تروريزم

په ۲۰۲۱ کې د داعش بریدونه کم شوي خو د الازهر مرکز د دغې ډلې له خوا د ډرون د ستراتيژۍ په اړه خبرداری ورکوي

د ولید ابوالخیر راپور

یو سړی د غوايي په ۴مه د عراق په جنوبي ذي قار ولایت کې د ناصریې ښار سره نږدې د لمرخاته پر وخت یوه بې پیلوټه الوتکه الوزوي. [اسد نیازي/ای اېف پي]

یو سړی د غوايي په ۴مه د عراق په جنوبي ذي قار ولایت کې د ناصریې ښار سره نږدې د لمرخاته پر وخت یوه بې پیلوټه الوتکه الوزوي. [اسد نیازي/ای اېف پي]

قاهره -- په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په عراق، سوریه او مصر کې د هغو بریدونو شمېر، چې داعش یې د ترسره کولو ادعا کوي، کم شوی دی، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغې ډلې ناوړه ارادې په خپل حال دي او اوس هم یو ګواښ ده.

د افراطیت پر ضد د مبارزې لپاره د مصر د الازهر د څارنې مرکز وایي، داعش د نویو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د بې پیلوټه هوایي عرادو په ګډون چې معمولا د «ډرون» په نامه یادېږي، له ټکنالوجیکو پرمختګونو څخه ناوړه استفاده کوي.

د منځني ختیځ د چارو یوه پوه کول بونزېل په ۲۰۲۱ کې د داعش د حالت په هکله د وېلسن مرکز د لیندۍ په ۱۹مه په یوه راپور کې وویل، «په ۲۰۲۱ کې د بریدونو شمېر او تلفات څه ناڅه کم شوي، خو دومره نه چې وضعیت ته مثبت تغیر ورکړي.»

په راپور کې راغلي چې، په عراق کې دغې ډلې په سږ میلادي کال کې په میاشت کې د ۸۷ بریدونو او ۱۴۹ تلفاتو ادعا کړې چې دا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په اوسط ډول د میاشتې له ۱۱۰ بریدونو او ۲۰۷ تلفاتو څخه کموالی په ګوته کوي.

یو اروپایي پلاوی په قاهره کې د الازهر د څارنې مرکز څخه لیدنه کوي ترڅو د افراطیت پر ضد د دغه مرکز د هڅو په هکله معلومات ترلاسه کړي. [د افراطیت پر ضد د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

یو اروپایي پلاوی په قاهره کې د الازهر د څارنې مرکز څخه لیدنه کوي ترڅو د افراطیت پر ضد د دغه مرکز د هڅو په هکله معلومات ترلاسه کړي. [د افراطیت پر ضد د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د یادې ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې په اروپا کې د بریدونو لپاره له ابتدایي میتودونو څخه په استفادې سره د چاودېدونکو توکو چمتو کول تشریح کوي. [د افراطیت پر ضد د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

د داعش له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د یادې ډلې یو غړی په داسې حال کې ښیي چې په اروپا کې د بریدونو لپاره له ابتدایي میتودونو څخه په استفادې سره د چاودېدونکو توکو چمتو کول تشریح کوي. [د افراطیت پر ضد د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

راپور وایي، «دغه کمی څه ناڅه هڅوونکی دی، خو دا اوس هم د ډېرو پېښېدونکیو بریدونو یو لوړ شمېر دی.»

ځینې بریدونه د نورو په نسبت ډېر پېچلي او مرګوني وو، لکه د چنګاښ د ۲۸مې ځانمرګی برید چې له لوی اختر څخه مخکې په بغداد کې په یوه ګڼ بازار کې وشو او لږ تر لږه ۳۶ کسان یې ووژل.

د وېلسن مرکز د راپور په اساس،‌ په سوریه کې سږکال تر اوسه داعش په اوسط ډول د میاشتې د ۳۱ بریدونو او ۷۴ کسانو د وژلو ادعا کړې چې په ۲۰۲۰ کې د میاشتې له ۴۵ بریدونو او ۹۵ تلفاتو څخه کم شوي دي.‌

په مصر کې چې د داعش اړوند انصار بیت المقدس ډله په سنایي ټاپو وزمه کې فعاله ده، په ۲۰۲۱ کې تر اوسه پورې دغې ډلې په اوسط ډول په میاشت کې د ۹ بریدونو او ۱۷ تلفاتو مسؤلیت پر غاړه اخیستی چې په ۲۰۲۰ کې له ۱۶ بریدونو او ۴۰ تلفاتو څخه کموالی په ګوته کوي.

په افغانستان کې، داعش اوس هم قوي حضور لري او په ۲۰۲۱ کې یې یو شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړل، او د متحده ایالاتو پوځ خبرداری ورکړی چې دغه ډله په دې هېواد کې په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

د ډرون ستراتيژي

د الازهر د څارنې مرکز د لیندۍ په ۸مه خبرداری ورکړ چې داعش له ټکنالوجیکو پرمختګونو څخه په ناوړه استفادې سره ترهګریز بریدونه ترسره کوي او نوي کسان استخداموي.‌

دغه د څارنې مرکز د افراطي ډلو له خوا خپاره شوي راپورونه څاري، ترجمه کوي او تحلیلوي، او د هغو تحقیقاتي مرکزونو راپورونه څاري چې افراطيت څېړي.

