امنیت

ایران د بډایه یورانیمو تولید کې د چټک زیاتوالي اعلان وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران د پوځ افسران د لړم په ۸مه په ایران کې د فراغت په یوه پروګرام کې کتار ولاړ دي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د پوځ افسران د لړم په ۸مه په ایران کې د فراغت په یوه پروګرام کې کتار ولاړ دي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- ایران د دوشنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ د ۱۳۹۴ تر یوه هستوي تړون لاندې کړو تعهداتو څخه د په شا تګ د ګامونو په لړ کې د غني شویو یورانیو په تولید کې له لس برابره څخه ډېر زیاتوالی اعلان کړ.

د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان رییس علی اکبر صالحي وویل، ایران دوه نوي پرمختللي سنتریفیوژونه جوړ کړي، چې یو یې تر ازموینې لاندې دی.

د دولتي تلوېزیون له لارې په خپره شوې وینا کې چې صالحي د ایران په مرکزي برخه نطنزکې خبریالانو ته کوله وویل، د غني شویو یورانیمو تولید د ورځې ۵ کیلوګرامو ته رسېدلی دی.

دوه میاشتې مخکې هغه وخت چې دغه هېواد د ۱۳۹۴ تر یوه مهم هستوي تړون لاندې کړو یو شمېر تعهداتو ته شا ور اړوله، دغه سطحه ۴۵۰ ګرامه وه.‌

تهران د غوایي په میاشت کې پرېکړه وکړه چې تر یاد تړون لاندې شوي ځینې تعهدات وځنډوي.

د یورانیمو د تولید زیاتوالی

د چنګاښ په ۱۰مه، ایران وویل چې هغوی د خپلو بډایه یورانیمو ذخیره له ۳۰۰ کیلوګرامو څخه چې په تړون کې د اعظمي حد په توګه یاده شوې وه، زیاته کړې ده، او یوه اونۍ وروسته یې اعلان وکړ چې هغوی د یورانیمو د ذخیرو د سوچه والي له ۳.۶۷٪ اعضمې حد څخه وراوښتي دي.

دغه هېواد د وږي په ۱۶مه د خپلو بډایه یورانیمو د ذخیرو د پیاوړتیا په موخه پرمختللي سنتریفیوژونه ولګول.

صالحي وویل، «ایراني انجنیرانو په بریالیتوب سره د آی آر - ۹ یو پروتوټایپ یا بېلګه چې دا زموږ تر ټولو نوی ماشین دی او همدارنګه د آی آر-اېس د یوه نوي ماشین موډل جوړ کړی دی...او دا ټول په دوه میاشتو کې دننه شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې ایران د هستوي تړون په اساس تایید شوي خپل ټول آی آر-۱ سنتریفیوژونه لیرې کړي او یوازې پرمختللي ماشینونه استعمالوي چې په نتیجه کې یې د یورانیمو تولید په چټکه توګه زیات شوی دی.

د خلیج په سیمه کې ترینګلتیاوې د چنګاښ په میاشت کې هغه وخت زیاتې شوې چې د متحده ایالاتو سمندري ځواک یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه وروسته له هغه ویجاړه کړهچې هغې د هرمز تنګي په خوله کې یوه امریکایي سمندري بېړۍ وګواښله او دا کار د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا د یوې برتانوۍ تېل وړونکې ټانکري بېړۍ له نیولو څخه وروسته وشو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه. خدای مو بریالي لره.‌ چې بیا (تهران – ایران د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه د یورانیم د لس برابره ډېر غني کولو اعلان وکړ. دا کار یې د ۱۳۹۴ د تړون له مادو څخه له وتلو څخه وروسته د یو لړ اقداماتو په ترڅ کې وکړ) همداسې بریا ترلاسه کړئ. بریالي او سرلوړي اوسئ. اصلاً، ټول اسلامي هېوادونه باید د لوړ منصب او قدرت خاوندان واوسي چې د هېڅ غربي هېواد په وړاندې یې سر ټیټ نشي. باید له هر هغه څه څخه چې په خپل هېواد کې یې لري کار واخلي چې ټول خلک ترې استفاده وکړي او وګړي یې غربي هېوادونو ته د تګ راتګ کړاوونه ونه ګالي. دا باید داسې وي لکه څنګه یې چې ایران په لاس کې لري. (ایران د چنګاښ په اوله وویل چې د دغه هېواد د غني شویو یورانیمو ذخیرې له اکثر حد یعنې ۳۰۰ کیلوګرامه څخه چې په هوکړه لیک کې یې ذکر شوی وو، زیاتې شوي دي،‌ او یوه اونۍ وروسته یې اعلان وکړ چې دغه هېواد د خپلو یورانیمو په صافي ذخیرو باندې ۳.۶۷٪ ور زیات کړل. دغه هېواد د وږي په ۱۶مه د خپلو غني شویو یورانیمو په ذخیرو پرمختللي سنتریفیوژونه ورزیات کړل). باید چې ټول اسلامي هېوادونه یې لاسته راوړي. دغه ډول لاسته راوړنې د دې سبب کیږي چې اسلامي هېوادونه په هر ځای کې مخ پر وړاندې لاړ شي او په کار دی چې هر اسلامي هېواد له خپلو نفتو او ګازو څخه د ایران په څېر پخپله استفاده وکړي. ویونکی: سامع

ځواب ورکړئ