امنیت

متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته په سلګونو عرادې هاموي او پوځي وسایل ورکړل

د سلیمان راپور

د افغانستان د دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۵مه له امریکایي ځواکونو څخه د سلګونو پوځي ګاډو له ترلاسه کولو څخه وروسته په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د افغانستان د دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۵مه له امریکایي ځواکونو څخه د سلګونو پوځي ګاډو له ترلاسه کولو څخه وروسته په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کابل -- د دفاع وزارت وایي، په هېواد کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو بریدونو په زیاتېدلو سره، امریکایي ځواکونو افغان سرتېرو ته اضافي زغره وال ګاډي، په میلیونونو مرمۍ او نور جنګي تجهیزات ورکړل ترڅو د افغانستان امنیت پرې ټینګ کړي.

وزارت وویل، په وروستۍ مرسته کې چې د لړم په ۱۵مه په کابل کې وسپارل شوه، ۴۵۰ عرادې هاموي، ۸۰ میلیونه مرمۍ، ۱۶۰۰ د شپې لیدونکي دوربینونه او نور وسایل او تجهیزات شامل دي.

د دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۶مه وویل، دغه تجهیزات «د متحده ایالاتو او ناټو د مرستې د برخې او له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د هغوی د ژمنې د برخې په توګه ورکړل شول.»

میاخېل وویل، «متحده ایالات او ناټو له څو کالونو راهیسې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ او مرسته کوي او زموږ د ځواکونو په روزنه، تمویل او تجهیز کې یې یو مهم رول لوبولی دی.»

هغه وویل، «افغان حکومت د نړۍ والې ټولنې له خوا د دغې جاري مرستې هرکلی کوي او له دې امله خوښي څرګندوي.»

هغه زیاته کړه، «متحده ایالاتو په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کې ستر ظرفیت رامنځته کړی دی. زموږ امنیتي ځواکونه پر ځان بسیا دي او ۹۶٪ عملیات پخپله پلانوي او ترسره کوي.»

میاخېل وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کیږي. د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالونې په برخه کې د متحده ایالاتو ملاتړ د ځواکونو په مورال باندې مثبت اغېز لري چې زه یې له دې امله مننه کوم.»

د دفاع وزارت د لړم په ۱۵مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «متحده ایالاتو سږ کال له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ۱۳۸۳ هاموي ګانو او ۵۵ عرادو ګرځنده جنګي وسایطو، ۱۰ څرخکو او ۴ ای - ۲۹ الوتکو مرسته کړې ده. همدارنګه، هغوی د سلګونو داسې دوربینونو چې د شپې لیدل پرې کیږي، یونیفورمونو،‌ تجهیزاتو، طبي وسایلو، اسانتیاوو او مهماتو مرسته کړې ده.»

دوامدار ملاتړ

چارواکو او د پوځي چارو شنونکو وویل، د متحده ایالاتو او ناټو له خوا له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره وروستۍ مرسته له افغانستان سره د نړۍ والې ټولنې دوامدار ملاتړ ښیي او د افغان ځواکونو وړتیاوې به لا نورې پیاوړې کړي.

د فراه ولایت پخواني والي او د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عبدالبصیر سالنګي وویل، «له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره وروستۍ مرسته د نړۍ والې ټولنې، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د هغو ژمنو برخه ده چې له افغانستان سره تر ۱۴۰۳ کال پورې شوي دي.»

سالنګي وویل، «دغه مرسته له افغان حکومت او په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو سره د نړۍ والې ټولنې دوامدار ملاتړ ښیي. دا به له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې لا نور پیاوړي شي، او امنیت به هم ورسره ښه شي.»

هغه زیاته کړه، «دا مرسته او د هغې دوام به افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دا وړتیا ورکړي چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد په ښه توګه وجنګیږي.»

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي فعالیتونه په زیاتېدلو دي.‌

د متحده ایالاتو د څار یوې موسسې د لړم په ۱۵مه خبرداری ورکړ چې، که څه هم چې حکومت او طالبانو د وږي په میاشت کې د سولې بې ساري خبرې پيل کړې، لاکن په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه ۵۰٪ زیات شوي دي.

په اوړي کې د دوو موقتو اوربندونو په ترڅ کې له لنډو وقفو نه بغیر، د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګ زیات شوی دی ځکه چې طالبانو د ولایتونو په مرکزونو او امنیتي تاسیساتو باندې ویجاړوونکي بریدونه پیل کړي او داسې وېرې شته چې ښایي دغه تاوتریخوالی مذاکرات زیانمن کړي.

د مشرانو جرګې یوه غړي محمد آصف صدیقي وویل، «د دې مرستې له لارې، نړۍ والې ټولنې، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو د افغانستان حکومت او خلکو سره خپله دوستي او اوږده ژمنتیا وښودله.»

صدیقي وویل، «له هغوی څخه د مننې تر څنګ، د مشرانو جرګه د هغوی د مرستو د دوام هرکلی،‌ او د پوځي او ملکي مرستو د دوام غوښتنه کوي.»

نوموړي وویل، «دا هاموي ګان او نور وسایل او تجهیزات په داسې وخت کې ورکړل شوي دي چې شخړه زیاته شوې. دا مرسته به، د امنیتي ځواکونو د مورال د لوړېدلو تر څنګ، د هغوی وړتیاوې هم لوړې کړي.»

هغه زیاته کړه،‌ «د دې مرستې په برابرولو سره، نړۍ والې ټولنې د افغانستان دښمنانو ته وښودله چې هغوی به په هر ډول شرایطو کې د افغان حکومت او ځواکونو ملاتړ او مرسته وکړي.»