د څارنې مرکز وویل، د داعش د نویو وسایلو په ډله کې تر ټولو مخکې د بریدونو په پلانولو او ترسره کولو کې له ډرون الوتکو څخه استفاده ده.

دغه مرکز وویل، «دا ضروري ده چې د ډرون د جوړولو په برخه کې ټکنالوجیک پرمختګونه له نږدې څخه وڅارل شي او ولیدل شي چې څنګه د دغو ډلو لاس ته رسیږي.»

د څارنې مرکز وویل، دا هم ضروري ده چې د امنیتي عملیاتو او د پوهاوي کمپاینونو له لارې په ترهګرو ګروپونو باندې فشار اچولو ته دوام ورکړای شي، ترڅو احتمالي قربانیان د هغوی له خوا د استخدام په غولوونکیو دامونو کې و نه لویږي.

د الازهر پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد شیخ عبدالطاهر شحاته وویل، دغه بیانیه «د الازهر پوهنتون د هغې لېوالتیا برخه ده چې غواړي د ترهګرو او افراطي ډلو، په ځانګړې توګه داعش په هکله خبرتیا خپره کړي.»

هغه وویل، د داعش ګواښ «اوس هم شته. له بده مرغه چې دغه ډله اوس هم پلویان لري چې ایډیالوژي او ذهنونه یې زهري شوي او ښایي چې د یادې ډلې په ګټه ترهګریز بریدونه ترسره کړي.»

په یواځې سر بریدونه

د ستراتیژۍ شنونکي او د ترهګرو ډلو متخصص یحی محمد علي وویل،‌«د داعش پر ضد جګړه تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.»

هغه وویل، «له داعش سره په عراق او سوریه کې مبارزه کیدی شي اوس د پخوانیو جګړو په پرتله لا ډیره ستونزمنه وي، ځکه چې دغه ډله نور مشخص مرکزونه نه لري او اوس په بشپړ ډول په هغو بریدونو باندې متکي دی چې د انفرادي افرادو په ذریعه په یواځې سر ترسره کېږي.»

علي یادونه وکړه چې، ښایي د بریدونو ډول په هره سیمه کې توپیر ولري.‌

په سوریه، عراق او ځینو افریقایي هېوادونو کې ښایي دغه ډله هغه ډرونونه چې د سوداګریزو معاملو لپاره کارول کیږي په وسلو سمبال کړي یا په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو څخه استفاده وکړي‌.

هغه وویل، ښایي چې بریدونه د کوچنیو ډلو یا د دوه کسیزو یا درې کسیزو ګروپونو له خوا ترسره کړای شي.

هغه وویل، اوسمهال د داعش د نوې ستراتيژۍ پر ضد د مقابلې لپاره استخباراتي کار مهم وي، او زیاته یې کړه چې د دې ترڅنګ باید د پوهاوي زیاتولو هڅې هم ملې وي څو عام خلک دې ته وهڅوي چې د هر ډول مشکوکو فعالیتونو په هکله امنیتي مقاماتو ته خبر ورکړي.

پوهاوی خپرول

د الازهر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پروفیسرعبدالنبي بکر وویل، داعش په دې پوه شوی چې «د جګړې په ډګر کې د پوځي بریاو د ترلاسه کولو وړتیا نه لري، له دې امله بریدونه به یې محدود خو متمرکز وي.»

هغه وویل، د راتلونکیو بریدونو په تر سره کولو سره به دغه ډله هڅه وکړي چې وېره خپره او امنیت خراب کړي ترڅو بې ثباتي، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ، اروپا او ځینو افریقایي هېوادونو کې، رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه، له دې امله، «دا مهمه ده چې د الازهر بنسټونه، په ځانګړې توګه ځکه چې د ترهګرۍ پر ضد نړۍ واله جګړه کې اوږه پر اوږه پرمخ روان دی، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کار ته دوام ورکړي.»

هغه وویل، «الازهر په مصر او نړۍ کې یوه ممتازه موسسه ده، او څه چې دا خپروي ... خلک یې په پراخه کچه مني او قبلوي.»

بکر وویل،‌ د هغې ایډیالوژیکې جګړې چې الازهر یې په خپلو ټولو امکاناتو او وړتیاوو سره د افراطي نظریاتو پر ضد ترسره کوي او د هغو فتواګانو چې دغه موسسه یې ورکوي، ګټې په پيلېدلو دي.

هغه وویل، دغو مسایلو ته په پام سره، الازهر «د دغو ډلو، او په ځانګړې توګه د داعش پر ضد پوهاوی زیاتوي او د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد د مصر، سیمې او نړۍ له هڅو سره اوږه پر اوږه پر مخ ځي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چي په سیمه کې د تروریزم اصلي منشاګانې پاکستان او ایران دي. په ځانګړې توګه پاکستان د ترهګرو ډلو باني او مربي دی چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان او هندوستان کې ترې د خپل ستراتيژیک عمق ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. دغه راز، پاکستان له نورې نړۍ نه هم د ترورستو ډلو په استعمالولو سره باج اخلي. څو چې نړۍ وال قوتونه په پاکستان باندې د ایران په څېر اقتصادي بندیزونه ونه لګوي د ترهګرو تربیه او تسلیح او تمویل به همداسې روان وي او د نړۍ بې ګناه خلک به په کې وژل کیږي.

ځواب ورکړئ