اقتصاد

د کندوز سوداګرو په جنګ کې د دوکانونو له ویجاړتیا څخه وروسته د تاوان غوښتنه وکړه

د محمد قاسم او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی، د کندوز له نیولو څخه یوه ورځ وروسته د ښار دوکانونه په ویجاړ حالت کې لیدل کیږي. [له حلیم حلیمي څخه په مننه]

په عکس کې چې د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی، د کندوز له نیولو څخه یوه ورځ وروسته د ښار دوکانونه په ویجاړ حالت کې لیدل کیږي. [له حلیم حلیمي څخه په مننه]

کندوز -- د افغانستان په شمال کندوز ښار کې د دوکانونو مالکان د هغو خرابیو تاوان غواړي چې د زمري په میاشت کې د هغوی دوکانونو او وسایلو ته ور اوښتي دي.

هغوی ادعا کوي چې د زمري د ۱۷مې د جګړې په ترڅ کې په کندوز کې لږ تر لږه ۲۲ دوکانونه سوځېدلي، چې هر دوکاندار ته یې په لسګونو زره ډالر تاوان ور رسولی دی.

عنایت الله کندوزي چې د کندوز څلورلاري سره نږدې د رختونو دوکان لري، سلام ټایمز ته وویل چې هغه په اور کې له ۵۷۰۰۰ ډالرو څخه ډېر توکي له لاسه ورکړل.

هغه وویل، «ما په دې دوکان کې له خپل زوی سره ۱۰ کاله کار وکړ، لاکن ما هر څه په یوه ورځ کې له لاسه ورکړل. موجود حکومت باید د دغه خرابي تاوان پرې کړي.»

ځینې د لباسونو دوکانونه، رخت پلورنځي، بوټ پلورنځي، زرګرۍ او درملتونونه ویجاړ شول.

د یوه درملتون مالک عبدالحسین سیال وویل ټول هغه درمل چې هغه ذخیره کړي وو او ورسره د هغه د ودانۍ په دویم پوړ کې د یوه ډاکتر په کتنځي کې ایښي طبي وسایل وسوځېدل.

هغه وویل، «ما شاوخوا ۷.۵ میلیونه افغانۍ (۸۸۰۰۰ ډالر) تاوان وکړ.

هغه زیاته کړه، «د دې تر څنګ، ۲۱ نور دوکانونه هم وسوځېدل،» او د طالبانو حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې دا مسئله تعقیب کړي او دوکاندارانو ته تاوان ورکړي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي احمد عذیر عزیزي وویل، د طالبانو له خوا د ولایتي مرکز له نیولو راهیسې ورځ تر بلې بې کاري زیاتېږي.

هغه وویل، «دوکانداران اکمالات نه لري، او مصرفوونکي پیسې نه لري. دا څه ډول سوله ده؟ دا څه ډول اسلامي نظام دی چې خلک یواځې په یوه میاشت کې له قحطۍ سره په مخامخ کیدو دي؟»

هغه وویل، افغانان داسې سوله غواړي چې اقتصادي ښېرازي یې پیاوړې کړي او هغوی ته کاري فرصتونه برابر کړي.

خلک نه پوهېږي چې څه وکړي

د کندوز ښار اوسېدونکي زرغون سلیمي وویل، په سلګونو خلک هره ورځ‌ د ښار په عمومي څلورلاري کې د کار لپاره انتظار باسي. عین حالات د هرات په ګډون په نورو ځایونو کې هم لیدل کیږي.

هغه وویل، «پخوا که څه هم چې ناامني وه، لاکن په دې کچه بې کاري او ګډوډي نه وه. اوس خلک نه پوهېږي چې ځه وکړي او چېرته لاړ شي.»

د کندوز پوهنتون یوه محصل صلاح الدین حقخواه وویل، «زموږ ځوانان هرې خواته لاړل، او سوداګریز شرکتونه او خصوصي سکتور ویجاړ شوي دي.»

د افغانستان د تحصیلي کال په لومړۍ ورځ د هېواد په ډېرو برخو کې پوهنتونونه تقریبا تش وو ځکه استادان او محصلین د طالبانو له نویو سختو مقرراتو سره چې محصلان یې د جنسیت په اساس سره جلا کوي، مخامخ شول.

حقخواه وویل، افغانانو د سولې هیله لرله، خو دغه هیلې د هرې ورځې په تېرېدلو سره په خفګان باندې بدلېږي.

د کندوز اوسېدونکي سید محمود جلیلي وویل، «طالبان باید کاري فرصتونه رامنځته کړي... او هېواد له دې بدمرغه حالت څخه وباسي.»

لږ تر لږه نیم وګړي د شغل له نشتوالي سره مخامخ دي ځکه طالبان نه پوهېږي چې په کاري ځواک کې له ښځو سره څه وړ چلند وکړي.

یوې ښځې چې د پخواني رژیم د مخابراتو وزارت کې یې کار کاوه، ای اېف پي ته وویل، «طالبانو موږ ته ویلي چې په کور پاتې شو.»

هغه وویل، «امنیت شته، خو که خواړه نه وي، ژر به وضعیت بدل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې چې په تېرو شلو کالونو کې پښتنو ته څومره زیانونه رسېدلي بل هېڅ قوم ته نه دي رسېدلي. له یوې خوا د افغانستان حکومت د پښتنو په سیمو باندې بمبارونه کول بلې خواته د نړۍ وال ایتلاف عسکرو پرې بمونه ورول او د طالب او القاعدې په نامه یې عادي افغانان نیول او زندانونو ته یې اچول او بلې خوا ته پاکستان د طالبانو په وسیله د پښتنو په سیمو کې د پلونو، پلچکونو، مکتبونو، روغتونونو په شمول عامه تاسیسات ورانول، چې د دې ټولو زیانونه یوازې او یوازې پښتنو ته رسېدل. د تاجکانو، هزاره ګانو او ازبکانو په سیمو کې هم حکومت پرمختیایی کارونه کول هم نړۍ والو موسساتو پرمختیایي پروژې په کې ترسره کولې او اوس هم له پښتنو سره دغسې د مور او میرې سلوک کیږي. که څوک وایي چې طالبان پښتانه دي له پښتنو سره به ښه چلند وکړي، دا خبره په دوه دلایلو غلطه ده؛ یو خو دا ده چې ټول طالبان پښتانه نه دي بلکې تاجک او ازبک او ان هزاره طالبان هم په کې شته او بلې خواته د تېرو شلو کالونو تجربو ښودلې چې د طالبانو د وجود تر ټول زیان پښتنو ته رسېدلی دی او دا کار بیا هم کیدونکی دی. په عین وخت کې له نړۍ والې ټولنې نه زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره د ارتباطاتو جوړولو دروازې پرانیزي او افغانستان بیا د ۱۳۷۰مو کالونو په څېر په انزوا کې پرې نه ږدي او طالبانو نه مې غوښتنه دا ده چې د حکومت جوړونې په برخه کې د نړۍ والې ټولنې غوښتنې پوره کړي او د پښتنو په سیمو کې پرمختیایي کارونو ترسره کولو ته فرصتونه برابر کړي.

ځواب ورکړئ