روغتیا

افغان حکومت د کروناوایرس د خپراوي د ورو کولو لپاره ۱۰ زره بندیان خوشې کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

چارواکي د کب په ۱۱مه دوه مشکوک تښتوونکي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

چارواکي د کب په ۱۱مه دوه مشکوک تښتوونکي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

کابل -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ /د وري ۷مه/ وویل، افغان حکومت تر ۱۰ زرو پورې بندیانو -- چې ډېری یې ښځې، تنکي ځوانان او ناروغان دي -- د خوشې کولو حکم کړی چې د کروناوایرس خپراوی ورو کړي.

د زندانونو د تنظیم د چارو رییس احمد راشد توتاخېل وویل، د راتلونکو ۱۰ ورځو په اوږدو کې به د ۹ زرو او ۱۰ زرو تر منځ بندیان خوشې کړای شي.

دا ګام د کوویډ - ۱۹ په محلي پېښو کې له ډېرښت او له ګاونډي ایران څخه د لسګونو زرو افغانانو له راستنېدلو څخه وروسته اخیستل کیږي. ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې یادې نړۍ نیوونکې ناروغۍ سخت ځپلی دی.

د ایران حکومت په چټکۍ سره افغان کډوال کارکوونکي اخراجوي، او په هغوی باندې د وایرس د خپراوي تور لګوي.

پخواني افغان طالب جنګیالي د کب په ۱۱مه په جلال اباد کې په یو لړ مراسمو کې د حکومت د سولې او روغې جوړې د بهیر د برخې په توګه د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه مخکې د وسلو تر څنګ ولاړ دي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

پخواني افغان طالب جنګیالي د کب په ۱۱مه په جلال اباد کې په یو لړ مراسمو کې د حکومت د سولې او روغې جوړې د بهیر د برخې په توګه د خپلو وسلو له تسلیمولو څخه مخکې د وسلو تر څنګ ولاړ دي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر]

کمزوري بندیان به خوشې کړای شي

لوی څارنوال فرید حمیدي وویل، د ولسمشر اشرف غني د حکم هدف ښځې، تنکي ځوان سرغړوونکي، ډېر سخت ناروغان او له ۵۵ کالو څخه د ډېر عمر بندیان دي.

حمیدي په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «دا یو مسؤلانه تصمیم دی چې عامه روغتیا پرې خوندي کړای شي.»

هغه زیاته کړه، «دا حکم د هغو بندیانو لپاره نه دی چې د ملي او بین المللي امنیت پر ضد یې جنایتونه ترسره کړي وي.‌»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر مایکل بچیلیټ په هېوادونو باندې فشار واچاوه چې د کمزورو بندیانو په خوشې کولو سره په مزدحمو زندانونو او نورو بندو ځایونو کې ساتل کېدونکي بندیان خوندي کړي، او ویې ویل چې کوویډ -۱۹ «د داسې مرکزونو له لارې په چټکۍ سره خطرونه رامنځته کوي.»

د ناروغۍ اصلي خپراوی معلوم نه دی

افغانستان په رسمي توګه د دوه کسانو مړینه او د کرونا وایرس ۹۴ پېښې ثبت کړي، خو وېره شته چې حقیقي شمېر یې تر دې زیات وي په داسې حال کې چې دغه هېواد هڅه کوي چې ازموینې مدیریت او د ایراني رژیم له خوا په ګڼ شمېر را شړل شوي راستنېدونکي سکرین کړي.‌

افغان حکومت د پنځو ښځو په ګډون یو ۲۱ کسیز ټیم نهایي کړی چې په راروانو خبرو کې به له طالبانو سره مذاکرات ترسره کړي. چارواکو د جمعې په ورځ /د وري ۸مه/ وویل، د دغو خبرو موخه دا ده چې د افغانستان ۱۸ کلنه شخړه پای ته ورسوي.

دا روښانه نه ده چې «بین الافغاني» خبرې به کله یا چېرې پیل شي. د کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په پام کې نیولو سره، چارواکي وایي چې کېدای شي خبرې د یوه ویډیوکانفرانس له لارې پیل شي.

حکومت د چارشنبې په ورځ /د وري ۶مه/ وویل، هغوی به د طالبانو د ډلې غړو سره مخامخ وګوري او د بندیانو د پراخې تبادلې په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي چې په ترڅ کې به یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰- د حکومت د لوري کسان خوشې کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت باید د بندیانو د خلاصون د پروسې د نظارت لپاره یو هیئت وټاکي ځکه د هغو کسانو د خلاصون پرځای به چې د لنډې مودې په قید محکوم شوي وي،‌ هغه بندیان چې د اوږدې مودې په قید محکوم شوي وي د پیسو په بدل کې خلاص کړای شي.‌ اوس د هېواد په زندانونو کې پیسې وېشل کیږي. هغه خلک به چې پیسې لري خوشې کړای شي، او هغه چې پیسې نه لري هغوی که د قید موده یې یو کال هم وي خوشې نه کړای شي. زما تبصره حکومت ته ور وړاندې کړئ. په رسنیو کې ستاسو کار دا دی چې د انصاف غږ منعکس کړئ.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه ګام دی چې حکومت د کرونا ناروغۍ د خپراوي له امله له زندان څخه د بندیانو د خلاصولو لپاره اخیستی دی، خو حکومت باید دا هېر نه کړي چې د زندانیانو په منځ کې داسې خلک هم شته چې ډېر جنایتونه یې ترسره کړي دي. حکومت باید د هغوی بایومتریک معلومات واخلي او ژمنه ترې واخلي چې بیا به جرم نه ترسره کوي.‌ که دا بندیان د ناوړه کار په ترسره کولو بیا ونیول شي، باید چې اعدام کړای شي.

ځواب ورکړئ

سلام، زه عزت الله د کابل اوسېدونکی یم. د کابل حال ډېر بد دی، خو زه اوس هم د افغانستان خپلواکۍ ته هیله مند یم ځکه چې بهرني ځواکونه وځي او بهرنۍ مرستې پرې کیږي.

ځواب ورکړئ