https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2017/07/21/feature-04
| انرجي

د افغانستان د بندونو په وړاندې د روحاني مخالفت د ایراني 'لاسوهنې' یوه تازه بېلګه ده

د نجیب الله راپور

image

د هلمند ولایت اوسېدونکي د جولای په ۷ مه په لښکرګاه کې د افغانستان د بندونو په هکله د ایران د ولسمشر حسن روحاني د مخالفت په وړاندې احتجاج کوي. [له نجیب الله نه په مننه]

کابل -- په افغانستان کې د بندونو جوړولو په هکله د ایران د ولسمشر حسن روحاني بیانونو د افغان اتباعو او یو شمېر حکومتي چارواکو تر منځ احتجاجونه او قهر راوپارول.

روحاني د جولای په ۳ مه په تهران کې د شګو او ګردونو د توپانونو په وړاندې د مبارزې په نړیوال کانفرانس په خپله بیانیه کې وویل، چې په ایران کې ۸۰٪ شګه او ګرد بهرني عوامل لري چې په ترکیه او افغانستان کې د بندونو جوړول او په چاپېریال باندې د هغو اغېزې په کې شامل دي.‌

روحاني وویل، «د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر ګڼو بندونو جوړول زمونږ په خراسان او سیستان - بلوچستان ولایتونو باندې تاثیر کوي،»‌

image

د ایران پولې سره نژدې په هرات ولایت کې د سلما د اوبیزې برېښنا بند د ۲۰۱۶ د جون په ۲مه ښودل کیږي.‌ افغانستان دغه بند د نېکمرغۍ راوړونکی ګڼي، خو ایران وایي چې هغه د شګو، ګرد او د چاپېریال د خرابېدا سبب شوی دی. [عارف کریمي/ای اېف پي]

ډېرو افغانانو د روحاني د بیان په وړاندې غږ پورته کړ او ویې ویل، چې دا یو بل مثال دی چې ښیي چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي .

د افغانستان په چارو کې د ایران لاسوهنه

د کابل، هلمند،‌ پکتیا، نیمروز، کندهار او نورو ولایتونو اوسېدونکي د روحاني بیان غندي او په مقابل کې یې لاریونونه کوي.

په کابل کې،‌ د مدني ټولنې یوه فعال محب الله سلام ټایمز ته وویل، «ایران تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې ده، او د روحاني دغه ډول وینا د داسې لاسوهنې شاهده ده،‌»

هغه وویل،‌ « خو افغانستان یو خپلواک هېواد دی او کولی شي چې له دغو اوبیزو سرچینو څخه په خپله خوښه کار واخلي،»‌

په کابل کې،‌یوه ۲۸ کلن محصل محمود رضایي چې اصلا د هرات ولایت اوسېدونکی دی، وویل، «ایران طالبانو ته د پیسو ورکولو له لارې څو کاله په هرات ولایت کې د سلما بند جوړونه وځنډوله،‌»

د چاپېریال خبرونه ادارې /Environment News Service/ په وینا، په ۲۰۱۲ کال کې د ګلبدین په نامه د پولیسو یوه قوماندان چې د هغه د کنډک وظیفه په هرات ولایت کې د سلما بند ساتنه وه، په ایران تور ولګاوه چې د طالبانو یوه ځایي قوماندان، ملا مصطفی، ته د دې لپاره پیسې ورکوي چې د دغه بند د جوړونې چارې ګډوډې وکړي.‌

رضایي وویل، «اوس روحاني په څرګنده وایي چې هغه به په افغانستان کې د بندونو جوړونې په وړاندې بې تفاوته پاتې نشي، او دا په دې معنی ده چې نوموړی دا هوډ لري چې په افغانستان کې ویجاړوونکي فعالیتونه زیات کړي،»

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو استاد نجیب آغا فهیم وویل، «د افغانستان حکومت له ایران سره خپل تړون په پام کې نیسي، او په دې توګه د هغه هېواد لپاره داسې دلیل نشته چې اندېښنه دې ولري،»‌

په ۱۹۷۳ کال کې د دواړو هېوادونو لومړیو وزیرانو د افغانستان - ایران تر منځ د هلمند د سیند د اوبو تړون لاسلیک کړ،‌ خو په دواړو هېوادونو کې سیاسي اړودوړ د دې سبب شو چې یاد تړون په بشپړ ډول پلی نشي.‌

فهیم وویل، تر اوسه پورې د روحاني د اندېښنو دلیل نه دی معلوم، او ویې ویل، چې روحاني «له افغانستان سره د ایران د تړون په هکله صحیح معلومات نه لري».‌

