ځوانان

په هرات کې د لوبو میدانونه ماشومانو ته له جنګ څخه خوندي ځای برابروي

د عمر راپور

په افغانستان کې د جنګ له سختۍ څخه د ارام برابرولو لپاره، د نجیب الله یعقوبي په څېر افغان سوداګرو د هرات ولایت په هرات ښار کې څو سرپټي لوبغالي پرانستي دي. [عمر]

هرات -- په هرات ښار کې د ماشومانو لپاره، له دې څخه بل ښه څه نشته چې یوه ماشوم ته د لوبو فرصت برابر کړای شي او په دغه هېواد کې چې له څو کالو راهیسې په کې جګړې روانې دي، له ډېرېدونکو سختیو څخه خلاص کړای شي.‌

د محلي سوداګرو د هڅو له برکته، په ښار کې درې داسې داخلي لوبغالي پرانستل شوي چې په عصري وسایلو سمبال دي،‌ چې کورنیو او د هغوی ماشومانو ته داسې یو خوندي چاپېریال برابروي چې له ورځنیو فشارونو څخه په کې پناه واخلي.

نجیب الله یعقوبي وویل هغه هیله لري چې د لوبغالو په برخه کې د هغه پانګونې به کورنیو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته خوښي، چې ډېره ورته اړتیا ده، راوړي.

یعقوبي سلام ټایمز ته وویل، «ما د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې عصري، سرپټي لوبغالي جوړ کړل څو وکولی شي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي او په کوچنیانو او ځوانانو کې، چې د افغانستان راتلونکی جوړوي، موجود ذهني فشار کم کړي. دغه لوبغالي په هنري وسایلو سمبال او د کورنیو او ماشومانو لپاره په اونۍ کې ۲۴ ساعته پرانستي دي.»

ماشومان د سلواغې په ۲۲ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه سرپټي لوبغالي کې دننه یوه لوبه کوي. [عمر]

ماشومان د سلواغې په ۲۲ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې په یوه سرپټي لوبغالي کې دننه یوه لوبه کوي. [عمر]

یو هلک د سلواغې په ۲۲مه په هرات ښار کې په یوه داخلي لوبغالي کې موټرګی چلوي. [عمر]

یو هلک د سلواغې په ۲۲مه په هرات ښار کې په یوه داخلي لوبغالي کې موټرګی چلوي. [عمر]

هغه وویل، په پلان کې ده چې لا نور لوبغالي، چې په هر یو خواوشا ۱۵ میلیونه افغانۍ (۲۰۰۰۰۰ ډالر) لګښت راځي، جوړ کړای شي.

هغه وویل، «په هرات کې کورنیو د ساعت تېرۍ د دغو مرکزونو پرانستلو ته ښه راغلاست ویلی دی. هغه ټکټونه چې په اخیستلو یې کورنۍ دغو لوبغالو ته ننوځي، ډېر ارزان دي.»

د کورنیو لپاره د ارام ځای

په هرات کې یوې ښوونکې منیژې پیدا وویل، هغې خپل ماشوم له دغو لوبغالو څخه یوه ته ور وست ځکه چې هغه یو «ښه چاپېریال» برابروي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «دا د ماشومانو د لوبو لپاره په ریښتیا یو ښه ځای دی. ماشومان او تنکي ځوانان کولی شي چې د کال په هر وخت کې په دغو لوبغالو کې ساعت تېري وکړي.»

هغې وویل، «دا چې ماشومان د تعلیمي کال په بهیر کې په خپلو درسونو کې بوخت وي، دا لوبغالي کولی شي چې ماشومانو ته د ساعت تېرۍ په فعالیتونو کې د لوبو کولو او بوختېدلو یو ښه چاپېریال برابر کړي،»

امین الله شهید زاده،‌ چې خپل اوه کلن زوی یې د دغو لوبغالو له جملې څخه یوه ته راوستی وو، دې ته ورته څرګندونې وکړې.‌

هغه وویل، «دغه د ساعت تېرۍ ځایونه زمونږ ماشومانو ته ډېره ګټه ور رسوي، او له دې امله زه تل خپل ماشومان دلته راولم چې له ژوند څخه خوند واخلي. دا د ساعت تېرۍ فعالیتونه د هغوی روح تازه کوي او د هغوی د زده کړې وړتیا ته وده ورکوي، او هغوی کولی شي چې دلته له ذهني فشار څخه خلاص شي.»

شعیب چې ۷ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې له یادو لوبغالو څخه په یوه کې یې په یوه موټرګي لوبې کولې، له دې ارزونې سره هو وکړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه کولی شم چې دلته هره هغه لوبه چې زه یې غواړم، وکړم. زه په موټرګیو لوبې کوم، او ښکته او پورته کېږم.»

د دماغي پرمختګ پیاوړتیا

د محلي ارواپوهانو له خوا د وړاندې شوې څېړنې په اساس، له شخړې سره مخامخ کېدل او حتی د شخړې یا جنګ په هکله خبرونه کولی شي چې په ماشومانو باندې منفي تاثیر وکړي او د هغوی دماغي وده ټکنۍ کړي.‌

هغوی وویل، ماشومانو ته داسې فرصت ورکول چې، د لوبغالو په څېر، د ساعت تېرۍ په فعالیتونو کې برخه واخلي، کولی شي چې هغه اغېزې نفي کړي.

یوه ارواپوه او د هرات په سیمه ییز روغتون کې د دماغي روغتیا د ډیپارټمنټ رییس، ډاکتر وحید نوزاد، سلام ټایمز ته وویل، «د ساعت تېرۍ مرکزونه کولی شي چې په ماشومانو باندې مثبتې اغېزې وکړي ځکه هغه کولی شي چې د هغوی دماغي روغتیا او استعداد ته وده ورکړي،»

نوزاد وویل، «څېړنه ښیي چې څومره چې ماشومان ډېر د ساعت تېرۍ په فعالیتونو کې بوخت وي، هومره د هغوی ذهنونه ښه وده کوي، او دا د هغوی له دماغي وړتیاوو سره مرسته کوي چې وده وکړي او هغوی په با استعداده کسانو باندې واړوي،»

هغه وویل، «د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره باید ډېر د ساعت تېرۍ مرکزونه جوړ کړای شي چې هغوی وکولی شي هلته لاړ شي او د ساعت تېرۍ په فعالیتونو کې ښکېل شي او له خوښیو څخه خوند واخلي،»

نوزاد زیاته کړه، «مونږ په خپله ټولنه کې ډېرې ستونزې، لکه کورنۍ شخړې، تښتونې او امنیتي پېښې لرو -- چې ټول یې په ماشومانو کې پرېشانی رامنځته کوي -- او ماشومان او تنکي ځوانان کولی شي چې دغه شیان په سختۍ سره وزغمي،»

هغه وویل، «لوبغالي او د ساعت تېرۍ مرکزونه کولی شي چې د ماشومانو ذهنیت بدل کړي او هغوی وهڅوي چې مثبت کارونه وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500