امنیت

په فراه کې تسلیم شویو طالب جنګیالیو له افغان ځواکونو څخه د دفاع کولو ټټر وواهه

د عمر راپور

اورپکي د غبرګولي په ۱۰مه د فراه ولایت په پر چمن ولسوالۍ کې محلي مقاماتو ته تسلیمېږي. [د فراه امنیه قومانداني/فېسبوک]

اورپکي د غبرګولي په ۱۰مه د فراه ولایت په پر چمن ولسوالۍ کې محلي مقاماتو ته تسلیمېږي. [د فراه امنیه قومانداني/فېسبوک]

هرات -- د ۳۰ طالب جنګیالیو یوه ګروپ چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله، تاو تریخوالی بس کړ او د غبرګولي په ۱۰مه د سولې پروسې سره یوځای شو.‌

د ګروپ قوماندان عبدالولي مبارز وویل چې هغه او د هغه ټول کسان دې ته چمتو دي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دفاع وکړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو قوماندانانو هغوی دوکه کړي ول.‌

هغه وویل، «مونږ یو کال د حکومت پر ضد جنګ وکړ او ځانونه مو ترې لیرې ساتلي وو. له یوه اوږده وخت څخه وروسته،‌ مونږ په حقیقت پوه شو. مونږ راغلو او د سولې پروسې سره یوځای شو.»

مبارز وویل، «مونږ ډېر خوښ یو چې یو ځل بیا له خپلو امنیتي ځواکونو او خپلو خلکو سره یوځای کیږو.»

د افغان هوایي ځواک یو افسر د غبرګولي په ۸ مه په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا ورکړل شوې بې پیلوټه الوتکه چمتو کوي. [عمر]

د افغان هوایي ځواک یو افسر د غبرګولي په ۸ مه په هرات ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بېس کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا ورکړل شوې بې پیلوټه الوتکه چمتو کوي. [عمر]

هغه وویل، «مونږ ۳۰ کسان چې بېلابېل ډول وسلې راسره وې له خپلو ورونو سره یوځای شو او مونږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو،» او زیاته یې کړه چې دغه ګروپ همدارنګه اوه موټرونه هم تسلیم کړل.

د فراه ولایت امنیه قوماندان سمونیار غلام محی الدین خیرخواه وویل، د طالب جنګیالیو تسلیم شوي ګروپ ډېرې وسلې لرلې او خطرناک ګروپ وو.»

خیرخواه وویل، دغه ګروپ د نورو وسلو تر څنګ هاوانونه، ۸۲ ملي متري توپونه،‌ پیکاګانې، راکټونه، کلاشینکوفونه او یوه زیاته اندازه مهمات له ځانونو سره راوړل.

هغه وویل، «هغوی دا ټول تجهیزات د پرچمن ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته وسپارل.»

خیرخواه وویل، دغه ګروپ په پرچمن ولسوالۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو په اکثرو بریدونو کې لاس درلود او زیاته یې کړه چې د هغوی تسلیمي به هلته او په خواوشا سیمو کې امنیت ښه کړي.‌

له سولې څخه پرته بله لاره نشته

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، اکثرو طالبانو دا درک کړې چې روان جنګ د بهرنیانو له خوا تحمیل شوی دی.‌

قانع وویل، «زه د حکومت په نورو وسله والو مخالفانو باندې چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کوي غږ کوم چې د سولې پروسې سره یوځای شي او دې هېواد ته له روان حالت څخه نجات ورکړي.»

هغه وپوښتل، «طالبانو له دغه ۱۸ کلن جنګ څخه چې په سلګونو زره خلک په کې وژل شوي دي څه ترلاسه کړي دي؟ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځي بند دي، خلک له خپلو حقونو څخه محروم دي او ماشومان د بهرنیانو د ګټو لپاره د سوخت د موادو په توګه کارول کیږي.»

په فراه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حمیدالله رحماني وویل، «طالبان باید له خپل پخواني وخت څخه عبرت واخلي او دا جنګ ودروي.»

هغه وویل، «اوس د سولې کولو غوره فرصت دی. ټول افغانستان په دې تمه دی چې طالبان خپلې وسلې کېږدي او له خپلو خلکو سره یوځای شي.»

په لوېدیځ زون کې د افغان اردو چارواکو وویل چې د طالبانو د ژوندي پاتې کېدلو یوازنۍ لاره دا ده چې هغوی د سولې پروسې سره یوځای شي. که طالبان د تاوتریخوالي او وژنو ترسره کولو ته دوام ورکړي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د هغوی پر وړاندې هېڅ رحم ونه کړي او په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې به یې له منځه وېسي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري ژورنالستانو ته وویل، د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د غبرګولي په ۸ مه افغان ځواکونو ته ۸ بې پیلوټه الوتکې ورکړې چې له هغوی سره د اورپکو پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «مونږ وسله والو مخالفانو [اورپکو] ته خبرداری ورکوو چې له نن څخه وروسته مونږ کولی شو چې تاسو هر چېرې چې یئ،‌ هر چېرې مو چې پټنځایونه وي،‌ هر چېرې مو چې مرکزونه وي او هر چېرې مو چې سنګرونه وي،‌ پیدا کړو،‌ او زمونږ الوتکې به پر تاسو بمونه وغورځوي.»

هغه وویل، خو بیا هم د طالبانو پر مخ دروازې پرانستې دي او پر هغوی یې تاکید وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

قادري طالبانو ته په خطاب کېوویل،«خپلو ځانونه ته یو ارام ژوند برابر کړئ...‌که نه تاسو چې هر چېرې یئ، ستاسو پټنځایونه به ویجاړ کړای شي او تاسو به ووژل شئ.

په لوېدیځ زون کې د افغان هوایي ځواک قوماندان برید جنرال قدرت الله صدیقي خبریالانو ته وویل، «دښمن باید پوه شي چې هغوی چې هر چېرې وي مونږ یې وینو او که مونږ لازمه وګڼو مونږ کولی شو چې هغوی په ثانیو کې له منځه وېسو.»

هغه وویل، «طالبان باید د هېواد ورانول بس کړي او خبرو ته کېني ځکه چې د سولې د پروسې دروازې پرانستې دي او مونږ کولی شو چې ستونزې په سوله ییز ډول هوارې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. هیله لرم چې تاسو ښه اوسئ! زه په ملي ځواکونو افتخار کوم. هغوی تل د افغان حکومت ملاتړ کوي، اصلاً طالبان له جګړو څخه ستړي دي. زه په دې ډېر خوشحال یم چې اورم چې طالبان د سولې پروسې سره یوځای شوي دي. زه هیله لرم چې هغوی به په خپلو وعدو وفا وکړي، او بیا به هیڅکله هم د افغانستان حکومت ته دروغ ونه وایي.

ځواب ورکړئ

یوه او یوازنۍ لاره د سولې لاره ده. که طالبان او حکومت ۱۰۰۰ کاله نور هم جنګ وکړي هېڅ به بدل نشي. جنګ خفګانونه او فقر راوړي،‌ ټول افغانان له جنګ څخه ستړي دي.‌ د دغو جنګونو له لاسه مونږ هره ورځ وژل کیږو.‌

ځواب ورکړئ

لکه څنګه چې هغې/هغه ویلي د سولې دروازې لا هم د طالبانو پر مخ پرانستې دي، په هغوی باندې یې غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یوځای شي.‌

ځواب ورکړئ