امنیت

افغان حکومت د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره د مرستې پروګرام پیل کړ

د نجیب الله راپور

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو منسوبین د غوایي په ۱۲مه په هرات ولایت کې د یوه وژل شوي عسکر کورنۍ ته خوراکي توکي ورکوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو منسوبین د غوایي په ۱۲مه په هرات ولایت کې د یوه وژل شوي عسکر کورنۍ ته خوراکي توکي ورکوي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت داسې یو پروګرام پیل کړی چې د افغان ملي اردو د وژل شویو عسکرو کورنیو ته د تسلیت، نغدو پیسو او خوراکي توکو په ګډون ملاتړ برابروي.‌

د وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، «د دې پروګرام موخه نه یواځې دا دی چې مرسته وکړي، بلکې همدارنګه د دفاع وزارت مقاماتو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې د شهید شویو عسکرو له کورنیو سره وګوري، پوښتنه یې وکړي او ستونزې یې واوري.»

هغه وویل، «دا پروګرام له ختیځ زون څخه پيل شوی وو، او ... زموږ مرسته به ولایت په ولایت په ننګرهار، لغمان، کونړ، هرات او بلخ کې د افغان ملي اردو د شهید شویو عسکرو کورنیو ته ووېشل شي،» او زیاته یې کړه چې دا نوښت به د افغانستان په ټولو سیمو کې دوام ومومي.

هغه وویل، «په مرسته کې نغدې پیسې او خوراکي توکي دواړه شامل دي.»

د افغانستان د اتلانو ملاتړ

د دفاع وزارت پخواني ویاند متقاعد جنرال دولت وزیري د دغه پروګرام د پيلېدلو هرکلی وکړ او یو مهم نوښت یې وباله.

هغه وویل، «د افغان ملي اردو عسکر واقعي اتلان دي چې د ترهګرو پر ضد جنګ کوي ترڅو د دې هېواد له ازادۍ څخه دفاع وکړي. د اردو د شهید شویو کورنیو غړي د مرستې مستحق دي.»

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخواني استاد فاروق بشر وویل، د مرستو پروګرام به د عسکرو مورال لوړ کړي او باید چې کالونه مخکې پیل شوی وای.

هغه وویل، «دا پروګرام باید تر هغه وخته دوام وکړي چې د شهید شویو عسکرو کونډې ژوندۍ وي او د هغوی ماشومان د ۱۸ کلنۍ عمر ته ورسېږي.»

هغه وویل، «دا به د نورو عسکرو په مورال باندې مثبت اغېز وکړي او هغوی ته به ډاډ ورکړي چې که هغوی ووژل شي یا ټپي شي، د هغوی کورنۍ به وږې پاتې نشي او ماشومان به یې وکولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي.‌ دا به د عسکرو مورال پیاوړی کړي.»

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت یوه استازي نادرخان کټوازي دغه نوښت وستایه. دا کار په داسې وخت کې کېږي چې اکثر افغانان له سختو اقتصادي شرایطو او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

هغه وویل، د افغان ملي اردو د وژل شویو غړو له کورنیو سره مرسته کول به د نورو عسکرو په مورال باندې مثبت اغېز وکړي.

هغه وویل، «که د افغان ملي اردو د شهید شویو عسکرو کورنیو ته په ریښتیا سره په شفاف ډول مرسته ورکول شي، دا پروګرام به یو لا ډېر قوي اغېز وکړي.»

مورال لوړول او د ترهګرۍ مخه نیول

بشر وویل، د نورو عسکرو او د هغوی د کورنیو په مورال باندې د یوه مثبت اغېز تر څنګ، د افغان ملي اردو د وژل شویو عسکرو د کورنیو ملاتړ کولی شي له حکومت ضد عناصرو سره مرسته وکړي ترڅو پوه شي چې د حکومت پر ضد د هغوی جنګ یوه تیروتنه ده.

هغه وویل، هغه کسان چې له طالبانو، داعش او القاعدې سره یوځای کیږي ترڅو د خپلو کورنیو لپاره یوه اندازه پیسې ترلاسه کړي.‌

بشر وویل، دا د هر حکومت او سازمان مسؤلیت دی چې د خپلو عسکرو د کورنیو مراقبت وکړي، او یادونه یې وکړه چې د طالبانو مشران له خپلو لارویو څخه د ماشینونو په توګه استفاده کوي او کله چې مړه شي بیا یې د کورنیو پوښتنه نه کوي.‌

بشر وویل، «که یاغیان جنګ ودروي، د ملکي خلکو پر وړاندې دښمني پای ته ورسوي او له حکومت سره یوځای شي، دا ښکاره خبره ده چې حکومت به یې ملاتړ وکړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز هم له دې نظر سره موافقه وکړه.

هغه وویل، «موږ د کلونو په اوږدو کې لیدلي چې طالبان له خپلو جنګیالیو څخه یواځې د بې ګناه ملکي خلکو د وژلو لپاره کار اخلي.»

هغه وویل، «د تېرو کلونو په ترڅ کې، موږ نه دي لیدلي چې د طالبانو مشران یا حتی د هغوی قوماندانان دې له خپلو پټنځایونو څخه راوتلي وي او د خپلو وژل شویو جنګیالیو د کورنیو پوښتنه دې یې کړې وي. دا له دې امله چې هغوی یواځې ترې استفاده کوي.»

بهروز د طالبانو د وژل شویو جنګیالیو د کورنیو د یواځې پریښودو یو مثال داسې شریک کړ.‌

هغه وویل، «یو ځل ما په کابل کې په یوه روغتون کې یوه زړه مور ولیدله چې له میدان وردک ولایت څخه راغلې وه او سخته ناروغه وه. هغې مرسته وغوښتله او ما یې د ډاکتر فیس ورکړ. هغې وویل چې له هغې سره پیسې نشته چې د ځان درملنه وکړي.»

هغه وویل، «هغې ماته وویل چې د کورنۍ ډوډۍ ګټونګی یي یواځینی یو زوی وو چې د طالبانو په لیکو کې ووژل شو او اوس یي هغوی مجبور کړي ترڅو په سخته غریبۍ کې ژوند وکړي.»

بهروز وویل، طالبان باید پوه شي چې هغوی د افغانانو په منځ کې منفي اعتبار لري، او زیاته یې کړه چې هغوی به په جنګ کې ووژل شي او د هغوی مشران به د هغوی له کورنیو سره مرسته ونه کړي.‌

بهروز وویل، «دا ډېره روښانه ده چې مشروع رژیمونه په پیاوړي کېدلو سره د عادي ملکي خلکو او د خپل پوځ د ملاتړ پروسو ته وده ورکوي. د دې یو مثال د افغان ملي اردو د شهید شویو عسکرو له کورنیو سره مرسته کول دي، خو ترهګرې ډلې تر خپلې قوماندې لاندې خلکو څخه تر هغه وخته پورې استفاده کوي څو چې هغوی ته نوره اړتیا و نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500