کابل -- پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ راپور ورکړ چې د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) د اداري اصلاحاتو د ترسره کولو او له روانو ننګونو سره سره د پرځان بسیاینې په برخو کې د افغان حکومت هڅې ستایلي دي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) د اوږدمهالې پشتوانې اسانتیا (اي سي اېف) لاندې د افغانستان د ترتیباتو بیاکتنه بشپړه کړه.
د آی اېم اېف له خوا د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۸ مه/ د ارزونې یوه خپاره شوي راپور افغان مقامات د ټولیزې اقتصادي ودې د زیاتولو، کاري فرصتونو ډېرولو او په مرستو باندې د تکیې کمولو په برخه کې د ژمنتیا له امله وستایل.
عبدالرحیمزي وویل، «آی اېم اېف د مالي ثبات ساتنې، اقتصادي ودې، عمومي اقتصادي ثبات، او په مالي سکټور کې د ریفورمونو یا اصلاحاتو د تطبیق او پراخو شویو اداري فساد ضد ګامونو له امله د افغان حکومت ستاینه وکړه،»
د آی اېم اېف د یوه خبرپاڼې له مخې، د دغې بیاکتنې بشپړېدا د خواوشا ۴۲۶ میلیونو افغانیو (۶.۲ میلیونو ډالرو) مرستې ورکولو ته لاره هواروي، چې په دې توګه د اوږدمهالې پشتوانې اسانتیا (اي سي اېف) لاندې د ورکول شویو مرستو اندازه خواوشا ۱.۲ میلیاردو افغانیو (۱۸.۶ میلیونو ډالرو) ته رسوي.