امنیت

د ننګرهار پولیس د امنیت د بیا راوستلو له امله وستایل شول

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایتي مقاماتو او د کورنیو چارو د وزارت چارواکو د ۱۳۹۷ د مرغومي په ۵ مه هغو پولیس افسرانو ته، چې په دغه ولایت کې یې د امنیت د ښه کولو لپاره د پام وړ هڅې کړې وې، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل. [خالد زېری]‌

جلال اباد -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د یو لړ بریاليو پوځي عملیاتو له ترسره کېدلو څخه وروسته په امنیتي وضعه کې ښه والی پیل شوی دی.‌

خواوشا شپږ میاشتې مخکې، وضعیت ویجاړوونکی وو، او ډېرې کورنۍ یې دې ته مجبورې کړې وې چې ګاونډیو ولایتونو ته کډه شي. اوس اوسېدونکي وایي چې شرایط ښه شوي او وضعه نورمال خواته روانه ده.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي وضعه په ټولو ولسوالیو کې په پاموړ توګه ښه شوې ده. د امنیت د ډاډمنولو لپاره زمونږ د پوښښ ساحه پراخه شوې ده،»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې حکومت ضد عناصر لا هم موجود دي، هغوی د ولسوالیو په لږو سیمو کې فعالیت کوي، خو په مجموعي توګه هغوی نسکور شوي دي،»

د افغان ملي اردو عسکر د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ماشومانو ته کتابونه ور وېشي. [خالد زېری]

د افغان ملي اردو عسکر د مرغومي په ۱۰ مه د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ماشومانو ته کتابونه ور وېشي. [خالد زېری]

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال عبدالجبار پردلي (ښی) د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یوه پولیس افسر ته یو مډال ورکوي. [خالد زېری]

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال عبدالجبار پردلي (ښی) د مرغومي په ۵ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یوه پولیس افسر ته یو مډال ورکوي. [خالد زېری]

هغه وویل، «وروسته له هغه، چې د نورو له منځه، د ننګرهار والي حیات الله حیات او د ملي امنیت نوي‌ رییس واک ترلاسه کړ، جنایتکارې ډلې، حکومت ضد عناصر او تښتوونکي یا ونیول شول یا مهار کړای شول، چې دغو کارونو د ځایي امنیت په ښه کولو کې مرسته وکړه،»

ښه کړای شوي امنیت ځایي خلکو ته د هیلې یو تازه احساس ورکړی دی.

رحمت الله، چې ۳۲ کاله عمر لري او د جلال اباد په تلاشۍ چوک کې دوکان چلوي، وویل، «یو څو میاشتې مخکې، وضعه دومره بده وه چې زما له ژوند نه زړه موړ شوی وو. هر چېرې وژنې وې، ځانمرګي بریدونه وو او تښتونې وې، خو اوس زه هیله من یم.»

رحمت الله وویل، اوس هغه د کار او کور تر منځ د تګ راتګ پر وخت نه وېرېږي.

هغه وویل، «پخوا، هر چېرې ګډوډي وه. هرې خوا ته غیر مسؤل وسله وال وو چې ګرځېدل راګرځېدل، او جلال اباد یې په یوه بې قانونه ښار بدل کړی وو. هیچا هم د خوندیتوب احساس نه کاوه.»

هغه وویل، «اوس خوندي دی، او زمونږ ژوند ښه شوی دی،» هغه زیاته کړه، «په ولسوالیو کې هم حالات ښه شوي دي.»

د امنیتي ځواکونو ستایل

حیات په جلال اباد کې د مرغومي د ۵ مې په مراسمو کې، چې د محلي پولیسو او امنیتي ځواکونو د ستاینې په پار ترسره شوي وو، وویل، «تر څو کالو مخکې پورې، د ننګرهار امنیت تر ټولو بد وو. وضعیت خطرناک وو.»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو زړورتیا وښودله او وضعه یې بېرته عادي حالت ته راوګرځوله. نوموړي وویل، «مونږ د دغو افسرانو له خوا شوې همکارۍ ستایو.»

