امنیت

په قلعه نو باندې د طالبانو په یرغل کې ښار وران او دوکانونه ولوټل شول

د عمر راپور

کتونکي او چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو وروسته له هغه چې طالب اورپکو د ملکي خلکو ملکیتونه ولوټل او کورونه او دوکانونه وسوځول، هغوی له قلعه نور ښار څخه پسې واخیستل او واېستل. [عبدالرزاق صدیقي/سلام ټایمز]

بادغیس -- ځایي چارواکي او بې ځایه شوي اوسېدونکي وایي، د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار د نیولو لپاره د طالبانو اته ورځني اوږده یرغل یواځې ورانې او ویجاړې تر شا پرېښودلې.‌

د بادغیس والي حسام الدین شمس د چنګاښ په ۲۷مه وویل، طالبانو د چنګاښ له ۱۶مې څخه په دغه ښار باندې پنځه غټ او له لسو څخه ډېر کوچني بریدونه ترسره کړل.

هغه د دې ټکي په زیاتولو سره چې طالبانو په ښار باندې د برید په ترڅ کې له هاوانونو او غټو توپونو څخه استفاده کوله، وویل، «په سلګونو کورونه، دوکانونه، روغتونونه او ان جوماتونه ویجاړ کړای شول.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو کورونه لوټلي او د قلعه نو بازار څه برخې یې ویجاړې کړي دي.»

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲۷مه خپور شوی هغه ویجاړتیاوې لیدل کیږي چې د اورپکې ډلې له خوا د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د لسګونو دوکانونو له لوټلو او سوځولو څخه رامنځته شوي دي. [عبدالرزاق صدیقي/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲۷مه خپور شوی هغه ویجاړتیاوې لیدل کیږي چې د اورپکې ډلې له خوا د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د لسګونو دوکانونو له لوټلو او سوځولو څخه رامنځته شوي دي. [عبدالرزاق صدیقي/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۷مه خپور شوی، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ وروسته تر هغه لیدل کیږي چې د طالبانو د تاوتریخوالي په نتیجه کې مجبورې شوې ترڅو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپل کورونه پرېږدي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۷مه خپور شوی، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ وروسته تر هغه لیدل کیږي چې د طالبانو د تاوتریخوالي په نتیجه کې مجبورې شوې ترڅو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپل کورونه پرېږدي. [عمر/سلام ټایمز]

په ښار باندې په ولکې ټینګولو کې له ناکامۍ څخه وروسته، طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په یوه غیر مشروط اوربند باندې توافق وکړ او د چنګاښ په ۲۴مه له قلعه نو څخه بېرته په شا شول.

شمس وویل،‌ په نښتو کې تر ۲۵۰ پورې اورپکي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د بادغیس ولایت د عامې روغتیا ریاست په وینا، د اته ورځني جنګ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ ملکي کسان ووژل شول او له ۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

طالبان ژوند له منځه وړي

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالبصیر عثماني وویل، طالبانو په قلعه نو ښار باندې په خپل برید کې د ځایي خلکو ژوند خراب کړ.

هغه وویل، طالبان یوه ترهګره ډله ده او هدف یې دا دی چې د خلکو تر منځ وېره او ترهه خپره کړي، او زیاته یې کړه چې یاغیانو ځینې ملکي کسان د شپې له کورونو څخه په زور را واېستل او ویې وژل.‌

عثماني وویل،‌ که افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو طالبانو ته ماتې نه وای ورکړې او هغوی یې له قلعه نو څخه نه وای اېستلي، هغوی به لا نور وحشیانه جنایتونه ترسره کړي وای.

اوسېدونکي وایي، قلعه نو ته د طالبانو د ننوتلو د لنډ وخت په ترڅ کې هغوی دوکانونه، دفترونه او د ملکي خلکو کورونه ولوټل.

په قلعه نو کې د نوید صحت خصوصي روغتون رییس اختر محمد احمدي وویل، طالبانو د روغتونونو ډېر وسایل ولوټل او نورو برخو ته یې چاودنې ورکړې.‌

هغه وویل، «دغه پنځه منزله روغتون ته غټ زیانونه ور اوښتي دي،» او زیاته یې کړه چې که څه هم چې په روغتون کې د ملکي خلکو درملنه کېدله، لاکن طالبانو ونیو او له هغه څخه یې د څو ورځو په مخه د یوه بېس په توګه کار واخیست.‌

احمدي وویل، طالبانو د سي ټي سکن او اېکسری ماشینونو او لابراتوار په ګډون د روغتون مهم وسایل ویجاړ کړل.