د سرتېرو مورال لوړول

یوه پخواني پوځي افسر متقاعد تورنجنرال ظاهر عظیمي وویل، «د وسلو او سلګونو هاموي ګانو مرسته د هغو ژمنو برخه ده چې نړۍ والې ټولنې د افغانستان حکومت سره کړي او د دې معنی دا ده چې هغوی خپله ژمنه ترسره کوي.»

عظیمي وویل، «دا مرسته دقیقا په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې جنګ زیات شوی او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هاموي ګانو، زغر ګاډو، وسلو او مهماتو ته اړتیا لري. دا به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وړتیاوې زیاتې کړي او له هغوی سره به مرسته وکړي چې د جنګ په ډګر کې د دښمنانو پر ضد برلاسي شي.»

نوموړي وویل، «له یوه پوځي او سیاسي لید څخه، دا مرسته په دې حالت کې یو مثبت او رغنده ګام دی.‌ دا به د امنیتي ځواکونو مورال پیاوړی کړي، هغوی ته به دا باور ورکړي چې دوی د نړۍ والې ټولنې ملاتړ لري.»

د پکتیکا ولایت پخواني والي او د سیاسي‌ چارو شنونکي الیاس وحدت وویل، دغه ملاتړ د افغانستان د امنیت د ډاډمنولو لپاره یوه قوي ژمنتیا په ګوته کوي.

وحدت وویل، «دا مرسته له افغانستان سره د نړۍ والې ټولنې دوامدار ملاتړ څرګندوي. هغه همدارنګه ښیي چې نړۍ واله ټولنه، په ځانګړې توګه متحده ایالات، به د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ پاتې شي.»

وحدت زیاته کړه، «کله چې متحده ایالاتو د کب په میاشت کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، افغانانو فکر کاوه چې ښایي متحده ایالات او نړۍ واله ټولنه له افغانستان او افغانانو سره ملاتړ او مرستې ته نور دوام ورنه کړي، خو د سلګونو عرادو هاموي ګانو او په میلیونونو مرمیو او تجهیزاتو ورکولو دغه اندېښنې له منځه وېوړې، او خلکو ته یې د نړۍ والې ټولنې له خوا د دوامدار ملاتړ له امله نوې هیلې ورکړې.»

هغه وویل، «په دې شرایطو کې دا مرسته ډېره مهمه ده ځکه چې د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو ډېره برخه په جنګ کې تخریب شوې او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه داسې ګاډو او تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د یوه عادي افغان تبعه په توګه د امریکا دا اقدام ستایم چې د افغانستان دفاع وزارت سره یې دا مرسته کړې ده. البته ما دا هم اورېدلي دي چې امریکایانو په بګرام بیس کې هغه ودانۍ چې هغوی جوړې کړې وې بېرته ړنګې کړي دي او خپل ټانکونه او نور وسایل پاکستان ته ورکوي. دا لا معلومه نه ده چې دا خبرې څومره ریښتیا دي، خو د افغانستان د یوه دوست هیواد په توګه امریکا ته په کار دي چې په افغانستان کې موجودې ودانۍ ورانې نه کړي ځکه دا د افغان ځواکونو لپاره په کاریږي او هغه ټانکونه او نور پوځي وسایل چې په افغانستان کې یې استعمال کړي یا نوي پاتې دي افغان ځواکونو ته پریږدي. درناوی

ځواب ورکړئ

مونږ له افغان ملي اردو سره د متحده ایالاتو د مرستې له امله مننه او ستاینه کوو. په حقیقت کې، متحده ایالاتو په تېرو ۲۰ کالو کې زمونږ له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته کړې ده. افغان امنیتي ځواکونه هم د هېواد بېخبنا ګڼل کیږي، او د دغو ځواکونو پیاوړي کول د افغانستان د بېخبنا د پياوړي کولو معنی لري.

ځواب ورکړئ

دا د ستاینې وړ ګام دی. مونږ د هر هغه هېواد درناوی کوو چې زمونږ له له حکومت سره همکاري کوي او زمونږ د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو هڅه کوي. افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې پرځان بسیا شوي نه دي، او هغوی لا ډېر تجهیز او حمایت ته اړتیا لري.‌ د یوه هېواد د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول د ښې حکومتولۍ پياوړي کول ګڼل کیږي. که یو هېواد یو قوي او مسلکي اردو ولري، هغه به وکولی شي چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او د زورواکو پر ضد جنګ وکړي. تاسو پوهېږئ چې زمونږ په هېواد کې اوس هم جنګ روان دی او ترهګر هره ورځ زمونږ هېوادوال قرباني کوي. په ترهګرو سربېره، په لسګونو نورې مافیایي ډلې او مسلکي غله دي چې حکومت نشي‌ کولی هغوی ونیسي او سزا ورکړي. نو افغان ځواکونه باید قوي کړای شي چې خلکو ته امنیت برابر کړي، او له ظالم څخه د مظلوم حقونه واخلي او مظلومانو ته یې بېرته ور وګرځوي.

ځواب ورکړئ

امریکا هم منافقت کوي له یو خوانه طالبانو سره کښیني او هغوي سره د دوستۍ هوکړه لاسلیک کوي او له بله خواه بیا افغان حکومت ته جنګۍ وسایل مرسته کوي. اوس خلک نه پوهیږی چی امریکا کومی خواته ولاړه ده طالبانو خواته که افغان حکومت خوا ته

ځواب ورکړئ

آیا تاسو غواړئ چې امریکا هېڅ مرسته ونه کړي او همداسې لاړه شي؟‌

ځواب ورکړئ