انرجي

تاوخانې د افغانستان په کليوالو سيمو کې ارزانه تودوخه برابروي

د سلام ټایمز لیکنه

په دې ويډيويي انځور کې چې د میدان وردګو ولايت څخه اخيستل شوی، يوه تاوخانه ليدل کېږي. [طلوع نیوز]

په دې ويډيويي انځور کې چې د میدان وردګو ولايت څخه اخيستل شوی، يوه تاوخانه ليدل کېږي. [طلوع نیوز]

د دې ولايت په کليوالو سيمو کې اوسېدونکي د څو پېړيو پخوانی دود ژوندی ساتلی او تاوخانې جوړوي ترڅو په يو وخت کې څو خونې تودې وساتي.

تاوخانه تر ځمکې لاندې د تودوخې داسې سيستم دی چې د تنور يا ګلخن تودوخه د خونې تر غولي لاندې تېرېږي او د سړې هوا پر مهال کوټې ګرمې ساتي.

دا سيستمونه ارزانه، دوامدار او د افغانستان په سيمه ييزو ټولنو کې ډېر باور پرې کېږي.

د جغتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمان الدين، له طلوع نیوز سره په خبرو کې وويل، «زموږ په سيمه کې تاوخانې ډېرې دود دي او داسې کسان شته چې په جوړولو کې یې خاص مهارت لري.»

هغه زياته کړه، «يوه خونه د اوسېدو لپاره کارېږي. د دې خونې تر غولي لاندې تر شاوخوا ۸۰ سانتي مترو پورې خښتې د کانال په بڼه ايښودل کېږي او د پاسه ورباندې د غره ډبرې هوارېږي. د دې خونې تر شا بله خونه وي چې د آتشخانې په نامه يادېږي، هلته تنور لګول کېږي او له تنور څخه د اور منفذ د اوسېدو خونې ته غځېدلی وي.»

د ډېرو کليوالو کورنيو لپاره تاوخانه يوازې د تودوخې سرچينه نه ده، بلکې د ورځني ژوند مهمه برخه او د ژمي د سختې يخنۍ پر وړاندې يوه اقتصادي حل لاره ده.

د نظام الدين په نوم يو بل ځايي اوسېدونکی وايي، «موږ په تنور کې ډوډۍ پخوو، اوبه تودوو او خونې هم پرې ګرمې ساتو. د تاوخانې غولی تودوخه ښه ساتي. جوماتونو ته بيا عموماً د تنور پر ځای اورځای (ګلخن) جوړوو.»

اقتصادي او مصئونیتي ګټې

کليوال عموماً په خپلو ګلخنونو او تنورونو کې د غره بوټي او لرګي کاروي، چې په يو وخت کې د خوړو پخولو، وچې ډوډۍ پخولو او د خونو د تودولو اسانتيا برابروي.

د جغتو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی ګل حبيب وايي، «موږ د ډبرو سکرو بخارۍ د اخيستلو وس نه لرو. زموږ په غرونو کې بوټي ډېر دي او هماغه بوټي او لرګي کاروو.»

هغه زياتوي، «زموږ خونې تنورونه او تاوخانې لري چې ښه تودوخه ورکوي. کله چې سهار اور بل کړو، هم خواړه او هم وچه ډوډۍ پرې پخوو او خونه ټوله شپه او ورځ په طبيعي ډول ګرمه پاتې کېږي.»

که څه هم په ښارونو کې عصري بخارۍ ډېرې کارېږي، خو کليوالي سيمې لا هم تر ډېره پر تاوخانو تکيه کوي.

ځايي خلک وايي دا سيستمونه نه يوازې ارزانه دي، بلکې د ګاز او ډبرو سکرو له بخاريو څخه چې د خطر امکان پکې زيات وي، خوندي هم دي.

د میدان وردګو ولایت يو بل اوسېدونکی فضل عمر وايي، «د دې سيمې ډېری خلک تاوخانې لري. دا سيستم په ژمي کې ښه تودوخه برابروي، لګښت يې کم دی او د ګاز او ډبرو سکرو د بخاريو په پرتله لږ خطر لري.»

د عصري بديلونو سره سره د دود دوام

سره له دې چې عصري بخارۍ او برېښنايي سيستمونه شته، خو د میدان وردګو کليوالې کورنۍ لا هم تاوخانې جوړوي او کاروي.

دا دود ځکه ژوندی پاتې دی چې عملي ګټه، خونديتوب او ارزاني په يوه سيستم کې سره يو ځای کوي او په ورته وخت کې د تودوخې، پخلي او ګرمو اوبو اسانتيا برابروي.

په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې برېښنا او ګاز نشته، خلک د ژمي پر مهال د دې سيستم پر باور او اغېزمنتيا تکيه کوي.

د ډېرو خلکو لپاره تاوخانه يوازې د تودوخې وسيله نه ده، بلکې يو کلتوري ميراث دی چې له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوی دی.

د دې دود دوام ښيي چې سيمه ييزې ټولنې څنګه د دوديزو لارو چارو په مټ له اقتصادي او چاپېريالي ننګونو سره ځان عياروي او په سړو او غرنیو سيمو کې خپل ورځنی ژوند پر مخ بيايي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500