اقتصاد

د لرغونو اثارو یو افغان پلورونکی د افغانستان د تېر وخت او راتلونکي ته د هیلو په هکله خبرې کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې د افغانستان د غرفې یو کتونکی د تلې په ۱۴مه یو عکس اخلي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې د افغانستان د غرفې یو کتونکی د تلې په ۱۴مه یو عکس اخلي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

دوبۍ -- د لرغونو اثارو افغان پلورونکي محمد عمر رحیمي خپل ډېر ارزښتناک توکي راوړي ترڅو د دوبۍ په اېکسبو ۲۰۲۰ کې یې نندارې ته وړاندې کړي، او هیله لري چې د خپل جنګ ځپلي هېواد یو جلا انځور وړاندې کړي.

په متحده عرب اماراتو کې د نړۍ والې مېلې په پراخه سیمه کې د خوړو له یوې غرفې سره نږدې د افغانستان په غرفه کې چې د موقعیت لپاره یې نښه هم نه ده لګېدلې، رحیمي له خنجرونو او غالیو څخه نیولې تر زعفرانو او د لاجوردو تر تیاره اسماني رنګه کاڼو پورې ۳۰۰ توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

رحیمي، چې د ۴۰ کالونو څخه ډېرې مودې را په دې خوا په ویانا کې ژوند کوي، دا خپله وظیفه وبلله ترڅو له اېکسپو سره اړیکه ونیسي او غرفه تنظیم کړي ځکه دا خطر رامنځته شوی وو چې د افغانستان غرفه هېڅ پرانستل نشي.

رحیمي چې ۶۳ کاله عمر لري ای اېف پي ته وویل، «د افغانستان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د اېکسپو تنظیموونکیو پرېکړه وکړه ترڅو دا د افغانستان د خلکو لپاره د خلکو په غرفه باندې واړول شي.»

د لرغونو اثارو یوه افغان پلورونکي محمد عمر رحیمي له خنجرونو او غالیو څخه نیولې تر لاجوردو او زعفرانو پورې خپل شاوخوا ۳۰۰ ارزښتناک توکي د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د لرغونو اثارو یوه افغان پلورونکي محمد عمر رحیمي له خنجرونو او غالیو څخه نیولې تر لاجوردو او زعفرانو پورې خپل شاوخوا ۳۰۰ ارزښتناک توکي د دوبۍ په اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

په عکس کې چې د تلې په ۱۴مه اخیستل شوی، د افغانستان غرفه د دوبۍ اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون په ترڅ کې لیدل کیږي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

په عکس کې چې د تلې په ۱۴مه اخیستل شوی، د افغانستان غرفه د دوبۍ اېکسپو ۲۰۲۰ نندارتون په ترڅ کې لیدل کیږي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د اېکسپو ۲۰۲۰ یوه ویاند وویل چې په افغانستان کې د بدلونونو په رڼا کې، نندارتون «د افغان سوداګرو د ټولنې د دې نوښت هرکلی وکړ چې دا غرفه به چلوي او له نړۍ سره به د افغانستان د خلکو کیسې شریکې کړي».‌

د اېکسپو وېب سایټ د افغانستان غرفه «په لرغونو کلتورونو او عصري بریالیتوبونو کې یو سفر» په توګه ستایلې ده.

دغه وېب سایټ وایي، «وګورئ چې په افغانستان کې د نویو صنایعو ظهور څنګه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د افغانانو د ژوند په معیار، ښوونې او روزنې ته لاسرسي او نورو ټولنیزو امتیازاتو باندې مثبت اغېز کړی دی.»

د جګړې او ویجاړتیا له صحنو څخه لیرې، دودیزو جامو، په لاس اوبدل شویو غالیو او لوت ډوله ربابونو د تلې په میاشت کې د پرانستل شوي نندارتون دغه غرفه ښکلې کړې ده.‌

رحیمي وویل، «دا نندارتون د افغانستان لپاره ډېر زیات مهم دی. دلته ډېر زیات افغانان ژوند کوي.»

رحیمي د خپلو دوو زامنو او ورور په مرسته چې ټول په اتریش کې ژوند کوي، په خپل لګښت له خپل شخصي کولیکسیون څخه توکي راوړل.

هغه وویل، «دا زما په وینه کې ګډه ده، دا زما مسلک ده. موږ شپه او ورځ کار وکړ، په ورځ کې ۲۰ ساعته کار مو وکړ او په ۷۲ ساعتونو کې مو دا کار بشپړ کړ.»

د افغانستان غرفه د دوبۍ له خوا د تلې په ۹مه د شپږ میاشتني نندارتون له پرانستل کېدلو څخه شاوخوا یوه اونۍ وروسته پرانستل شوه. دغه نندارتون د کرونا وایرس وبا د خپرېدا له امله نږدې یو کال ځنډېدلی وو.

په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ وویل چې په اماراتو کې شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ افغانان اوسېږي چې ډېر یې ښې سوداګرۍ پرمخ بیایي، په داسې حال کې چې نور بیا په دوکانونو، رسټورانټونو او تعمیراتي برخو کې کار کوي.

موږ سوله غواړو

رحيمي وویل، په نندارتون کې یې د دې لپاره برخه واخیستله ترڅو خلکو ته خپل پلرنی هېواد ورمعرفي کړي او دا ور وښیي چې هیواد یې ډیر څه وړاندې کولی شي.

رحیمي وویل، «په دې توګه د افغانستان نوم نه هېرېږي او خلک زموږ کلتور او حاصلخېزه ځمکه ویني. موږ سوله غواړو... او مونږ د افغانستان راتلونکي ته هیله لرو.»

فواز الشمري، چې هلته نږدې د سعودي عربستان د غرفې له لیدلو څخه وروسته یې په تصادفي توګه د افغانستان غرفه لیدلې، وویل چې د افغانستان د کلتور په هکله د ډېرو معلوماتو په ترلاسه کولو سره یې فکر روښانه شو.‌

دغه سعودي وګړي وویل، «دا یو فرصت دی ترڅو ولیدل شي چې هغوی څه وړاندې کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ له ښاغلي رحیمي څخه د زړه له تله مننه کوو چې د افغانستان نوم یې روښانه ساتلی او د افغانستان تاریخي اثار یې له خپل وس سره سم نندارې ته وړاندې کړي دي. کاش چې په افغانستان کې جنګ نه وای او زمونږ هیواد هم په غټه سویه په دغه نندارتون کې برخه اخیستې وای او خپل پخواني اثار او اوسني تجارتي امکانات یې نندارې ته وړاندې کړي وای. تل دې وي افغانستان

ځواب ورکړئ