مقناطیسي بم په هرات کې ۱ کس وواژه

سلام ټایمز

هرات -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې یوه مقناطیسي بم، چې یوه موټر پورې نښلول شوی وو، د چارشنبې په ورځ /د وږي ۷ مه/ په هرات ښار کې یو ملکي کس وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل.

یوه عیني شاهد وویل، چې دغه چاودنه د افغان ملي اردو د یوه افسر کور سره نژدې ماخستن مهال وشوه.

سمدلاسه هیچا هم د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500