هغه وویل، دغه راز اورپکو ځینې طبي تجهیزات له ځانونو سره وېوړل.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال اقا ارباب وویل، طالبانو د هغه له دفتر څخه په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو لپاره کار اخیست.

هغه وویل، طالبانو د کمپیوټرونو او یوه پروجېکټر په ګډون د ۳۰۰۰۰۰ افغانیو (۳۷۰۰ ډالرو) په ارزښت د دفتر وسایل لوټ کړل.

هغه زیاته کړه، دغه راز اورپکو له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې دوکانونه، چې اکثرو یې موبایل تلفونونه، سره یا سپین زر پلورل، ولوټل او له دې امله هیڅوک هم مسؤل ونه نیول شو.

کورنۍ بې ځایه شوې

په قلعه نو باندې د طالبانو د برید په ترڅ کې له ۲۰ زرو څخه ډېرې کورنۍ مجبورې شوې چې ګاونډیو ولایتونو او په ځانګړې توګه هرات ته کډه شي.‌

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیګ وویل، طالبانو د قلعه نو ډېر اوسېدونکي مجبور کړل چې خپل کورونه پرېږدي او هغوی ترې د نظامي بېسونو په توګه کار واخلي.‌

هغه وویل، ډېرې کورنۍ له قلعه نو څخه تش لاس ووتلې او اوس هغوی له سختو حالاتو سره مخامخ دي.

هغه وویل، «له قلعه نو څخه د ملکي خلکو له تېښتې وروسته، طالبانو د هغوی کورونه او دوکانونه ولوټل،» او زیاته یې کړه چې ښایي څو میاشتې وخت ونیسي چې اوسېدونکي راستانه شي او خپل عادي ژوند بیا پیل کړي.‌

د قلعه نو یوه دوکاندار جلیل احمد واحدي وویل، په قلعه نو ښار د طالبانو د یرغل په سختېدلو سره، ډېر ملکي خلک د وژل کېدلو له وېرې وتښتېدل، او کله چې راستانه شول، ویې لیدل چې طالب جنګیالیو یې شتمنۍ لوټلي دي.‌

هغه وویل، «د طالبانو د وروستیو بریدونو په ترڅ کې، زموږ دوکان اور واخیست او زموږ له یو میلیون افغانیو (۱۳۰۰۰ ډالرو) څخه ډېره شتمني وسوځېدله.»

عبدالله وویل، هغه او کورنۍ یې له بالامرغاب ولسوالۍ څخه وتښتېدل او په قلعه نو ښار کې یې پناه واخیستله خو هلته بیا مجبور شول چې هرات ښار ته وتښتي.

هغه وویل، «له هرې خوا نه زموږ په کورونو باندې د هاوان ګولۍ لګېدلې،» او زیاته یې کړه چې طالبان د هغوی کورونو ته ورننوتل او مجبور یې کړل چې سمدلاسه وځي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي سید محمد مشواڼي چې هغه هم هرات ښار ته بې ځایه شوی وو، وویل چې هغه او کورنۍ یې د هغوی په کور باندې د طالبانو له برید څخه وروسته په تېښته مجبور شول.

هغه وویل، «طالبانو په هیچا باندې رحم نه کاوه، راکټونه یې تړغول او کورونه او دوکانونه یې سوځول،» او زیاته یې کړه چې طالبانو بې ګناه ملکي خلک له ډېر سخت حالت سره مخامخ کړي وو.

مشواڼي وویل، «موږ ته هېڅ شی نه دي راپاتې. زه نه پوهېږم چې په څه ژوند وکړم، او څه وخورم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان باندې هیچا هم رحم ونه کړ. نه پرې کمونستانو رحم وکړ، خلک یې نورو هیوادونو ته په کډه کولو مجبور کړل او کلي یې په روسي طیارو ویجاړ کړل، نه پرې د پاکستان له خوا جوړو شویو تنظیمونو رحم وکړ، کابل ښار یې لوټې لوټې کړ او افغانان یې څه ووژل او څه یې کډه کولو ته مجبور کړل، نه پرې طالبانو رحم وکړ چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په اشاره یې افغانان بې عزته کړل او وطن یې وران کړ، نه پرې د شمال ټلوالې داړه مارانو رحم وکړ، او د نړۍ والو میلیاردونه ډالر یې په دې نامه چې دوی د طالبانو پر ضد مقاومت کړی دی ولوټل او نه پرې نړۍ والو رحم وکړ او خلک یې په لوی لاس د حکومت پر ضد مقاومت ته راوهڅول چې یو وخت کرزی وویل چې د بګرام زندان د طالب جوړونې فابریکه ده.‌ الله تعالی دې مونږ ته هدایت او زمونږ د وطن پر حال رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