ننګرهار-- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۲ مه/ د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې د داعش د ترهګر ګروپ یو مهم غړی ووژل شو.
برید په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د قوماندان عبدالخالق پلار وواژه. چارواکو وویل، چې وژل شوی سړی په غټو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.
چارواکو نور جزیات ورنه کړل.
دغه هوایي برید څو ورځې وروسته له هغه وشوچې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د یوه عملیات په ترڅ کې د القاعدې لږ تر لږه ۵ جیګپوړي غړي ووژل.