د اسیا پرمختیایي بانک په افغانستان کې د لمریزې برېښنا دستګاه د جوړولو لپاره پور ورکوي

سلام ټایمز

کابل -- د اسیا پرمختیایي بانک د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسیا پرمختیایي بانک په افغانستان کې د یوې ۱۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه د جوړولو لپاره ۳۱۶.۶ میلیونه افغانۍ (۴ میلیونه ډالر) پور ورکوي.

پور اخیستونکی د برکت کندهار سولر انرژي په نامه یو شرکت دی چې د مالکیت ډېره برخه یې له ۷۷ افغانستان انجنیرینګ شرکت سره ده. ۷۷ افغانستان د ترکیې د ۷۷ شرکت ګروپ یوه څانګه ده.‌

د اسیایي پرمختیایي بانک چارواکي عظیم هاشمي په اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د ودې او پرمختیایي اقداماتو لپاره د انرژۍ یوه باثباته، د پایښت وړ، او معتبره سرچینه مهمه ده.»

افغانستان د برېښنا د سړي سر استعمال په برخه کې له ښکې خوا نه په ۵٪ درجه کې واقع دی. یوازې ۳۰٪ افغانان په ۱۳۹۴ کې د برېښنا له شبکو سره وصل شول. د افغانستان د برېښنا یوازې ۱٪ له لمریزې انرژۍ څخه ترلاسه کیږي.‌

افغان حکومت پلان لري چې د لمریزې په شمول د بیا نوي کېدلو وړ برېښنا ولري او تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې د هېواد لږ تر لږه ۴۰٪ برېښنا له دې لارې څخه ترلاسه شي.

د کندهار د لمریزې برېښنا پروژه به په بشپړېدلو سره د کلني خپرېدونکي کاربن دای اوکساید اندازه ۸۵۰۰ ټنه راکمه کړي. د هغه د بشپړېدا د نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

برېښنا د یوه هېواد د پرمختګ اصلي ټکی دی او افغانستان د بل هر څه په نسبت برېښنا ته ډېره اړتیا لري.‌

ځواب ورکړئ