تروريزم

چارواکي: طالبان نشي کولی چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر ضد مخامخ جګړه وکړي

اعزازالله

افغان ځواکونه د سپتمبر په ۵ مه په کابل کې د طالبانو یوې حملې ته ځواب وایي. [اعزازالله]

افغان ځواکونه د سپتمبر په ۵ مه په کابل کې د طالبانو یوې حملې ته ځواب وایي. [اعزازالله]

کابل -- څنګه چې په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت او ابوفضل عباس جومات سره نژدې د طالبانو له جوړه بمونو څخه رامنځته شوي ګردونه کېناستل، چارواکو او امنیتي تحلیلګرانو وویل چې اورپکي د جګړې له ډګر څخه په تېښته دي.

دفاع وزارت په کابل کې د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې، له یوه مارکېټ او د موټرو له اډې سره نژدې واقع دی. د سپتمبر د ۵ مې حملې ماسپښین هغه وخت وشوې چې چارواکي د ورځې له کار څخه د کورونو په لوري روان ول. په دغو حملو کې د جیګپوړو امنیتي چارواکو په شمول، لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل شول، او له ۱۰۰تنو څخه ډېر بې ګناه ملکیان په کې ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټوېټر پاڼه د یادو جوړه بمي بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست.

پراخه غندنه

افغان چارواکو دغه وینه تویونه وغندله او ویې ویل چې د مرکز په زړه کې د طالبانو حملې د جګړې په ډګر کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پرضد د هغوی کمزورتیا ښیي.‌

ولسمشر اشرف غني وویل، «د افغانستان دښمنانو خپله وړتیا له لاسه ورکړې چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي او په دې توګه په لویو لارو، ښارونو، جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو باندې حملې کوي.»‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل،‌ «افغان ملي اردو د افغانانو له پاره یو سمبول دی؛‌ هغوی زمونږ اتلان دي، مونږ په هغوی باندې افتخار کوو او زمونږ دښمنان په هغوی باندې حملې کوي. دا زمونږ په ولس باندې حمله ده او افغانان به هېڅکله هم هغوی ونه بخښي.»‌

د عینی شاهدانو او د رسنیو د راپورونو له مخې،‌ څو ساعته وروسته، نژدې نیمه شپه، د شهرنو په سیمه کې،‌ له کابل بانک سره نژدې، د یوې نړیوالې خیریه ادارې له مېلمستون څخه بهر یو موټربم وچاودېد.‌

افغان امنیتي ځواکونه په منډه صحنې ته ور ورسېدل او څو ساعته یې د یاغیانو پر ضد تر هغه وخته جګړه وکړه چې ټول وسله وال ووژل شول.‌

د ډزو په تبادله کې ۶ کسان ټپیان شول او ۴۲ تنه نور له ژوبلېدلو څخه پرته له یوه استوګنځي څخه وژغورل شول.‌

صدیقي وویل، «دا هر چا ته روښانه ده چې یاغیان هېڅ نژادي یا مذهبي تړاو نه لري.‌ هغوی بې ګناه خلک، ماشومان او ښځې وژني،‌ او هغوی د دفاع وزارت مخې ته د ابوالفضل عباس له جومات سره نژدې هوټل باندې په حملې سره دا ثابته کړه.‌»

د افغانستان د دفاع وزارت له لومړیو دوه چاودنو څخه لږ وروسته په یوه اعلامیه کې وویل،‌ « دا حمله ښیي چې ترهګر نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي.»

د دفاع وزارت خپل تصمیم تکرار کړ چې د ترهګرو پر ضد به خپله هڅه تر هغه وخته پورې جاري ساتي چې هغوی له منځه لاړ شي.‌

طالبان د انسانانو ژوند ته په سپک نظر ګوري

د ناټو چارواکو وویل،‌ دغه حمله ښيي چې طالبان په افغانستان کې د بشر او هغو کسانو ژوند ته په سپکه سترګه ګوري چې دې ته ژمنه کوي چې له خپل هېواد څخه به دفاع کوي.‌

د ناټو چارواکي وویل،‌ «طالبان د افغانستان د پرمختګ له پاره هېڅ پلان نه لري - هغوی ملکیان او هغه کسان په نښه کوي چې د افغان اتباعو دفاع کوي،‌ [چې دا] نېغ په نېغه د طالبانو د هغې پخوانۍ وعدې خلاف ده چې ویل یې چې ملکي خلک به خوندي کوي او د دوی دا کار له سولې څخه لیرې دی.»‌

پاکستان هم په کابل کې شوې ترهګریزې حملې په سختو ټکو وغندلې،‌ او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت ووایه او دعاګانې یې وکړې.‌

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې وویل،‌ «مونږ د افغانستان حکومت او خلکو او هغو کورنیو ته چې په دغې وحشیانه ترهګریزه حمله کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي خپل ژور تسلیت وړاندې کوو.»‌

دغې اعلامیې همدارنګه تکرار کړې ده چې پاکستان د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي.‌

د افغان پارلمان غړې فوزیې کوفي دغه پېښه په ټول افغان ملت باندې حمله وګڼله.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «اوس ټولو ته دا روښانه ده چې طالبان دا توان نه لري چې له افغان عسکرو سره مخامخ شي او هغوی د بې ګناه خلکو په منځ کې حملې کوي.»

د افغانستان د علماوو د شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف هم دغه حمله وغندله، او ویې ویل چې افغان ملي اردو زړور عسکر دي او د هغوی د افغان کورنیو یوازنۍ هیله دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه دغه وحشیانه حملې غندم. دا باید یاده شي چې پاکستان د افغانستان د مظلومو خلکو یو زوړ دښمن دی. دا د افسوس خبره ده چې یو شمېر خاینان د پاکستان په واسطه تېر اېستل کیږي.

ځواب ورکړئ

دا یوه ښه خبري شبکه ده.

ځواب ورکړئ

ایران په دې نه پوهېږي چې که افغانستان وغواړي، کولی شي چې ایران په بشپړ ډول ویجاړ کړي.

ځواب ورکړئ