اقتصاد

د بټي کوټ د مالټو د باغونو حاصلات له طالبانو څخه له ازادولو وروسته ډېر زیات شول

د خالد زېري راپور

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې، بڼوالو په تېرو کالونو کې ۱۶۰۰ ټنه د مالټو حاصلات ټولول. وروسته له هغه چې افغان امنیتي ځواکونو دا ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکه کړه، د مالټو حاصلات ۵۲۰۰ ټنو ته زیات شول. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د مرکزونو پر ضد د افغان پوځ عملیاتو د سیمې اوسېدونکیو ته دا وړتیا ورکړه چې خپلو باغونو ته پاملرنه ډېره کړي او په لوړه کچه حاصلات ټول کړي.

د ننګرهار د کانال رییس پروېزعلي وویل، «په بټي کوټ کې له بڼوالو څخه نژدې ټول حاصلات طالبانو اخیستل، خو په ۱۳۹۷ کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو له برکته، چې ټولې سیمې یې له طالبانو څخه پاکې کړې، اوس دا فارمونه د حکومت او ځایي خلکو تر واک لاندې دي

هغه وویل، «په بټي کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۴۸۳ اېکره ځمکه باغونو نیولې ده. په ۱۳۹۷ لمریز کال کې له دغو باغونو څخه ترلاسه شوي د مالټو حاصلات ایله ۱۶۰۰ ټنه وو، خو په ۱۳۹۸ کال کې دا حاصلات ۵۲۰۰ ټنو ته زیات شول.»

علي وویل، «امنیتي ځواکونو موږ ته دا فرصت په لاس راکړ چې په دې باغونو کې کار وکړو او ښه پالنه یې وکړو.»

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې مالټي ټولوي. [خالد زېری]

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې مالټي ټولوي. [خالد زېری]

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې مالټې بسته بندي کوي. [خالد زېری]

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې مالټې بسته بندي کوي. [خالد زېری]

د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب وویل، «د تېرو ۱۳ کالونو په ترڅ کې د دې باغونو حاصلات طالبانو ټولول او له ترلاسه شویو عوایدو څخه په استفادې سره به یې زموږ پر ضد جګړه کوله.»

هغه وویل، «موږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو چې هغه ټولې سیمې یې بېرته ونیولې. اوس بټي کوټ په امن دی او اوس له زرو څخه ډېر کسان په فارمونو کې کار کوي.»

وهاب وویل، امنیتي پرمختګونه په نورو برخو کې هم احساس کیږي.

هغه وویل، «پخوا به خلکو نشوای کولی چې له لمر لوېدلو څخه وروسته په تورخم - جلال اباد لاره باندې سفر وکړي ځکه چې طالبانو به موټرپه لاره کې درول او خلک به یې وېرول، خو اوس امنیت دومره ډېر ښه شوی چې هیڅوک هم په تیاره کې په دې لاره باندې له سفر کولو څخه نه ویریږي.»

بهتر امنیت، ډېرعاید

محمد زمان چې له تېرو څو کالونو راهیسې یې له حکومت څخه ۲۵ اېکره ځمکه په قرارداد اخیستې، وویل، «تېر کال به طالبان راتلل او له موږ څخه به یې حاصلات اخیستل. هغوی به د حاصلاتو ډېره زیاته برخه له موږ څخه اخیستله او لږه برخه به یې موږ ته پرېښودله.»

هغه وویل، «خو له نېکه مرغه چې حکومت ټوله سیمه بېرته ونیوله او د فارمونو کنټرول زموږ د بڼوالو په لاس کې دی. اوس موږ هم ډېر عواید لرو او هم بهتر امنیت لرو.»

هغه وویل، «دلته له زرو څخه ډېر کسان کار کوي، چې له ونو څخه مالټې راشکوي. هر کاریګر ته د ورځې د ۷۰۰ او ‍۱۰۰۰ افغانیو (۹ - ۱۳ ډالر) اجوره ورکول کیږی.»

زمان وویل، «موږ له حکومت څخه مننه کوو چې دلته یې امنیت راوست. پخوا موږ نشوای کولی چې په ښه توګه د مالټو د ونو پالنه وکړو، خو اوس د ننګرهار د کانال ریاست زموږ باغواني څاري او اطمینان ترلاسه کوي چې موږ د فارمونو ښه پالنه کوو.»

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکو وویل چې هغوی به سږ کال په سلګونو نوي د نارنجانو او مالټو بوټي کینوي او په دې باندې به کار وکړي چې په راتلونکي کال کې د مالټو حاصلات زیات شي.

په بټي کوټ کې یوه د مالټو ټولوونکي جمشېد شینواري وویل، له طالبانو څخه د ولسوالۍ پاکولو دوه ګټې لرلې.

هغه وویل، «اوس موږ هم امنیت لرو او ... هم یوه عایداتي سرچینه لرو.»

شینواري وویل، «پخوا موږ دې باغونو ته حتی د مالټو د راشکولو لپاره نشواي راتللی، خو اوس موږ له کومې ویرې څخه پرته په دې فارمونو کې کار کوو او د فارمونو له ښایسته منظرو څخه خوند اخلو.»

د بټي کوټ یوه اوسېدونکي محمد قیوم خان اطرافي وویل، «موږ ډېر خوښ یو چې حکومتي ځواکونه اوس په بټي کوټ کې دي. پخوا د دې ځای واک د طالبانو په لاس کې وو او خلک د امنیتي ستونزو له امله سختو کړاوونو سره مخامخ ول.»

هغه وویل، «دلته داسې خطرونه موجود وو چې ژوند ته یې جدي ګواښ رامنځته کړي وه. په تیاره کې ګرځېدل بالکل نه وو. په نتیجه کې، دا ځای ډېر بې خونده شوی وو، خو اوس دا سیمه هم امن ده او هم ډېرې ښهې مالټې تولیدوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500