کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر۲۲مه/ راپور ورکړ، افغان چارواکو پاکستانی سفیر په دې خاطر احضار کړ چې د پاکستان له خوا د هغو ډزو پر ضد ورته احتجاج وشي چې کندهار او کونړ ولایتونه یې وویشتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د پاکستان ډزې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ او د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ولګېدلې.
پاکستاني مقاماتو په پوله له ډزو نه انکار کړی دی.