رسنۍ

د ایران تلوېزیوني پروګرامو چې پکې افغانانو ته سپکاوی کېږي سخت قهر راپارولی دی

د عمر راپور

ایران په وروستیو وختونو کې په یوه دولتي تلوېزیون د «ممنوع» په نامه یو نوی تلوېزیوني سیریال پيل کړی دی.‌ دغه ننداره یو افغان کرکټر په داسې حال کې ښیي چې په ډرامه کې ایراني کرکټران پرې په دوامداره توګه مسخرې کوي. [عمر]

هرات -- افغانان، چارواکي او فعالان وایي ایران باید د هغو تلوېزیوني پروګرامونه او فلمونه خپرول بند کړي چې هغه «په ښکاره» په افغانستان باندې مسخرې او کنځلې کوي څو د دغه هېواد او د هغه د خلکو سپکاوی وکړي.‌

ایران په وروستیو کې په خپل یوه دولتي چینل د «ممنوعه» په نامه یو نوی تلوېزیوني سیریال پیل کړ چې په افغانستان کې یې په پراخه کچه د خلکو غوسه راوپاروله.

دغه ننداره یو افغان کرکټر ښیي چې په ډرامه کې د ایراني کرکټرانو له خوا په دوامداره توګه مسخره کېږي.‌

په «ممنوعه» سربېره، په نورو ایراني نندارو لکه «شیوع»، «چارخونه (چهار خانه)»، «مستند خاتمه»، «بایسکل ران»، «سفر قندهار»، «زمزمه بودا»، «پرواز را بخاطر بسپار» کې هم افغانانو ته سپکاوی شوی دی.

له «ممنوعه» تلوېزیوني سیریال څخه اخیستل شوی یو عکس یو سړی په داسې حال کې ښیي چې د یوه افغان کډوال په حیث، چې د یوې ایرانۍ کورنۍ خدمت کوي، لوبېږي.‌

له «ممنوعه» تلوېزیوني سیریال څخه اخیستل شوی یو عکس یو سړی په داسې حال کې ښیي چې د یوه افغان کډوال په حیث، چې د یوې ایرانۍ کورنۍ خدمت کوي، لوبېږي.‌

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات سلام ټایمز ته وویل، «د ایرانیانو له خوا له افغانانو سره د بې رحمانه چلند زړه بوږنوونکې کیسې» ډېرې دي.

هغه وویل، «د ایران حکومت ایراني فلمونه او ډرامې په ژوره توګه سانسوروي، خو د افغانانو د سپکاوي په برخه کې هېڅ هم نه کوي. دا ښیي چې د ایران حکومت دا کار په ارادي توګه کړی او د داسې پروګرام پلان لري چې هدف یې د افغانانو سپکول دي.»

یوه ګډه هڅه

په هرات کې خبریال واجد روحاني تاکید وکړ چې داسې نه ده چې یوازې په یوه ننداره کې افغانان په نښه شوي، بلکې د ایران حکومت په دې برخه کې د پلان له مخې هڅه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یوازې په 'ممنوعه' ډرامه کې افغانانو ته سپکاوی نه دي شوي -- ایرانیانو په ډېرو نورو ډرامو کې هم د افغانانو سپکاوی کړی دی. ایران دغه ډول ډرامې په خپلو تلوېزیوني شبکو خپروي چې د افغانانو په هکله د خپلو خلکو ذهنیت بدل کړي.»

په هرات کې یوه افغانه خبریاله عارفه صبوري وایي، ایراني سینما په دوامداره توګه افغانان د غریبو، کمزورو او د ټیټې طبقې د کرکټرانو په توګه ښیي.

صبوري وویل، «مونږ د ایراني سینما هغه لوبغاړي غندو چې داسې په څرګنده افغانانو ته سپکاوی کوي،‌ او دا کار د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.‌ مونږ تل د افغانانو درناوی کوو او هېڅکله هم مونږ د هغوی سپکاوی نه دی کړی.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «سپکاوی باید په یوه ټولنه کې هم ځای ونه لري، خو هغه فلمونه چې په ایران کې خپرېږي، په ځانګړې توګه افغانانو ته سپکاوی کوي،» په دغه سپکاوي کې د هغوی ژبه او د ژوند نور اړخونه شامل وي.

هغې وویل، «مونږ غواړو چې د ایران د کلتور وزارت په داسې نندارو باندې یو څه کنټرول وکړي، ځکه چې دغه سپکاوي کولی شي چې غټې ستونزې رامنځته کړي».

