امنیت

چارواکي: د متحده ایالاتو - افغانستان تر منځ امنیتي تړون د افغانستان ګټې خوندي کوي

د سلیمان راپور

امریکایي عسکر د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۸مه د افغانستان په لښکرګاه کې د هلمند د پولیسو ولایتي مرکز ته له رسېدلو څخه وروسته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له شریکانو سره ستړي مه شي کوي. [مرکزي قومانداني]‌

امریکایي عسکر د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۸مه د افغانستان په لښکرګاه کې د هلمند د پولیسو ولایتي مرکز ته له رسېدلو څخه وروسته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له شریکانو سره ستړي مه شي کوي. [مرکزي قومانداني]‌

کابل -- په افغان حکومت کې جیګپوړي چارواکي وایي، چې د ځینې افغان سیاستوالو له خوا دا غوښتنې، چې د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه امنیتي همکاۍ دې بیاکتنه وشي، دا معنی لري چې هغوی د افغانستان د ګټو پرځای د خپلو شخصي ګټو په هکله فکر کوي.

هغوی وایي، چې دوه اړخیزه امنیتي همکاري د افغانستان او د افغانانو ګټې خوندي کوي،‌ او د بیاکتنې،‌ سمونې یا د تړون د لغوه کولو لپاره هر ډول غوښتنې افغانستان کمزوری کوي.

دا غوغا په غیرمتوقع ډول تېره چارشنبه /د وږي ۲۱ مه/ هغه وخت راپورته شوه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي -- چې له ډېر وخت راهیسې د متحده ایالاتو پر ضد ویناوې کوي او د هغه ادارې په لومړیو کې د دغه تړون په هکله خبرې اترې کړې وې خو په ۲۰۱۴ کې یې د خلکو له غوښتنې سره سره لاسلیکول رد کړل -- وړاندیز وکړ چې افغان حکومت دې د دغه تړون په شرایطو باندې بیاکتنه وکړي.

هغه په متحده ایالاتو باندې تور ولګاوه چې د دوه اړخیز امنیتي تړون په اساس د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر (ښی) او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر جېمز کنېنګهم (چپ) د ولسمشر اشرف غني (له ښۍ خوا دویم) او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله (منځ) په حضور کې د ۱۳۹۳ د تلې په ۸ مه په کابل کې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکوي. [شاه مری/ای اېف پي]

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر (ښی) او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر جېمز کنېنګهم (چپ) د ولسمشر اشرف غني (له ښۍ خوا دویم) او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله (منځ) په حضور کې د ۱۳۹۳ د تلې په ۸ مه په کابل کې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکوي. [شاه مری/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د پوځ یو عسکر او د افغان ځانګړیو ځواکونو یو کمانډو عسکر د ۱۳۹۷ د وږي په ۲۴مه په متحده ایالاتو کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې د یوې مصنوعي پېښې په وړاندې عکس العمل ښیي. سیمه ییزه همکاري یو کلنی مشق دی چې د ګڼو ملتونو د شریکانو له خوا ترسره کیږي او د ثبات په عملیاتو، د سرحدونو په امنیت او کنټرول، د ترهګرۍ، د نشه ییزو توکو او د وسلو د خپراوي ضد مبارزه باندې تمرکز کوي. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د پوځ یو عسکر او د افغان ځانګړیو ځواکونو یو کمانډو عسکر د ۱۳۹۷ د وږي په ۲۴مه په متحده ایالاتو کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې د یوې مصنوعي پېښې په وړاندې عکس العمل ښیي. سیمه ییزه همکاري یو کلنی مشق دی چې د ګڼو ملتونو د شریکانو له خوا ترسره کیږي او د ثبات په عملیاتو، د سرحدونو په امنیت او کنټرول، د ترهګرۍ، د نشه ییزو توکو او د وسلو د خپراوي ضد مبارزه باندې تمرکز کوي. [مرکزي قومانداني]

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله (چپ) او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېمز متیس (ښی) د تېر لړم په ۲۶مه په پنتاګون کې لیدل کیږي. [د اجرائيه رئیس دفتر]

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله (چپ) او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جېمز متیس (ښی) د تېر لړم په ۲۶مه په پنتاګون کې لیدل کیږي. [د اجرائيه رئیس دفتر]

د کرزي غوښتنې د موجودې ادارې د غړو او دافغان تحلیلګرانو له خوا،‌ چې وایي د دغه تړون فسخه کول به د ترهګرو ګروپونو، ایران او روسیې په شمول د افغانستان دښمنانو ته ګټه ورسوي، له ریشخند او قهر سره مخامخ شوې.‌

شخصي ګټې، ویجاړونکې سیاسي غوښتنې

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۶ مه/ وویل، چې افغانان نه غواړي چې له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لغوه کړای شي.

عبدالله د وزیرانو د شورا په یوه غونډه کې وویل، «زمونږ هېواد له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په یوه سخت حالت کې دی، او افغانستان اوس هم د ترهګرو ګروپونو له خوا تر برید لاندې دی،»

هغه وویل، «له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په هکله، چې د لویې جرګې له خوا تایید شوی او د حکومت له خوا لاسلیک شوی دی، بحث او په هغه باندې بیاکتنه به د هېواد د امنیت او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته ونه کړي،»

عبدالله وویل، «د افغانستان دښمنان زمونږ په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو حضور د یوې بهانې په توګه کاروي، خو حقیقت دا دی، چې افغانستان ته د بهرنیو سرتېرو له راتګ څخه مخکې ستونزې او د القاعدې په څېر ترهګر ګروپونه موجود ول. په افغانستان کې داسې ترهګر موجود ول، چې له دې ځای څخه یې ټوله نړۍ ګواښله. افغانان هم قربانیان ول.»‌

هغه زیاته کړه، «له متحده ایالاتو سره د تړون په هکله پوښتنې راپورته کول، د افغانانو غوښتنه نه ده، او هیڅوک د هغه یا هغې د نوم یا موقف له پام کې نیولو څخه پرته، نشي کولی چې د دې تړون په بیاکتنه یا فسخه کولو کې د افغانانو استازیتوب وکړي.»