نه پوهاوي او ملامتیا

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هڅه وکړه چې راپورته کېدونکي تاوتریخوالي کم کړي، او ویې ویل چې د روحاني بیان «د افغانانو له خوا ناسم تعبیر شوی دی».‌

بهرامي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې چې د جولای په ۷ مه خپره شوه وویل، «هغه د سیمه ییزو ننګونو... او دې حقیقت په هکله خبرې کولې چې مونږ ټول د یوې کورنۍ په څېر یو او دا چې مونږ باید یوه غښتلې کورنۍ واوسو،»‌

خو ډېر افغانان دغه نظر ردوي. لسګونو ځایي مشرانو، ځوانانو او حکومتي چارواکو د جولای په ۱۳مه په کندهار ولایت کې په یوه غونډه کې برخه واخیسته، او د روحاني د خبرو په وړاندې یې مخالفت څرګند کړ.‌

د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري وویل، افغانستان د اوبو د سکټور په هکله جدي دی او د نړیوالو اصولو او قواعدو په اساس عمل کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هېواد اوبیزې سرچینې غټې شتمنۍ دي،‌ چې د هغو په مرسته به افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ وکړي،»‌

په ورته وخت کې،‌ د جولای په ۱۵مه د پارلمان غړو سره په یوه ناسته کې، د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني ایران ملامت کړ.‌

عثماني وویل، ایران له افغانستان سره خپلې ګډې اوبیزې سرچینې د اوبو د ډېر استعمال او ناسم مدیریت په نتیجه کې وچې کړې دي.‌

هغه زیاته کړه، ایران لا له وړاندې په هغو سیندونو چې له افغانستان سره شریک یې لري ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي، په داسې حال کې چې افغانستان په هغو شریکو سیندونو باندې یوازې څلور بندونه جوړ کړي دي.‌

د افغانستان بندونه ایران ته 'ګواښ نه دی'

د افغانستان د انرژۍ او اوبو یوه مرستیال وزیر عبدالبصیر عظیمي وویل، «افغانستان خپلې اوبه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو او د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس تنظیموي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ګاونډیو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه پېښوي. پرعکس یې، دا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره ګډ فرصتونه برابروي.»

هغه وویل، د اوبو مدیریت کېدی شي چې د اقتصادي نېکمرغۍ او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدلو سبب وګرځي‌، او هم د کډوالۍ او د نشه ییزو توکو د قاچاق مخه ونیسي، او دا داسې نتایج دي چې ګټه یې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي.‌

عظیمي وویل، «دا چې افغانستان یو زراعتي هېواد دی، د بندونو جوړول به اقتصادي نېکمرغۍ راوړي،» او زیاته یې کړه چې که ګاونډیان غواړي وګوري چې افغانستان پرمختګ وکړي، «هغوی باید د بندونو جوړولو د پلانونو ملاتړ وکړي.»

عظیمي وویل، په روان مالي کال کې لږ تر لږه ۱۵ بندونه تر جوړونې لاندې دي، او زیاته یې کړه چې د پلان له مخې به په نورو بندونو باندې په راتلونکي مالي کال کې کار وشي.‌

په هرات ولایت کې د سلما بند تېر کال بشپړ شو.‌ په ورته وخت کې، په هلمند ولایت کې د کجکي بند په دویمه مرحله او په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند په وروستۍ مرحله او په فراه ولایت کې په بخش اباد بند باندې کار روان دی.‌

عظیمي وویل، حکومت د بندونو جوړولو ته پاملرنه زیاته کړې او د دغو پروژو لپاره د مالي سرچینو لټون کوي.

هغه وویل، په تېر اکتوبر کې د افغانستان په هکله د بروسلز د کانفرانس په ترڅ کې او د ۲۰۱۶ په جولای کې په وارسا کې د ناټو په غونډه کې، افغان حکومت په نړیواله ټولنه باندې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي. په ځواب کې، اسیایي پرمختیایي بانک، نړیوال بانک او یو شمېر دوستو هېوادونو په دې برخه کې علاقه مندي وښودله.

عظیمي وویل، «په نړیواله مرسته سربېره، د حکومتي بودجې یوه زیاته برخه د اوبو سکټور ته ځانګړې شوې، په داسې حال کې چې خصوصي سکټور هم دې ته هڅول شوی چې په دغو بندونو کې پانګونه وکړي،»‌

هغه وویل، د دغو بېلابېلو بندونو په بشپړېدلو سره،‌ به په افغانستان کې ډېرې سیمې له هغې برېښنا څخه ګټه واخلي چې د دغو بندونو په وسیله تولیدیږي او له اړتیا سره سمې اوبه به ترلاسه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
2
نه
1 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha

تاسو، چې د ایران وینه مو وڅښله،‌ منندوی اوسئ.

ځواب ورکړئ