ديپلوماسي

د بې هدفه روان بالون د جاسوسۍ پېښې په چین کې اختلافات افشا کړل

د رویو او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ۴م یرغلیز تخنیکي واحد موظفین د سلواغې په ۲۱مه په اطلس سمندر کې د لوړې ارتفاع له یوه بالون څخه ترلاسه شوي مواد د لیتل کریک په مشترک مرکز کې فدرالي مامورینو ته د ورلېږلو لپاره چمتو کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ۴م یرغلیز تخنیکي واحد موظفین د سلواغې په ۲۱مه په اطلس سمندر کې د لوړې ارتفاع له یوه بالون څخه ترلاسه شوي مواد د لیتل کریک په مشترک مرکز کې فدرالي مامورینو ته د ورلېږلو لپاره چمتو کوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

بیجینګ -- د جاسوسي بالون هغه پېښه چې د روانې میاشتې په نیمایي کې یې د نړۍ پام ور واړاوه، په ټولنیزو رسنیو کې د چینایانو تر منځ د تمایلاتو واقعي اختلافات راڅرګند کړل او د چین په حکومت کې دننه یې د اندېښنې وړ نورو اختلافاتو په هکله ګومانونه راپورته کړل.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۵مه/ وویل، بیجینګ یو «ښه تمویل شوی قصدي پروګرام» پر مخ بیایي او د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو دپاسه د جاسوسۍ لپاره له داسې بالونونو څخه چې کشفول یې سخت دي، کار اخلي.

د متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ وویل، متحده ایالاتو له یوه مشکوک چینایي اکتشافي بالون څخه چې د سلواغې په ۱۵مه یې وویشت او را وغورځاوه، مهمې حساسې او الیکترونیکي پرزې ترلاسه کړي دي. دغه بالون د شمالي امریکا په سر په هوا کې څو ورځې تېرې کړې چې په لړ کې یې د هستوي وسلو په یو لړ مهمو پټو مرکزونو باندې هم وګرځېد.

بیجینګ له دې څخه انکار کوي چې جاسوسي بالونونه کاروي او وایي چې هغه غټه وسیله چې د متحده ایالاتو په ختیځو سواحلو کې ویشتل شوې ده د هوا د څېړنو لپاره پورته کړای شوې وه، او بله چې د جنوبي امریکا دپاسه لیدل شوې هغه د پیلوټانو د روزنې لپاره پورته کړای شوې وه.

د چاودېدونکیو توکو د شنډولو لپاره د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ۲ ګروپ مؤظفینو د سلواغې په ۱۶مه د جنوبي کارولینا د میرتل ساحل په بندر کې په لوړه ارتفاع کې یو اکتشافي بالون کشف کړ. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د چاودېدونکیو توکو د شنډولو لپاره د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ۲ ګروپ مؤظفینو د سلواغې په ۱۶مه د جنوبي کارولینا د میرتل ساحل په بندر کې په لوړه ارتفاع کې یو اکتشافي بالون کشف کړ. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

په ورته وخت کې، د جاپان د دفاع وزارت سې شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، د هغو ناپېژاندو هوایي وسیلو چې په وروستیو کالونو؛ د ۱۳۹۸ د لړم، د ۱۳۹۹ د غبرګولي او د ۱۴۰۰ د وږي په میاشت کې د جاپان په فضا کې لیدل کېدل، یوه تازه څېړنه «په ټینګه» څرګندوي چې هغه چینایي جاسوسي بالونه وو.

لار ورکی روان بالون

د معمول په څېر، د دې پېښې په هکله د چینایي چارواکو او د دولت تر کنټرول لاندې رسنیو بیانونه چې له بیجینګ څخه راووتل، کاملا یو طرفه ول، او هڅه یې کوله چې له حقیقي مسئلې څخه پام واړوي.

د سې شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په غیرمستند ډول داسې تورونه تکرار کړل چې ویل یې متحده ایالاتو د تېر یوه کال په ترڅ کې د چین فضا ته له ۱۰ څخه ډېر بالونونه رالېږلي دي.

وانګ د هغو پیښو په هکله چې ادعا یې وکړه شواهد وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې د ۱۴۰۱ د غوایي په میاشت کې پیل شوي وو. تر دې مخکې، هغه ژورنالستانو ته ویلي وو چې یرغلونه د ۱۴۰۰ په مرغومي کې پيل شوي ول.

واشنګټن د بیجینګ ادعاوې رد کړي دي.

په یوه بل مثال کې، د ګلوبل ټایمز په نامه ورځپاڼې چې د چین د کمونست ګوند له خوا خپرېږي، پخواني مسؤل مدیر شیجین هو تور ولګاوه چې متحده ایالات د «نشې» په حالت کې ده.

هغه په وایبو باندې ولیکل، «چین له یوې داسې امریکا سره مخامخ دی چې له څښاک پرته مسته ده، خپل داخلي اختلافات تحمل کولی نشي او نړۍ وال سټېج ته یې راباسي.»

په داسې حال کې چې د وایبو ځینو کاروونکيو همدا خبره واخیستله او د چین د حکومت له روایت سره روان شول، لاکن ډېرو بې تفاوتي اختیار کړل او حتی پسخند یې پرې وواهه.

لار ورکی بالون د نړۍ والې پېښې لپاره په یوه مشهور مثال باندې تبدیل شو.