د هرات ښار یوه اوسېدونکي میرویس عرب زاده وویل، ایران باید د داسې پروګرام جوړونې په هکله «بیا فکر وکړي».

عرب زاده سلام ټایمز ته وویل، «د یوه انسان سپکاوی یو غیر انساني کار دی. زه فکر کوم ایرانیان غواړي وښیي... چې افغانان د هغوی غلامان دي. مونږ دا کار غندو، او هغه زمونږ لپاره د منلو وړ نه دی.»

هغه «ممنوعه» ته په اشاره وویل، «مونږ له ایران څخه غواړو چې د دې ډرامې په خپرولو بیا فکر وکړي او د افغانانو بشري وقار خوندي کړي،»

د راسیستي چلند تشویقول

د هرات د ولایتي شورا منشي نجیب الله محبي دا کار د افغان کډوالو په وړاندې «راسیستي» چلند وباله چې په ایراني خپرونو کې لیدل کیږي او له ایران څخه یې غوښتنه وکړهچې بخښنه دې پرې وغواړي.‌

محبي سلام ټایمز ته وویل، «د هغو اخلاقي او اسلامي معیارونو پر خلاف چې ایران یې ادعا کوي، په ایران کې راسیزم نشته، خو د افغان کډوالو پر وړاندې راسیستي چلند معمولاً په ایراني خپرونو کې او همدارنګه وخت په وخت واقع کیږي، او داسې چلند په مکرر ډول شوی دی.»

هغه وویل، «زه په افغانستان کې د هېواد په سطحه د احتجاج اړتیا وینم چې ایران مجبور کړي چې بخښنه وغواړي،»

فعالان او عادي خلک وایي، د تهران له خوا دغې هڅې ځینې ایرانیان زړور کړي چې د افغان کډوالو سپکاوی وکړي.

د مثال په توګه،‌د لیندۍ په میاشت کې، یوه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې یو ایرانی پولیس افسر په کې په داسې حال کې ښودل کېده چې یو افغان کډوال یې واهه، چې د افغان عوامو پراخه غوسه یې راوپاروله.

د مدني ټولنې فعال سادات وویل، «ایرانیان د افغانانو په وړاندې د ځان لوړ ګڼلو یو احساس لري او هغوی تل افغانان غریب او وروسته پاتې بولي. ایرانیان راسیستي چلند ښیي او په نورو کلتوري پروګرامونو کې یې هم افغانانو ته سپکاوی کړی دی.»

سادات وویل، «د ایران حکومت یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده. د ایران د پولیسو له خوا د افغان کډوالو ناوړه چلند د هغه هېواد اتباع هڅولي چې له کډوالو سره ناوړه چلند وکړي».

د هرات ښار یوه اوسېدونکي واحدالله وویل، «ایرانیان داسې باور لري چې هغوی پر افغانانو غوره توب لري. د غوره والي دغه احساس هغوی زړور کړي چې په هرځای کې افغان کډوال مسخره کړي او سپکاوی یې وکړي.»

داخلي ستونزې تر پوښښ لاندې نیول

د هرات د ولایتي شورا منشي محبي وویل، ښایي چې د راسیستي نندارو هدف دا وي چې د ایران داخلي ستونزې پرې پټې کړای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په یوه هېواد کې ټولنیز چلندونه کېدای شي چې د هغه هېواد د حکومت د کلتوري او سیاسي ستراتیژیو یو انعکاس وي،»

محبي وویل، «زه فکر کوم چې د ایران حکومت داسې پروګرامونه د دې لپاره خپروي چې خپلې ستونزې پرې پټې کړي. ډېر ایرانیان د خرابېدونکي اقتصاد په شمول له داخلي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

محبي وویل، د سپکاوي د دغه ډول نندارو هدف دا دی چې «هغوی ته وښودل شي» چې افغانان د ایرانیانو په نسبت ډېر غریب او لږ نېکمرغه دي.

د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست د ویاند احمد کریمي په وینا، د ایران حکومت باید پوه شي چې داسې له سپکاوي نه ډک پروګرامونه به یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.

