امنیت

د طالبانو مرګوني بمي برید په کابل کې د پولیسو مرکز په نښه کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ۱۳۹۸ د زمري په ۱۶مه د کابل په لوېدیځ کې د پولیسو په یوه ماموریت د طالبانو له یوه بمي برید څخه وروسته لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول او د ۹۰ ملکيانو په شمول ۱۴۵ تنه نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/آرټ لارډز/اای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ په کابل کې یو ستر بمي برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ووژل او ۱۴۵ نور کسان یې ټپیان کړل.‌ دا په داسې حال کې ده چې ښکاري یاغیان د سولې په هکله یوه تړون ته نژدې شوي دي.

د کابل په لوېدیځ کې د سهار خواوشا ۹ بجې د پولیسو په یوه ماموریت له یوې سترې چاودنې څخه وروسته د تور دود یوه غوړسکه پورته شوه.‌

د کورنیو چارو وزارت وویل چې چاودنه له یوه کوچني موټربم برید څخه رامنځته شوه، خو طالبانو چې د برید مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی وویل چې هغه یو لوی لارۍ بم وو.‌

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې په یوه کمپاونډ کې د ویجاړو شویو ودانیو محافظتي دېوالونه نړېدلي پراته دي.

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۶مه له برید څخه وروسته د کابل په استقلال روغتون کې طبي درملنه ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۶مه له برید څخه وروسته د کابل په استقلال روغتون کې طبي درملنه ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل په لوېدیځ کې د زمري په ۱۶مه د پولیسو په یوه ماموریت د طالبانو له یوه بمي برید څخه څو شېبې وروسته د دود یوه غوړسکه لیدل کیږي.‌ [ټولنیزې رسنۍ]

د کابل په لوېدیځ کې د زمري په ۱۶مه د پولیسو په یوه ماموریت د طالبانو له یوه بمي برید څخه څو شېبې وروسته د دود یوه غوړسکه لیدل کیږي.‌ [ټولنیزې رسنۍ]

افغان مقاماتو وویل چې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان او ۴ پولیس افسران وژل شوي او د ۹۲ ملکیانو په شمول ۱۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.‌

یوه ځایي خبریال ذکریا حسني چې د پولیسو ماموریت سره نژدې ژوند کوي، ای اېف پي ته وویل، «کله چې هوا صافه شوه ما ولیدل چې ډېرو ښځو ژړل او د چاودنې له ساحې سره نژدې یې خپل خاوندان یا ماشومان لټول.»

دوکاندار احمد صالح وویل چې د هغه د دوکان کړکۍ ماتې شوې او شیشې یې اخوا دې خوا خپرې شوې.

هغه وویل، «زما سر تاوېږي او زه لا تر اوسه هم نه پوهېږم چې څه پېښ شوي دي، خو د چاودنې د ساحې په خواوشا ۱ کیلومتر چاپېریال کې کړکۍ ماتې شوي دي.»

طالبان د سولې د خبرو سپکاوی کوي

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې پېښېږي چې طالبان د سولې خبرې کوي او په ورته وخت کې ګواښونه کوي.

متحده ایالاتو او طالبانو دا اونۍ د خبرو د اتم پړاو لپاره په دوحه کې سره وکتل څو د سولې داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو حضور راکم کړي.

دواړو لوریو وویل چې «ښه پرمختګ» یې کړی دی.

دغه بمي برید وروسته له هغه وشو چې طالبانو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ افغانانو ته خبرداری ورکړ چې د تلې د ۶ مې لپاره د ولسمشرۍ له پلان شویو انتخاباتو څخه مخکې له عامو غونډو څخه ځانونه لیرې وساتي.

په غبرګون کې، افغان حکومت وویل چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د ګواښونو پر ضد په بشپړ ډول چمتو دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې انتخابات ګډوډ کړي.

ملګري ملتونه وایي چې یوازې د جولای په میاشت (د چنګاښ له ۱۰مې تر اوسه) کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې په دې میاشت کې تر ټولو ډېر خلک وژل شوي او د ۱۳۹۶ د غوایي میاشتې راهیسې یوازنۍ تر ټولو بده میاشت ده چې ډېر خلک په کې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500