ځوانان

په سرپل کې په لسګونو یتیمان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي

د محمد قاسم راپور

یو شمېر یتیمان د ۱۴۰۱ کال د غوایي په ۱۱مه په سرپل ښار کې له ځایي چارواکو سره د یوه عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د کندوز د ښځو چارو ریاست]

یو شمېر یتیمان د ۱۴۰۱ کال د غوایي په ۱۱مه په سرپل ښار کې له ځایي چارواکو سره د یوه عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د کندوز د ښځو چارو ریاست]

کندوز -- نهه میاشتې مخکې، د بودجه د نشتوالي له امله په سرپل ښار کې د ولایتي دارالایتام بندېدلو تر ۶۰ پورې ماشومان دې ته اړ کړي ترڅو د خپلو خپلوانو کره واوسي، په داسې حال کې چې هغوی پخپله له اقتصادي ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

دغه ماشومان او د هغوی خپلوان وایي هغوی غواړي چې په دارالایتام کې پخواني خدمتونه برته پيل شي ترڅو ماشومان وکولی شي چې مناسبه پاملرنه ترلاسه کړي.

د سرپل ښار یوه اوسېدونکي امام علي چې ۶۷ کاله عمر لري، وویل، هغه نشي کولی چې خپلو درې لمسیانو ته خواړه برابر کړي. پخوا هغوی ټول په دارالایتام کې اوسېدل.‌

هغه وویل، «زما دوه زامن ... یو یې پولیس افسر او بل یې عسکر وو. له بده مرغه چې هغوی دواړه شهیدان شول، او اوس زه نشم کولی چې د هغوی د ماشومانو مالي حمایت وکړم.»

علي وویل، «زما له وژل شوي زوی څخه یو ۱۲ کلن لمسی راته پاتې دی، د هغه مېرمنې له بل سړي سره واده وکړ او خپل زوی یې زما پاملرنې ته پرېښود. دې ته ورته، زما له بل شهید شوي زوی څخه دوه ماشومان راپاتې دي. زه دومره پیسې نشم ترلاسه کولی چې هغوی ته پرې خواړه برابر کړم.»

هغه وویل، د هغه زامن په ۱۳۹۷ کې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د جنګ په ترڅ کې مړه شول، او وروسته د هغوی ماشومان په دارالایتام کې شامل کړای شول.

هغه وویل، «زه له حکومت څخه غواړم چې دارالایتام بیا پرانیزي ترڅو زما په څېر خلک وکولی شي چې خپل یتیم شوي ماشومان د ښې پاملرنې او ساتنې لپاره بېرته هلته ولېږي.»

سیف الرحمان چې ۱۰ کاله عمر لري هم غواړي چې دارالایتام ته ورستون شي.‌

هغه وویل، «زما پلار ۸ کاله مخکې نامعلومو خلکو وواژه، او مور مې له یوه بل سړي سره واده وکړ. له دې امله، زما نیکه زه په دارالایتام کې شامل کړم.»

سیف الرحمان وویل، «په دارالایتام کې خدمتونه او اسانتیاوې ښه ول،» او یادونه یې وکړه چې هلته ماشومانو زده کړو او کافي اندازه خوړو ته لاسرسی درلود.

هغه وویل، «خو له تېرو څو میاشتو راهیسې مې زه له بابا سره اوسیږم او اندیښمن یم چې څنګه به ژوندی پاتې شم او له هغو امتیازاتو څخه پرته به زما راتلونکی څنګه شي.»

هغه وویل چې د هغه نیکه ډېر زیات زوړ او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

محمد الیاس چې ۱۱ کاله عمر لري هم له ورته حالت سره مخامخ دی.‌

هغه وویل، «کله چې هغوی موږ له دارالایتام څخه و اېستلو، زه مجبور شوم چې د خپل تره کور ته لاړ شم. زه کافي اندازه خواړه نه لرم، او نه صحیح کالي لرم، او زما تره ډېر غریب سړی دی. هغه چې څه ګټي، ایله د خپلو بچیانو لګښت پرې پوره کړي.»