کریمي سلام ټایمز ته وویل، «ایران باید د نورو هېوادونو د کلتورونو، رواجونو او ژبو احترام وکړي، او باید چې داسې پروګرامونه جوړ نه کړي چې هغه نورو ته زیان ور رسوي،»

هغه وویل، «کله چې ایراني فلم جوړونکي هڅه کوي چې افغانان سپک کړي، هغوی باید تر تعقیب لاندې ونیول شي. د بهرنیو چارو او کلتور د وزارتونو له لارې هڅې روانې دي چې د عامو خلکو غوسه د ایران حکومت سره شریکه کړای شي،»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې، زمونږ د شریک کلتور او ژبې په پام کې نیولو سره، زمونږ دوست او ورور ګاونډي د داسې ډرامې خپرول بند کړي چې هغه د ترینګلتیا سبب کیږي او کولی شي چې په ممکنه توګه صمیمي ارتباطات مات کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نورو خلکو سپکول او کم ګڼل د احمقانو او جاهلانو کار دی. دویمه خبره دا ده، چې مونږ دا احمقانه هڅې د ایران د ملت ناپوهي نه بولو. مونږ کولی شو داسې فرض کړو چې د ایران د رسنیو ټولنه کې هم ځینې منحرف افراد شته، چې هغوی باید د ساعت تېرۍ هڅو ته انګېزه پیدا کړي.

ځواب ورکړئ

زما په نظر، د افغانستان خلک باید د ایران د سفارت مخکې د لاریون په ترسره کولو سره د هغه پر ضد احتجاج وکړي.‌ دا د شرم خبره ده چې کله زمونږ ښوواندانو (ډایرېکټرانو) په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند په هکله یو مستند جوړ کړ، د ایران حکومت پوره هڅې وکړې چې په [نه لوستل کیږي] شبکو د هغه د خپرېدا مخه ونیسي، خو اوس هغوی په بې شرمۍ سره مونږ ته کنځلې کوي. زه حیران یم چې څنګه هغو کسانو چې د ایران په دولتي راډیو تلوېزیون کې [په نامه د غیر اخلاقي صحنو] د سانسور مسؤلان دي، د فوټبال د دې ښځینه مینه والې ایکشنونه پرې کوي او سانسوروي، چې خپل خلک د هغې له لیدلو څخه منع کړي، خو بیا هم، هغوی په دغو کنځلو ځانونه ړانده او کاڼه اچوي. دا واقعاً یو شرم دی.

ځواب ورکړئ

دا کاملاً قصدي کارونه دي او زه حیران یم چې هغوی ټول له یوې پېړۍ راهیسې هڅې کوي چې د خپل درک او بشري چلند د سطحې په لوړولو سره نړۍ ته ثابته کړي چې هغوی ډېر عصري خلک دي. د ایران د تلوېزیوني کارکوونکو یو شمېر ولې په دې تاکید کوي چې د هغوی ناپوهي او له تمدن څخه لیرې والی دومره زیات دی چې لږ تر لږه هغوی نشي کولی چې د خپلو هنري کارونو په هکله فکر وکړي.‌

ځواب ورکړئ

هغه یوه ډېره ښه او جالبه لیکنه وه چې تاسو رسنیو ته را اېستلې ده. ټول افغانان دا بد ګڼي چې په ټیټه سترګه ورته وکتل شي یا په بدو نومونو یاد شي یا د هغه څه له امله هغوی له پامه وغورځول شي چې هغوی یې نه لري. مونږ انسانان یو. خدای پاک مونږ ته ماغزه او په زرګونو نعمتونه راکړي دي. مونږ استعداد لرو. که ایران زمونږ افغانانو سپکاوی کوي، دا ښیي چې هغوی څومره سپک او حرامي خلک دي چې همیشه د افغانستان خلک داسې ښیي لکه کم عقل چې وي یا دا چې خدای پاک مونږ ته له نورو انسانانو څخه کم څه راکړي وي. د افغانستان خلک د هغوی د ویجاړولو لپاره یو د بل تر څنګ اوږه په اوږه ولاړ دي. ایراني مورغودو ته زما پیغام دا دی چې په افغانانو باندې ریشخند وهل بس کړئ مونږ پورې خندا بس کړئ، مونږ به ژر وي که وروسته ستاسو غول وباسو، خپل ګاونډي هیواد تاسو ځانونو ته دښمن جوړ کړ، مونږ به د هغه څه په نسبت چې تاسو کړي دي، سل ځلې بدتر درپسې وکړو.‌ یادونه: انګلېسي متن عیبونه لري او په پوره توګه نه لوستل کیږي.

ځواب ورکړئ