امنیت

طالبانو په بلخ او کندوز کې د ویجاړتیاوو لړۍ تر شا پرېښې

د هدایت الله راپور

ځایي چارواکي وایي، طالب اورپکو په بلخ ولایت کې د عامه اسانتیاوو په ویجاړولو او د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه په استفادې سره ګډوډي رامنځته کړې او د خلکو ژوند یې ویجاړ کړی دی. [سید ولي حکیمي]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، طالب اورپکو په بلخ او کندوز ولایتونو کې د عامه تاسیساتو په ویجاړولو او د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه په استفادې سره ګډوډي رامنځته کړې او د خلکو ژوند یې ویجاړ کړی دی.

د دغې ویجاړتیا په نتیجه کې په زرګونو اوسېدونکي بې ځایه شوي او په میلیونونو افغانۍ تاوان یې رسولی دی.‌

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني وویل، طالبانو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د کندوز ښار په لمنو کې له ۵۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ کړل.

هغه د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۱مه/ وویل، «له بده مرغه چې طالبانو په کندوز کې د خلکو کورونه ویجاړ کړي، دوکانونه یې سوځولي او عامه تاسیسات یې ویجاړې کړي دي، چې زموږ خلکو ته یې درانه مالي تاوانونه ور اړولي دي.»

په عکس کې چې د چنګاښ په ۹مه اخیستل شوی په کندوز ښار کې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې یو ویجاړ شوی کور لیدل کیږي. [عکس قدرت الله افغان اخیستی دی]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۹مه اخیستل شوی په کندوز ښار کې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې یو ویجاړ شوی کور لیدل کیږي. [عکس قدرت الله افغان اخیستی دی]

هغه وویل، طالبانو د کندوز ښار په عنایت کنډک، سپین پله، د ترکمنانو مېنه، دو بلوله، سه درک او نورو برخو کې د ملکي خلکو له کورونو څخه د سنګرونو په توګه استفاده کړې ده.

د کندوز د صنایعو او سوداګرۍ ریاست رییس غلام علي عیدي زاده وویل، طالبانو د زمري په ۱ د امنیتي ځواکونو پر ضد د یوه یرغل په ترڅ کې د کندوز ښار په چله مزار سیمه کې د اوړو تر ټولو لویه فابریکه وسوځوله.

عیدي زاده وویل،‌ دغې ویجاړتیا د فابریکې مالک ته له ۱ میلیون ډالرو څخه ډېر زیان ور واړاوه.

هغه وویل، «طالبانو د طیب زاده په نامه د اوړو د تولید د یوې فابریکې، چې یوه خصوصي سوداګر ۱۰ کاله مخکې جوړه کړې وه، ټول ماشینونه وسوځول.»

هغه زیاته کړه، «د فابریکې په سلګونو کارکوونکیو د ودانۍ د له منځه تللو او د هغې د ټولو ماشینونو او تخنیکي تجهیزاتو د سوځېدلو له امله خپلې دندې او عواید له لاسه ورکړل.»

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، طالبانو د یوه میاشتني اوږده جنګ په ترڅ کې د کندوز خلکو ته درانه مالي زیانونه ور ورسول او یو شمېر عامه تاسیسات یې ویجاړ کړې.

هغه وویل، د ګل تېپې ولسوالۍ اداري وداني، څو پلونه او په لسګونو د استوګنې کورونه او د کندوز ښار په لمنو کې خصوصي دوکانونه د هغو اسانتیاوو او شتمنیو په ډله کې دي چې طالبانو له منځه وېوړل.

د طالبانو ویجاړتیاوې

د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې خلکو وویل چې طالبانو د خلکو کورونه ویجاړ کړل.

د یادې ولسوالۍ د تزاریغ کلي یوه اوسېدونکي محمد نظر قولي وویل چې د هغه د کلي د ۲۰۰ کورونو له جملې څخه ډېر د طالبانو د تاوتریخوالي په نتیجه کې ویجاړ شول.‌

هغه وویل، «طالبانو د ماینونو په اېښودلو سره زما کور ویجاړ کړ.»

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شېرعلي حیدري وویل، «په هر کلي کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې کورونه ویجاړ شوي دي. طالبانو په دېوالونو کې سوري ویستي وو او له دې ځای څخه یې د حکومت پر ضد جنګیدل.»

ځایي چارواکو وویل، د چنګاښ په ۲۳مه د کلدار ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته، طالبانو د حکومتي ودانیو ټول اداري تجهیزات ولوټل او د ولسوالۍ ټول اسناد او ریکارډونه یې ویجاړ کړل.‌

د کلدار ولسوال محمد یوسف غلام زاده وویل، «هغوی نه د ولسوالۍ په ودانۍ کې نه په امنیه قوماندانۍ او نه هم د ملي امنیت په مدیریت کې څه روغ پرېښي دي. نه مېز پاتې دی نه چوکۍ، کوچ، توشکه او نه حتی یوه پیاله پاتې ده.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د زمري په ۴مه کلدار ولسوالۍ له طالبانو څخه ازاده کړه.

هغه وویل، «کله چې امنیتي ځواکونو ولسوالۍ بېرته ونیوله، موږ ټولو د ولسوالۍ تاسیسات په ګډه وکتل.»

غلام زاده وویل، «له بده مرغه چې له ویجاړتیا پرته نور هېڅ نه وو

د بلخ امنیه قوماندان سمونوال فضل الدین نجم زاده وویل، په کلدار ولسوالۍ کې د تلاشۍ او تصفیې د عملیاتو په ترڅ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ۲۰ څخه ډېر طالب اورپکي ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل، «د کشفي ټیمونو له خوا ترلاسه شوي معلومات ښیي چې په کلدار ولسوالۍ کې چیچنایان، قزاقان او د نورو هېوادونو وګړي موجود وو چې د ځینو جسدونه د جنګ په ډګر کې پاتې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500