د ماشومانو راتلونکی معلوم نه دی

چارواکي وایي هغوی بودجه برابروي څو وکولی شي چې ماشومان بېرته دارالایتام ته راولي.‌

د سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد مبشر وویل، «په دارالایتام کې شاوخوا ۶۰ ماشومانو ژوند کاوه خو اوس هغوی له خپلوانو سره اوسېږي.»

هغه وویل، «موږ له سیف دي چایلډرن،‌ د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) او د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) سره چې یوه فرانسوۍ غیرحکومتي موسسه ده،‌ په تماس کې یو ترڅو له موږ سره مرسته وکړي چې دغه ماشومان دارالایتام ته بېرته راولو.»

هغه وویل، «موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او هر کله چې یادې موسسې له موږ سره مرسته پیل کړي، موږ به هغه ماشومان بېرته دارالایتام ته راولو.»

مبشر وویل، د دارالایتام کارکوونکي خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه ترسره کوي او که ماشومان بېرته راستانه شي هغوی به دا ډاډمنه کړي چې ښه پاملرنه برابره کړي.‌

د سرپل یوه اوسېدونکي صبغت الله محمودي وویل، د دارالایتام اکثر اوسېدونکي د وژل شویو امنیتي منسوبینو بچیان دي.

هغه وویل، «د راپورونو له مخې، په څو ولایتونو کې ډېر دارالایتامونه چې د وژل شویو امنیتي منسوبینو د بچیانو سرپرستي په کې کېدله بند شوي، او د هغوی راتلونکی نامعلوم دی.»

محمودي وویل، «ماشومان په ځانګړې توګه هغه وخت چې هغوی میندې او پلرونه نه لري، شفقت او همدردۍ ته اړتیا لري. په داسې حالاتو کې، د هغوی یواځینۍ هیله دا وي چې چارواکي هغوی ته ډېره ښه پاملرنه وکړي او له ماشومانو سره تر هغه مرسته وکړي چې هغوی لوی شي او په دې پوه شي چې خپل ژوند څنګه جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په ریښتیا خیریه بنسټونه افغان ماشومان په روحي ډول نه شکنجه کوي، نو هغه مصارف چې دوی یې په دارالیتام کې پرې کوي هماغه دې د ماشومانو خپلوانو ته ورکړي چې منظمه پالنه یې وکړي او له هر ډول خطر څخه په امن کې وي. زما د معلوماتې له مخې (ټول نه، استنا په کې شته) ماشومانو باندې په داسې ځایونو کې جنسي تېری کېږي. ځورول کېږي. غیر له دې چې خپل خپلوان وویني رالوییږي او بله ورځ بیا چې همدا ماشومان رالوی شي د جګړو لیکو ته جذبېږي. ټولنه ترې په هر لحاظ متظرره کېږي. په مجموع کې دغه روزنتونونه هېڅ ډول ګټه نه لري. دا چې پلار یې نه وي، د کورنۍ بل غړي یا هم نژدې خپلوانو سره دې ورته مرسته وشي چې رالوی یې کړي او پالنه یې هملته وشي چې ټولنې ته ترې درد سر جوړ نه شي.

ځواب ورکړئ

شخصاٌ زه د روزنتونونو د کار د دوام سره موافق نه یم. روزنتونونه که څه هم کولای شي د یو محدود وخت لپاره ماشومانو ته خواړه، د اوسېدو ځای او درسي امکانات برابر کړي خو په ټوله کې ماشومان له ټولنې لرې ساتي او هغوی د محرومیت د احساس سره لوییږي. د یتمو ماشومانو د ستونزو د حل لپاره ښه داده چې دولت دې د روزنتونو ټوله بودجه حساب کړي او وروسته دې د نړیوالو مؤسسو او خیریه بنسټونو په مرسته ماشومانو ته د هغوی د تر ټولو نژدې خپلوانو سره د اوسېدو زمینه برابره او هغوی ته دې د یتیمو ماشومانو د ساتنې په خاطر یوه اندازه ټاکل شوي پیسې ورکړي. په دې سره به له یوې خوا ماشومان په ښه ډول وروزل شي او له بلې خوا به د روزنتونونو له منفي تاثیراتو ماشومان وژغورل شي. خو دا چاره په لومړیو کې شاید ډېرو پیسو او قوي بنسټونو ته اړتیا ولري چې متاسفانه دا مهال یې په افغانستان کې څرک نه لیدل کېږي.

