بشري حقونه

افغانه ښځه چې میړه یې غوږونه پرې کړي دي انصاف، په بهر کې درملنه غواړي

ای ایف پي

زرینه چې ۲۳ کاله عمر لري او میړه یې غوږونه ور پرې کړي او بیا تښتیدلی دی د فبروري په ۲مه په مزارشریف کې تر درملنې لاندې ده.‌ سړی لا هم ورک دی، خو چارواکي وایي چې هغوی پلټنه شروع کړې چې هغه ونیسي. [فرشاد اوسیان / ای ایف پي]‌

زرینه چې ۲۳ کاله عمر لري او میړه یې غوږونه ور پرې کړي او بیا تښتیدلی دی د فبروري په ۲مه په مزارشریف کې تر درملنې لاندې ده.‌ سړی لا هم ورک دی، خو چارواکي وایي چې هغوی پلټنه شروع کړې چې هغه ونیسي. [فرشاد اوسیان / ای ایف پي]‌

مزارشریف -- ای ایف پي راپور ورکړ، یوه افغانه ښځه چې میړه یې غوږونه ور پرې کړي دي په خارج کې د تداوۍ لپاره د مرستو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې فعالان بیا په هیواد کې د کورني تاوتریخوالي د دغه تازه مثال په برخه کې انصاف غواړي.‌

۲۳ کلنه زرینه سه شنبه / د فبروري ۲مه/ په داسې حال کې چې له پرې شویو غوږونو نه یې بنداژ تاو او مخ یې پړسیدلی وو په مزارشریف کې په روغتون کې په بستر پرته وه.‌

هغې وویل د هغې میړه د سې شنبې په شپه نیمه شپه په نه دلیل په هغې حمله وکړه.‌

«هغه د سهار په درې بجو را ویښ شو؛‌ زما پښې او لاسونه یې زما په ټیکري را وتړل... ما ورته زارۍ وکړې چې بس کړه داسې مه کوه خو هغه ما ته غوږ نه نیوه.»‌

هغې وویل د هغې میړه هغه څو سوکه ووهله او بیا یې یو تیره چاقو را واخیست او د هغې دواړه غوږونه یې پرې کړل او بیا له کوره وتښتید.‌ دغه پېښه د بلخ ولایت په یوه لیرې پرته ولسوالۍ کې شوې ده.‌

له زرینې نه ټوله شپه وینې لاړې تر هغه چې سهار یې یوه ګاونډي ولیده او د هغې خپلوان یې راخبر کړل،‌ او هغوی بیا په مزارشریف کې روغتون ته ورسوله.‌

د روغتون مشر ډاکتر شفیر شایک وویل، «هغه د سهار په ۹:۳۰ بجو آی سي یو یا عاجلې خونې ته په داسې حال کې راورسیدله چې دواړه غوږونه یې پرې شوي ول.‌ هغه په شاک کې وه... فکر وکړئ چې څومره وینه به یې ضایع کړې وي،»

زرینې وویل هغه نه پوهیده چې ولې د هغې میړه پر هغې حمله وکړه.‌

هغې وویل، «هغه ډیر بد ورګی، سخت زړی وو، کله به چې هغه په غوسه شو هر څوک به یې واهه -- خپل پلار، خپله مور، او د هیچا پروا به یې نه کوله،‌»

د روغتون چارواکو وویل،‌ هغه د نشه یي توکو په استعمال مشهور وو، خو هغوی مشخصه نه کړه چې په کوم ډول نشه یي توکو روږدی وو.‌

د زرینې او د هغې د میړه کوزده هغه وخت وشوه چې هغه ۱۳ کلنه وه او ۷ کاله وروسته واده شوه.‌

زرینې د روغتون له کټ نه ای ایف پي ته وویل، «زه نه غواړم چې نور له هغه سره و اوسیږم. زه طلاق غواړم.‌ زه غواړم چې هغه زندان ته لاړ شي.»

مقامات د میړه پلټنه کوي

د بلخ د والي ویاند شیرجان دراني وویل، په پنجشنبه لا هم دغه سړی په فراري حالت کې وو.‌

هغه وویل،‌ «د هغې میړه تښتیدلی دی او لا هم نه دی نیول شوی.‌ مونږ خپلې څیړنې پيل کړي چې ویې نیسو.»‌

زرینې وویل هغه په دې برخه کې د خصوصي مرستو لټه کوي چې لاړه شي او په خارج کې تداوي وکړي.‌ هغې وویل، که هغه پیسې برابرې نشي کړای،‌ «زه له افغان چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوم.»

د بلخ د ښځو د حقونو فعالې فاطمې رحیمي وویل، دغه حمله د افغان ښځو پر ضد د «کرکې وړ تاوتریخوالي یوازې یوه وروستۍ نمونه» وه.‌

هغې وویل،‌ «افغان چارواکي باید د دې جرم مرتکب عدالت ته راولي چې د نورو لپاره د عبرت درس وګرځي،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول ډیر مجرمان وروسته له هغه خوشې کیږي چې پولیسو یا څارنوالانو ته رشوتونه ورکړي.‌

په افغانستان کې په منظم ډول د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی رامنځته کیږي، چې اکثر وختونه د میړونو یا خواښې او خوسر له خوا ترسره کیږي او ډیر کم یې نیول کیږي.‌

د ۲۰۱۶ په جنوري کې، یوه میړه په فاریاب ولایت کې له یوې شخړې څخه وروسته د خپلې میرمنې، ریزه ګل،‌ پزه پرې کړه. تیر اوړی، یوه سړي په غور ولایت کې خپلې ۱۴ کلنې امیدوارې میرمنې ته اور ورواچاوه.‌ هغه په کابل کې په یوه روغتون کې مړه شوه.‌

رحیمي وویل،‌ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د اکثرو پېښو په هکله راپورونه نه ورکول کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500