت کې د ښځو په حقونو کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي، خو لا هم ننګونې لرو او دغه کار لا نورو هڅو ته اړتیا لري.»

هغه وویل، « د قضا په برخه کې د ښځو موجودیت مرسته کوي چې په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي کړای شي.»‌

په غور ولایت کې د ښځو د بشري حقونو د کمېسیون مشرې فریدې ناصري وویل، «دا د دغه ولایت په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځه د یوې څارنوالې په حیث وټاکل شوه.»‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د غور د لوی څارنوالې په حیث د هغې ټاکنې ته ښه راغلاست وایو.‌ دا یو ښه ګام دی، په ځانګړې توګه له دې امله چې په غور کې د ښځو پر ضد د تاو تریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې متخصصه څارنواله نه وه موجوده.»

هغې وویل،‌ «د یوې ښځې ټاکنه د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مناسبې څېړڼې او حل کوونې له پاره لویه هیله راکوي.‌ اوس ښځې کولی شي چې نورو ښځو ته ټولې هغه ستونزې او ظلمونه چې هغوی ورسره مخامخ دي په مناسب ډول تشریح کړي.»

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې منیژې د څارنوالې په توګه د غوري ټاکنې ته ښه راغلاست وویل.

هغې وویل، له بده مرغه افغان ښځې لا هم د هغوی پر ضد له سختو ننګونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي،‌ او د هغوی د بد حالت د بېرته ګرځولو له پاره لا ډېر کار ته ضرورت دی.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «لومړی باید حکومت او د مدني ټولنې جوړښتونه د ښځو په ښوونه او روزنه تمرکز وکړي،‌ او بیا حکومت باید لوستو ښځو ته یو چانس ورکړي چې په حکومت کې،‌ او په ځانګړې توګه په حقوقي سیستم کې کار وکړي.‌

انصاف د ښځو له پاره

په غور ولایت کې د افغان ښځو د شبکې مشرې نوریه نوید وویل، «د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د قضیو د مسؤلې څارنوالې په توګه د غوري مسؤلیت ځانګړی اهمیت لري ځکه چې په غور کې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر ضد ډېرې وېروونکې غیر رسمي محاکمې او ډېر تاوتریخوالي ترسره شول.‌»

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «په غور ولایت کې د اورپکو له خوا د ترسره شویو محاکمو له منځه،‌ مونږ کولی شو چې د رخشانې ظالمانه محاکمه یاده کړو.»

د تېر اکتوبر په وروستیو کې، ۱۹ کلنه رخشانه وروسته له هغه تر ستوني پورې ښخه او په ډبرو وویشتل شوه چې طالبانو حکم وکړ چې هغه دې له جبري واده څخه د تېښتې د هڅې او له یوه بل سړي سره د واده له امله ووژل شي.‌ ۲۲ کلن محمدګل ته چې هغې له هغه سره د تېښتې هڅه کړې وه د ۱۰۰ درو وهلو سزا ورکول شوه.‌

نوید وویل‌، «مونږ هیله لرو چې نګینه غوري به د یوې لوستې ښځې په توګه چې د غور د ښځو له دردونو او تکلیفونو څخه خبره ده،‌ وکولی شي چې د تاوتریخوالي پر ضد په صحیح توګه مبارزه وکړي او ښځو ته به د انصاف په ورکولو کې مرسته وکړي.»‌

په غور ولایت کې د ښځو د چارو د ریاست رییسې معصومې انوري وویل،‌ که افغانستان غواړي چې په حکومتي ادارو، او انصاف ته د ښځو په لاس رسي کې د ښځو استازولي ډېره کړي، په سیستمونو کې تغیر را وستل ضروري دي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «په غور ولایت کې په ټولو ۲۵ حکومتي دوایرو کې حتی یوه ښځینه کارمنده نشته.‌ سربېره پر دې،‌ د دغه ولایت ۹۵٪ ښځې انصاف ته له لاس رسي څخه محرومې دي.»

د ۹۵٪ عدد هغو ښځو ته راجع دی چې د هغوی ژوند ډېر تجرید شوی دی، او معمولا هغوی دا توان نه لري چې د یوه نارینه خپلوان له موجودیت څخه پرته بهر وځي، نشي کولی چې پولیسو ته لاړې شي یا هم بل ډول مرسته ترلاسه کړي.‌

هغې وویل،‌ په غور ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په نسبت ډېر شوی دی.

هغې وویل،‌ «د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې تېر کال په دغې ادارې کې ثبت شوي دي.»

هغې زیاته کړه چې په ۲۰۱۶ کال کې تر دې وخته پورې،‌ «د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ۳۸ قضیې ثبت شوي چې د هغو له جملې څخه ۵ قضیې د وژنو دي.»‌

هغې زیاته کړه،‌ «د غور ولایت ښځې انصاف ته لومړی او له هر څه مخکې ضرورت لري.‌ د ټولنې د دغه ځانګړي ګروپ په مقابل کې تاوتریخوالی به تر هغه وخته پورې دوام ومومي چې انصاف پرځای شوی نه وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان ښځینه څارنوالانو ته سخته اړتیا لري،‌ څو هغوی وکولی شي چې د نورو ښځو له درد او تکلیف څخه خبر شي. زه باید یاده کړم چې دا راپور صحیح دی او هغه په حقیقت کې په غور کې لومړنۍ ښځینه مدافع وکیله ده. غور یو لیرې پروت ولایت دی چې ډېر پرمختګ یې نه دی کړی، او دا زما د ولایت له پاره یوه لاسته راوړنه ده.‌

ځواب ورکړئ

زه باور لرم چې سلام ټایمز د غور په هکله کافي معلومات نه لري او هغو ته د «لومړیتوب» درجه ورکوي چې په فیس بک کې فعال حضور لري. که چېرې د سلام ټایمز خبریالانو کافي اندازه معلومات لرلای، هغوی به دا حقیقت نه وای له پامه غورځولی چې مېرمن محجوبه غوري په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان په غوره پوهنتون کابل پوهنتون کې د شرعیاتو له ډیپارټمنټ څخه فارغه شوې ده، په داسې حال کې چې زه له عین انسټیټیوټ څخه په ۱۳۹۲ کال کې فارغ شوم. زه دا وخت په کندهار ولایت کې د څارنوال په حیث کار کوم. خو تاسو «د لومړي» درجه هغو ته ورکوئ چې هغوی حتی نشي کولی چې په پنځمه درجه کې راشي.

ځواب ورکړئ

زه په ریښتنې توګه د غوري صیب په فکر او نظر افتخار کوم. هغې تل په غور ولایت کې د میندو، خویندو او ښځو د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي. دا د هغوی او د غور د ټولو خلکو له پاره د افتخار خبره ده.

ځواب ورکړئ

بلکل مو خوښه شوه هیله ده چي په صدق سره خدمت وکړي

ځواب ورکړئ

زما په نظر، تر ټولو ښه لاره دا ده چې د ښځو تر منځ د تعلیم کچه زیاته کړای شي. فدرالي او محلي حکومتي ادارې باید کار وکړي چې د ښځو له پاره د تعلیم او پوهې اسانتیاوې برابرې کړي. ښځې به یوازې هغه وخت وکولی شي چې خپل حقونه په ګوته کړي او دفاع ترې وکړي چې اول هغوی تعلیم وکړي.

ځواب ورکړئ