امنیت

ژغورل شوي افغان سرتیري د طالبانو په زندان کې د سختې شکنجې او وحشت کیسې کوي

د عمر راپور

د افغان پوځي چارواکو په وینا، افغان کمانډو ځواک د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۸مه د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا کنټرولېدونکي زندان څخه د افغان اردو ۶۲ غړي را خوشې کړل. [د افغانستان د دفاع وزارت]

هرات -- په بادغیس ولایت کې په لسګونو افغان امنیتي منسوبین د کمانډو ځواک په یوه زړور برید کې د طالبانو له یوه زندان څخه را خوشې ګړاي شول. هغوی څو میاشتې پرله پسې له سختو شکنجو او ناوړه چلند سره مخامخ ول.

د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۹مه/ اعلان وکړ چې، «په خوشې شویو کسانو کې ۵۵ د ملي اردو، ۴ د کمانډو، یو د پولیسو او دوه د سرحدي پولیسو منسوبین شامل دي.»

وزارت د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، امنیتي ځواکونو سې شنبه /د سلواغې ۸مه/ په بالامرغاب ولسوالۍ کې په شپني برید کې پنځه تنه طالب جنګیالي ونیول، په داسې حال کې چې ډېر نور ووژل شول یا ټپیان شول.

وزارت وویل، «خوشې شویو ځواکونو تاکید وکړ چې هغوی بیا وسلې اخلي او د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو پر ضد جنګ ته دوام ورکوي او د خلکو له ژوند او ملکیت څخه دفاع کوي.»

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۹مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې اخیستل شوی، د افغان ملي اردو هغه غړي لیدل کیږي چې د سلواغې په ۸مه د افغان کمانډویانو له خوا د طالبانو له یوه زندان څخه وژغورل شول.‌ [د افغانستان د دفاع وزارت]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۹مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې اخیستل شوی، د افغان ملي اردو هغه غړي لیدل کیږي چې د سلواغې په ۸مه د افغان کمانډویانو له خوا د طالبانو له یوه زندان څخه وژغورل شول.‌ [د افغانستان د دفاع وزارت]

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد دغه عملیات وستایل او وسله والو ځواکونو ته یې د هغوی د بریا له امله مبارکي ورکړه،‌ او زیاته یې کړه چې ازاد شوي سرتیري قلعه نو ته انتقال شوي دي.‌

خالد دا خبرې په مزارشریف کې د افغان ملي اردو افسرانو او سرتیرو ته په هغو مراسمو کې وکړې چې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان برید جنرال هیبت الله علیزي د معرفي کولو لپاره جوړ شوي وو.

له شکنجو او غیر انساني شرایطو څخه ژوندي راوتل

هغو افغان سرتیرو چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې بنديان وو د اورپکو د وحشیانه او ناوړه چلند په هکله ټکان ورکوونکې کیسې وکړې.

بریدمن محمد ابراهیم چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د افغان ملي اردو په درېيم ټولي کې خدمت کاوه، وویل، «زه ۱۱ میاشتې د طالبانو په زندان کې وم، او امنیتي ځواکونو پرته له دې چې زموږ له ډلې څخه کوم یوه ته زیان ورسیږي موږ یي د طالبانو تر سخت کنټرول لاندې زندان څخه را خلاص کړو.»

ابراهیم وویل نوموړی له طالبانو سره د جګړې پر وخت ټپي شو او اورپکو هغه ونیوه.‌

هغه وویل، «طالبانو موږ ټول هره ورځ شکنجه کولو. هغوی به موږ دوه، دوه کسان اېستلو او په داسې حال کې چې پښې مو تړلې وې په یوه کېبل باندې به یې وهلو.»

هغه وویل، «طالبانو موږ ته ډوډۍ نه راکوله، او موږ وږي وو. د طالبانو د زندان چت په موږ باندې راولوېد، او زما پښه په کې ماته شوه.‌ هلته دوا نه وه چې زما علاج پرې وشي. زه پنځه میاشتې کیږي چې سم نشم ګرځیدي.»

محمد ابراهیم وویل، «طالبانو هره میاشت له موږ څخه ۸۰۰۰ افغانۍ (۱۰۴ ډالر) د خوړو په نامه ټولولې، خو موږ ته به یې کافي اندازه خواړه نه راکول. هغوی زموږ له هر کس څخه له یوه کال څخه په لږ وخت کې ۸۰ زره افغانۍ (۱۰۴۴ ډالر) واخیستلې، خو موږ ته به یې په درې کسانو یوه ډوډۍ راکوله.»

هغه زیاته کړه، «موږ مجبور وو چې له خپلو کورنیو څخه وغواړو چې طالبانو ته پیسې ورکړي.»