عبدالله وویل، «د افغان حکومت سیاسي مخالفان او هغه کسان، چې د دوه اړخیز امنیتي تړون د بیاکتنې او بدلون مسئله یې راپورته کړې ده، د افغانستان د حساسو شرایطو په هکله پوه دي، خو له بده مرغه چې هغوی دا مسئله د خپلو شخصي ګټو یا هغو هیلو د پوره کولو لپاره راپورته کوي چې له پخوا څخه نه دي ترسره شوي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «د امنیتي تړون بیا کتنه یا تغیر به د امنیتي وضعې په ښه کولو کې مرسته ونه کړي،»‌

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال، محمد سرور دانش، هم د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ دا احساسات غبرګ کړل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغه وویل، چې د پارلمان غړي باید په خپلو سیاسي اختلافاتو د تاکید لپاره افغانستان کمزوری نه کړي. هغه خبرداری ورکړ، چې داسې کار کول به د دې سبب شي چې افغانستان «بېرته شاته» لاړ شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت یوه استازي، محمد عبده، وویل، «که د تړون کوم شرطونه نه وي پوره شوي، افغان حکومت کولی شي چې له متحده ایالاتو څخه وغواړي چې هغه شرطونه عملي کړي څو مونږ وکولی شو چې د طالبانو او داعش پر ضد د جنګ کولو په څېر برخو کې نور پرمختګ ووینو،»

د ایران او روسیې ګټو ته وده ورکول

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي او د ملي مشارکت د سیاسي ګوند مشر، نجیب الله کابلي، سلام ټایمز ته وویل، «ترهګر اوس هم زمونږ هېواد او خلک ګواښي،»‌

هغه وویل، «په افغانستان کې تر موجودو شرایطو لاندې، د متحده ایالاتو - افغانستان تر منځ د امنیتي تړون بیاکتنه یا لغوه کول بې معنی دي. هغه کسان، چې د دغه تړون په فسخه کولو تاکید کوي، هغوی دا کار د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران په حکم کوي

هغه زیاته کړه، «دا امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی. هغه څوک، چې غواړي چې دا فسخه شي، هغوی نه غواړي چې افغانستان خوندي شي... بلکې هغوی غواړي چې شخصي او ګروپي هدفونه یې ترسره شي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، نبي مصداق، وویل، «هغه کسان، چې د خپلو ځانونو او د افغانستان د ګاونډیانو لپاره کار کوي، هغوی غواړي چې له متحده ایالاتو سره په امنیتي تړون بیاکتنه وشي یا فسخه کړای شي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې تړون فسخه کول... به د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ځواکونو جګړه کمزورې کړي،»

هغه وویل، «دوه اړخیز امنیتي تړون په لویه جرګه کې د ټول افغانستان د استازو له خوا تایید شو. د اساسي قانون په اساس، هیڅوک،‌ حتی ولسي جرګه هم نشي کولی چې په هغه باندې بیاکتنه وکړي یا یې فسخه کړي.»

د ترهګرۍ پر ضد د جګړې کمزوري کول

په کابل کې د محمد علم فیض زاد د لېسې یوه ښوونکي، حامد اکبري، چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «د دې تړون په اساس، متحده ایالات افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ته غټ مقدار مالي مرسته ورکوي، چې زمونږ ځواکونه کولی شي د هغې په وسیله په ښه توګه تمویل او تجهیز شي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که دا تړون فسخه کړای شي،‌ د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره د ترهګرۍ پر ضد جګړه به ډېره سخته شي،»

اکبري وویل، «که دوه اړخیز امنیتي تړون لغوه کړای شي، ډېره ګټه به یې ګاونډيو هېوادونو او ترهګرو ګروپونو ته ورسیږي، په داسې حال کې چې زیان به یې د افغانستان اوسېدونکيو ته ورسیږي، او هغوی به د افغانستان د ګاونډیانو او د تېر په څېر د ترهګرو د نیابتي جګړو قربانیان شي،»

د ولسي جرګې یو غړی، ذکریا ذکریا، وایي، که له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لغوه کړای شي،‌ د افغانستان د تېرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې به ضایع شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دوه اړخیز امنیتي تړون، چې د هغه په اساس، متحده ایالات افغان حکومت ته په کال کې ۵ میلیارده ډالر ورکوي، په دې معنی دی چې امنیتي ځواکونه په ښه توګه تمویل او تجهیز کیږي، او د ترهګرو ګروپونو پر ضد جګړه کې هغوی پیاوړي کیږي،»‌

هغه وویل، «که دغه تړون لغوه کړای شي، په تېرو ۱۷ کالو کې د افغانستان بې شمېره لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي، او زمونږ ګاونډیان به یو ځل بیا له ترهګرو سره مرسته وکړي چې په مونږ باندې واکمن شي. که متحده ایالات له افغانستان څخه وځي، زمونږ هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای وګرځي، په داسې حال کې چې انارشي او حتی د تېر په څېر کورني جنګونه به بیا رامنځته شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500