دا اصطلاح نه یواځې په دې معنی ده چې بالون د یوه تصادف له امله له خپل مسیر څخه کوږ شوی، بلکې دغه راز یې موضوع په یو لړ ټوکو باندې بدله کړه.

دا نوم یوه چینایي علمي تخیلي فلم «لار ورکې نړۍ ۲» پورې تړل شوی چې د بکس افیس یو موفق فلم دی او د سلواغې په ۲مه خپور شوی دی.

د انټرنټ ځینو کاروونکیو وروسته له هغه چې ولیدل چې بالون بېرته پیدا شوی دی، په ټوکو وویل، «نو آیا دا د لار ورکې نړۍ ۳ پیل دی؟»

نه ځواب شوې پوښتنې

په وایبو باندې نورو چینایي کاروونکیو په ښکاره وویل چې چین باید د داسې زاړه اکتشافي میتود له لارې یو بل هېواد ونه پاروي.

د انټرنټ یوه کارونکي ولیکل، «آیا دا ضروري ده چې په یوه بل داسې هېواد کې چې د اطلس سمندر ابلې خواته پروت دی د بالونونو په وسیله داسې وپلټل شي؟ په لوړه کچه د وضاحت لرونکیو سټیلایټونو کار په کافي اندازه روښانه دی.»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي ولیکل، «چې هر څنګه وي، د یوه بل هېواد په فضا کې دومره غټ بالون ډاروونکی دی. پرته له دې چې وویشتل شي، تاسو څنګه پوهېږئ چې په منځ کې یې څه دي؟ که په منځ کې یې بم وي، تاسو نه ډارېږئ؟»

د چین د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکیو د دغه بالون د هدف په هکله د رسمي معلوماتو د نشتوالي له امله جدي اندېښنه وښودله.

یوه شخص ولیکل، «دا بالون کومې ادارې پورې تړاو لري؟ د هغه هدف څه دی؟ ښه دا ده چې خبره روښانه وي.»

کله چې خبریالانو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماوو نینګ څخه د وضاحت غوښتنه وکړه، د هغې ځواب ګونګ و او ځان یې تېر کړ.

هغې د سلواغې په ۱۸مه وویل، «چینایي لوري په څو مواردو کې د بې سړي هوایي وسیلې په هکله معلومات ورکړي. دا وخت زه نور څه نه لرم چې زیات یې کړم.»

دغه راز ماوو د وضعیت په هکله وویل، «متحده ایالات باید خپل ناپایه پارونه ودروي؛ که وضعیت انکشاف مومي، چین به له اړتیا سره سم ځوابونه ورکړي.»

دا اصطلاح چې «متحده ایالات باید خپله ناپایه پارونه ودروي» د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا تر ټولو تازه «طلایي جمله» ګرځېدلې چې د وي رسنیو ګڼ شمېر اکاونټونو ښکته او پورته کړې او تبصرې یې پرې کړي دي.

یوه بده غلطي

نور کتونکي ګومان کوي چې د بالون د الوت تګلاره یوه بده غلطي وه، او دا پوښتنه راپورته کوي چې که د چین حکومت له یوه لا ډېر جدي بحران سره مخامخ شي، قضاوت به یې څومره صحیح وي.

د ماساچوسیتس د ټکنالوجۍ انسټیټیوټ د امنیتي څېړنو رییس او د چین د پوځ یوه شنونکي م. ټایلر فراویل وویل، که د چین مشران د بالون د مسیر په هکله پوه وای، ښایي د متحده ایالااتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکین پلان شوې کتنې ته په پام سره چې اوس لغوه شوې ده،‌ هغوی اجازه نه وای ورکړې چې بالون د متحده ایالاتو لوري ته لاړ شي.‌

بلینکن به له پنځو کالونو څخه په ډېر وخت کې لومړنی خارجه وزیر وای چې چین ته به یې سفر کړی وای.

فراویل نیویارک ټایمز ته په یوه ایمیل کې لیکلي، «زه د هغه یونټ د ارادو په هکله چې دغه ماموریت یې ترسره کړی دی یواځې ګومان کولی شم. ښایي چې هغوی به د کشفېدلو پر وخت د کومې سیاسي ناکامۍ په هکله ناخبره ول یا به یې اندېښنه نه لرله، یا دا چې هغوی به غوښتل چې دغه دیپلوماتیک مهالوېش ته له پام پرته اوږده پلانونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه خو نه پوهیږم چې دا چین وطن دی، خر دی، سپی دی، خنځیر دی که څه دی چې نه په خپلو وسلو کنټرول لري نه په خپلو بالونونو باندې کنټرول لري. بلې خواته چې سړی ګوري، ځان د نړۍ زبرځواک بولي. ځان د دیموکراسۍ مخکښ بولي. په عین حال کې له هانګ کانګ سره یو ډول ظلم کوي، له مسلمانانو سره بل ډول ظلم کوي، له تایوان سره بل ډول ظلم کوي. تر ټولو مخکې باید داسې هېواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه واېستل شي ځکه چې له نړۍ والو قوانینو څخه سرغړونه کوي. نه په ځان باندې کنټرول لري او نه نور هیوادونه ارام ژوند ته پرېږدي. خو چین ملامت نه دی. ځکه یو بې بندوبار هیواد دی. یو څوک چې د سپي غوښه خوري، له هغه نه به څوک څنګه د انسانیت تمه وکړي؟!!

ځواب ورکړئ