ځواب ورکړئ

په دې اړه تېر کال طلوع نیوز یو خبر خپور کړ، چې د دوی د معلوماتو لپاره به یې له لوستونکو سره شریک کړم: ((چارواکي: له ۶۸ دولتي یتیم خانو څخه یوازې ۹ یې فعال دي په داسې حال کې چې په هیواد کې د یتیمانو شمېر په ډیریدلو دی او په دې هکله اندیښنې زیاتېږي، چارواکي وايي، دا مهال په ټول هېواد کې یوازې نهه دولتي یتیم خانې فعالیت کوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې له ۶۸ دولتي یتیم خانو څخه یوازې نهه دولتي او ۳۶ خصوصي یتیم خانې فعالیت کوي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نشراتو رئیس محمد یونس صدیقي طلوع نیوز ته وویل، «موږ اوس مهال د ۳۶ خصوصي یتیم خانو تر څنګ نهه فعاله دولتي یتیم خانې لرو، هڅه کوو چې د بودیجې په شتون سره نورې یتیم خانې هم فعالې کړو.» یو شمېر کارپوهان د یتیمانو د زیاتې شمېرې په اړه اندېښنه ښيي او له حکومته تمه لري چې دغو ماشومانو ته پاملرنه وکړي. د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود طلوع نیوز ته وویل، «د افغانستان خلک باید سره یو ځای شي، حتی هغه کسان چې کم عاید لري، که موږ له یوې کوڅې څخه دوه سوه افغانۍ راټولې کړو، کولای شو د هغوی لپاره قرطاسیه راوړو او هغوی ته جامې برابرې کړو.» هدایت الله له شپږو کلونو راهیسې د پلازمېنې په یوه یتیم خانه کې اوسېږي. هغه وايي چې شپږ کاله وړاندې يې پلار په يوه پېښه کې له لاسه ورکړ او يو کال وروسته يې ناروغه مور مړه شوه او هغه يوازې پاتې شو. یوه یتیم هدایت الله وویل: «زه له اسلامي امارت څخه هیله کوم چې هغو کسانو ته پاملرنه وکړي چې زما په شان مور او پلار نه لري.‍» په زرګونو ماشومان اوس په کابل او نورو ولایتونو کې په یتیم خانو کې ژوند کوي، خو داسې ښکاري چې د یتیمانو د روزنې او پالنې مرکزونه د اسانتیاوو او منابعو له کمښت سره مخ دي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه، یوازې دا ماشومان نه دي چې په سرپل کې له داسې ناوړه وضعیت سره مخامخ دي، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه یتیمان له ورته حالت سره مخ دي. ډېری دغه ماشومان د طالبانو له خوا د جګړې او ترهګرۍ په پایله کې یتیمان شوي، خو طالبان په هېڅ صورت ځانونه د دغو ماشومانو مسوول نه ګڼي. پلرونو يې د وطن د دفاع په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو له بده مرغه په هېواد کې ملي حکومت نشته او دا بې وزله ماشومان د شفقت او مهربانۍ پر ځای له نامعلوم برخليک سره مخامخ دي. موږ د طالبانو له غیر مسوولانه او غیر قانوني حکومت څخه د څه تمه نشو کولی، خو لږ تر لږه هغه نړیوالې نادولتي موسسې چې د افغان ماشومانو او ښځو په نوم پیسې ترلاسه کوي باید لږ د مسؤلیت احساس وکړي او د دې ماشومانو پالنه وکړي.

ځواب ورکړئ