حیات وویل، «زه اعتراف کوم چې مونږ لا تر اوسه هم ننګونې لرو،‌ خو مونږ به د حللارو د موندلو لپاره ګډ کار وکړو،»

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال عبدالجبار پردلي ولایتي چارواکي په امنیت کې د پاموړ اصلاحاتو د راوستلو له امله وستایل.

هغه په دغو مراسمو کې وویل،‌ «مونږ دغه اتلان د هغوی د قربانیو له امله ستایو. هغوی په ډېر سخت وخت کې په ډېره زړورتیا سره خپل هېواد او هېوادوال ساتلي دي،»

پردلي وویل، «مونږ ډېر بدلونونه راوستي دي،» او زیاته یې کړه‌، چې حکومت د منسوبینو وظیفې بیا تنظیم کړي او په دې کار کوي چې هغو کسانو ته، چې ښه کار کوي، مکافات او هغه چې په خپلو وظیفو کې غفلت کوي، مجازات ورکړي.

هغه وویل، «په ننګرهار کې ډېر اصلاحات راغلي دي، او زمونږ امنیتي ځواکونه د پخوا په نسبت ډېر مسلکي شوي دي،»

د ننګرهار ویاړ

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي په مراسمو کې وویل، «د نن ورځې پولیس د پخوا په څېر نه دي.‌ هغوی ډېر مسلکي شوي او په لا ښه ډول تجهیز شوي، او مورال یې لوړ شوی دی.»

هغه وویل، «زه ډېر ویاړم چې په ننګرهار کې پولیس افسران او نور امنیتي چارواکي ستایل کیږي.‌ دغه ستاینې دا معنی لري چې زمونږ پولیس باید لا نور ښه شي او د دولت د دوام لپاره مبارزه وکړي.»

ستانکزي وویل، ځایي خلکو د قانون نافذوونکیو ادارو په ملاتړ کې یو مهم رول لوبولی دی.‌

هغه وویل، «خلکو تل هڅه کړې چې د مشکوکو کسانو او جنایتکارانو په هکله پولیسو ته راپور ورکړي چې ونیول شي،» او زیاته یې کړه چې پولیسو د هر هغه کس پر ضد، چې قانون ماتوي، یو قوي کمپاین پیل کړی دی.‌

هغه وویل، «پولیس د ټولنې خدمت کوي، او ملکي خلک د دې لپاره له هغوی سره مرسته کوي چې پولیس د ټولنې برخه دي،» او زیاته یې کړه، «پولیس د یو چا ورورو زوی یا پلار دی.»

قومي مشرانو، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، محلي مقامات او پولیس افسران وستایل او هغوی ته یې د ګلونو ګېډۍ ورکړې.‌

په اچین ولسوالۍ کې د پولیسو د روزنیز مرکز مشر بریدمن حبیب الرحمان سلام ټایمز ته وویل، «زه ډېر ویاړم چې د دې هېواد او خلکو خدمت کوم. هغه پولیس، چې زه ورته روزنه ورکوم، به تل له دې هېواد او خلکو سره مینه ولري.»

حبیب الرحمان وویل، هغه په دې خوښ دی چې په دې مراسمو کې وستایل شو. هغه وویل، «مونږ د ټولنې خدمتګاران یو،‌ او دا به ما نور هم وهڅوي چې لا سخت کار وکړم.»

د نازیان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالمبین سلام ټایمز ته وویل، «زه یو پولیسو افسر یم او زه په ویاړ سره خپلې وظیفې ترسره کوم. زه نن ډېر خوښ یم.»

هغه وویل،«ما په یو شمېر ډېرو سختو حالاتو کې په نازیان کې د خپلو هېوادوالو دفاع وکړه، او زه به د هغوی خوندي کولو ته دوام ورکړم. مونږ خپل دښمن دومره تر فشار لاندې راوستی دی چې اوس دې ته تیار نه دی چې له مونږ سره نېغ په نېغه یا د جنګ په میدان کې مخامخ شي.»

هغه وویل، «مونږ دې ته تیار یو چې د خپلو سرونو قربانۍ ورکړو خو خپل سنګرونه به پرې نه ږدو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500