انرجي

د تاجکستان نوې د بند پروژه به افغانستان او پاکستان ته د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي

ای اېف پي

د لړم په ۲۳ مه اخیستل شوی یو عکس د روګون بند د برېښنا پایې ښیي. دغه بند د تاجکستان په جنوب کې له دوشنبې څخه خواوشا ۱۰۰ کیلومتره شمال ختیځ ته په وخش سیند باندې جوړ شوی دی. ولسمشر امام علي رحمان د لړم په ۲۵مه د اوبیزې برېښنا د دغې ۳.۹ میلیارد ډالري ژرندې پرانسته وکړه. [ای اېف پي]

روګون -- تاجکستان د خپل هغه بند پرانسته وکړه چې ویل کیږي په نړۍ کې تر ټولو لوړ د اوبیزې برېښنا بند دی، او په دې توګه یې دغه فقیر هېواد د دې وړ کړ چې د انرژۍ په برخه کې یې اړتیاوې پوره شي او برېښنا افغانستان او پاکستان ته صادره کړي.

دغه ۳.۹ میلیارد ډالري پروژه به تاجکستان په منځنۍ اسیا کې په یوه غټ برېښنا تولیدونکي باندې واړوي.

د لړم په ۲۵مه،‌ په پامیر غرونو کې په رنګارنګ مراسمو کې، تاجک ولسمشر امام علي رحمان یوه غټه سمبولیکه توکمه کېکاږله چې حاضرینو په چکچکو بدرګه کړ او د روګون د اوبیزې برېښنا لومړيو شپږو توربینونو کار پیل کړ.

تمه ده چې د برېښنا دغه ژرنده یوه لسیزه وروسته د هغې په بشپړېدلو سره تر ۳۶۰۰ میګاواټه پورې برېښنا -- چې د درې اتومي برېښنا ژرندو له تولید سره برابرېږي -- تولید کړي.

د لړم په ۲۳مه اخیستل شوی یو عکس د تاجکستان په جنوب کې په وخش سیند د جوړ شوي روګون بند یوه عمومي منظره ښیي. تمه ده چې دغه بند تر ۲۰۲۸ پورې ۳۳۵ متره لوړ شي، او د نړۍ تر ټولو لوړ د اوبیزې برېښنا بند وګرځي. [ای اېف پي]

دا عکس، چې د ۱۳۹۲ د زمري په میاشت کې اخیستل شوی، د روګون بند د اصلي سوریو جوړېدا ښیي. [ویکي کامنز]

دا عکس، چې د ۱۳۹۲ د زمري په میاشت کې اخیستل شوی، د روګون بند د اصلي سوریو جوړېدا ښیي. [ویکي کامنز]

دغه بند به د پخواني‌ شوروي اتحاد غړي غریب هېواد،‌ چې نژدې ۹ میلیونه خلک په کې اوسېږي، د انرژۍ تولید دوه برابره کړي، او په ملي کچه د انرژۍ ستونزې به یې کمې کړي.

اضافي انرژي به د افغانستان او پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو باندې خرڅه کړي.

تمه ده چې، دغه ژرنده، چې د تاجکستان په جنوب کې په غټ‌ وخش سیند باندې جوړه شوې ده، په بشپړېدلو سره ۳۳۵ متره لوړوالي ته ورسېږي، او د نړۍ د اوبیزې برېښنا تر ټولو لوړ بند وګرځي.‌

که روګون خپل پلان شوي لوړوالي ته ورسېږي، دا به د چین له موجود جینپینګ - I بند څخه ۳۰ متره او د تاجکستان د شوروي اتحاد د وخت خپل نوریک بند څخه، چې هغه هم په وخش سیند باندې جوړ شوی دی، ۳۵ متره لوړ وي.

نن، روګون -- چې د ایټالیا سالیني ایمپریګیلو کمپني یې نظارت کوي‌-- بیا هم یو لوی تعمیراتي ځای دی، چې ډبرینه ځمکه یې هغه سیمه پوښي چې د وخش سیند ترې بېلېږي.

تاجکستان په ۱۳۹۶ کې له یوه نړیوال پور څخه د پرانستې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړل چې د دغه تعمیر په تمویل کې مرسته وکړي.

مقامات هیله لري چې، کله دغه پروژه خپل زور او قوت ته ورسیږي، هغه به د نورو ساختماني چارو لپاره پیسې جوړې کړي.

دویم توربین به په را روان کال کې په کار پیل وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې لیکنې محتوا ښه ده، ځکه چې هغه زمونږ د ګاونډي هېواد لپاره د بېخبنا د یوې ګټورې پروژې ژمنه کوي. د دې پروژې په بشپړېدلو سره د هغوی د اتباعو لپاره د نسبي هوساینې فرصت برابریږي، خو په لیک کې یې ډېرې ستونزې لکه اضافي ارتباطي حرفونه، بې ضرورته مفعول او داسې نور شته.‌

ځواب ورکړئ