بریدمن مظفر چې په بالامرغاب کې د افغان ملي اردو د ۳م کنډک د ۳م ټولي د لوجیستیک مسؤلیت يې پر غاړه وو هم عین خبره وکړه.‌

هغه وویل، «طالبانو زه په بالامرغاب کې په ټپي حالت کې ونیولم، او هغه وخت هغوی نه غوښتل چې زما علاج وکړي. ما د یو چا له لارې له خپلې کورنۍ څخه پیسې ترلاسه کړې، او بیا د طالبانو ډاکترانو زما علاج وکړ.»

هغه وویل، «که څه هم چې زه ټپي وم خو بیا هم طالبانو زه شپه او ورځ وهلم او زما پښې یې په زنځیر تړلې وې. طالبانو موږ ته خواړه او درمل نه راکول.»

مرادي وویل، «زه ډېر خوښ یم چې امنیتي ځواکونو زه او زما ملګري وژغورلو.»

د امنیتي ځواکونو مورال لوړول

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي د سلواغې په ۹مه په قلعه نو کې خبریالانو ته وویل، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان څخه ژغورنه یو له هغو ډېرو بریالیو عملیاتو څخه وو چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په بادغیس ولایت کې ترسره کړي دي.‌

هغه وویل، په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو هېڅ غړی نه ژوبل شو او نه ووژل شو.‌

هغه وویل، «په بادغیس ولایت کې په وروستیو میاشتو کې د عملیاتو له پیل راهیسې، طالبان ډېر کمزوري شوي دي. هغوی دا وړتیا نه لري چې د امنیتي ځواکونو حتی په یوه پوسته باندې برید وکړي.»

ملکزي وویل، «د طالبانو له حبس څخه د عسکرو ازادېدلو د امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی کړی، او هغوی دا اعتماد ترلاسه کړی چې که هغوی د دښمن له خوا اسیر هم شي، اتل افغان ځواکونه کولی شي چې هغوی ته نجات ورکړي.»

د بادغیس امنیه قوماندانۍ کې د استخباراتو رییس جنرال شېراغا الکوزي ومنله چې اوس عسکر او ملکي خلک دواړه باوري دي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې هغوی ته د طالبانو له بند څخه نجات ورکړي.

الکوزي وویل، «طالبان باید پوه شي چې دا مهمه نه ده چې د هغوی زندانونه او مرکزونه څومره کلک دي، امنیتي ځواکونه به د هغوی پل پسې واخلي او زندانونه به یې مات کړي.»

الکوزي وویل، د داسې عملیاتو بریالیتوب، چې د طالبانو زندانونه ماتوي او افغان امنیتي ځواکونو ته نجات ورکوي، د افغان عسکرو مورال لوړوي او کولی شي چې د طالبانو جنګي مورال کمزوری کړي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک خبریالانو ته وویل، «د امنیتي ځواکونو هغه عملیات چې د طالبانو زندان یې مات کړ او د افغانستان زړور زامن یې را خوشې کړل ټول افغانان، په ځانګړې توګه د ازادو شویو عسکرو کورنۍ خوښ کړل.»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته خپلې وړتیاوې ښودلي دي.

بیک وویل، «هغه امنیتي ځواکونه چې طالبانو بندیان کړي ول د دښمن پر ضد ودرېدل او دې ته چمتو ول چې د خپلو خلکو او هېواد د دفاع لپاره خپل سرونه قرباني کړي. د دغو ځواکونو قربانۍ د ستاینې وړ دي، او ټول افغانان د دغو سرتیرو د احسان پوروړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس اعتماد څنګه دی؟‌

ځواب ورکړئ

مرګ په طالبانو!

ځواب ورکړئ

جنګ بدختی مینځ ته راوړی. طالبان باید نور توبه اوباسی او جګړی ته دی پای ټکی کیږدی.

ځواب ورکړئ

مونږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې ژر تر ژره په افغانستان کې ورانوونکی جنګ پای ته ورسوي. دا ډېره دردوونکې ده چې په دې هېواد کې ډېر ځوانان د چاودنو په نتیجه کې معیوب شول. حکومت باید د جنګ له امله معیوب شویو خلکو ته پام وکړي.

ځواب ورکړئ

حکومت باید هڅه وکړي چې د یاغي ډلو پر ضد پوځي عملیات زیات کړي ځکه چې د پسرلي موسم را روان دی او طالبان به هڅه کوي چې د هېواد ډېره برخه ونیسي او نړۍ ته وښیي چې هغوی اوس هم قوي دي او کولی شي چې د افغانستان د خاورې له ۵۰٪ څخه ډېره ځمکه کنټرول کړي.‌ که طالبان د پسرلي په موسم کې خپل جنګونه زیات کړي،‌ تاوان به یې غریبو خلکو ته ورسیږي. د جنګ له امله رامنځته شوی خرابی به نه په متحده ایالاتو باندې او نه هم په حکومت باندې تاثیر وکړي، بلکې زور به یې له غریبو خلکو څخه وځي.

ځواب ورکړئ