امنیت

متحده ایالاتو د اوربند له پای ته رسېدلو راهیسې په لومړي ځل په طالبانو باندې هوایي بریدونه ترسره کړل

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه اېف - ۱۶ الوتکه د کب په ۲۷مه د افغانستان په فضا کې الوتنه کوي. [ایتلافي ځواکونه]

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه اېف - ۱۶ الوتکه د کب په ۲۷مه د افغانستان په فضا کې الوتنه کوي. [ایتلافي ځواکونه]

کابل -- د متحده ایالاتو پوځ د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۱۶مه/ وویل، متحده ایالاتو له یوې اونۍ څخه ډېر وخت مخکې د یاغیانو او افغان ځواکونو تر منځ د یوه نادر اوربند له پای ته رسېدلو راهیسې په لومړي ځل د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړل.

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لیګیت په ټوېټر ولیکل، دغه دوه بریدونه د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۵مه/ او د جمعې په ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شول.

هغه لیکلي، «دا د اختر د اوربند له پيلېدلو راهیسې د طالبانو پر ضد د متحده ایالاتو لومړني هوایي بریدونه ول.»

هغه زیاته کړه، «موږ بیا تاکید کوو چې: ټول لوري باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې د پروسې پرمختګ ته اجازه ورکړي.»

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د برید پړه یې پر طالبانو ور واچوله، وویل، د افغان ځواکونو ۱۰ غړي د غبرګولي په ۱۶مه په یوه جلا برید کې چې یو هاموي یې په نښه کړ، ووژل شول.

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت یو ناڅاپي درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې د غبرګولي په ۶مه پای ته ورسېد.

له هغه وخت راهیسې په عمومي توګه په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم شوی او افغان حکومت وایي چې هغوی چمتو دي چې له یاغیانو سره د سولې ډېرې ځنډېدلې خبرې پيل کړي.

واشنګټن د کب په میاشت کې له طالبانو سره یو مهم تړون لاسلیک کړ، او په هغه کې یې ژمنه وکړه چې د امنیتي تضمینونو په بدل کې او په دې شرط چې د جګړه مارو افغان ډلو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره شي هغوی به ټول امریکایي عسکر له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو د یادې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته تر ډېره د افغانستان په ښارونو باندې د لویو بریدونو له ترسره کولو څخه ځانونه ساتلي خو د افغان ځواکونو په نښه کولو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دغې هوکړې لاندې، چې افغان حکومت په کې شامل نه وو، واشنګټن او اورپکو وویل چې هغوی به یو پر بل بریدونه ونه کوي.

خو امریکایي ځواکونو د غوایي په میاشت کې وویل چې که طالبان د هغوی پر افغان شریکانو باندې بریدونه وکړي، هغوی به د طالبانو پر ضد د دفاعي بریدونو ترسره کولو ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عملیات ترسره کول هېڅ ګټه نه لري. په عملیاتو کې ډېر وختونه طالبان نه بلکې ملکي خلک وژل کیږي. که متحده ایالاتو په ریښتیا هم غوښتل چې طالبان له منځه وېسي، هغوی کولی شوای چې د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې یې له منځه وېسي. متحده ایالاتو کولی شوای چې په افغانستان کې طالبان له جنګ او هوایي بریدونو څخه پرته له منځه وېسي.‌ د طالبانو د له منځه وړلو یوه ډېره ساده طریقه دا وه چې د طالبانو مالي سرچینې وچې کړای شي. که متحده ایالاتو دا کار کړی وای، اوس به طالبان نه وای. طالبان د خپل جنګ د لګښت لپاره ډېرې پیسې د نشه ییزو توکو له کرنې او قاچاق څخه ترلاسه کوي، او پاکستان یې هم ورکوي. که متحده ایالاتو په افغانستان کې د نشه ییزو توکو کرنه ودرولې او په پاکستان باندې اقتصادي بندیزونه لګولي وای،‌ طالبان پخپله له منځه تلل، خو متحده ایالاتو دا کار ونه کړ. متحده ایالاتو پاکستان ته په میلیونونو ډالر ورکړل چې ترهګر له منځه وېسي، خو پاکستان ټولې هغه پیسې چې متحده ایالاتو ورکړې وې د ترهګرو په تمویل او تربیه ولګولې. متحده ایالاتو یوه ډېره غټه غلطي وکړه.‌

ځواب ورکړئ

طالبان پخپله امریکا جوړ کړي دي. نو امریکا به هېڅکله هم ونه غواړي چې طالبان له صحنې څخه حذف کړي. د طالبانو حذفول دا معنی لري چې په افغانستان کې د امریکا امپراتوري ختمیږي. که متحده ایالات په افغانستان کې سوله او ارامي غواړي، زه فکر نه کوم چې ډېر وخت به ونیسي. کېدی شي چې دا کار په لنډ وخت کې وشي، نو متحده ایالات به هېڅکله هم افغانستان ته اجازه ورنه کړي چې سوله او ارامي ترلاسه کړي. دا زما شخصي نظر وو.‌

ځواب ورکړئ

دا طالب او حکومت څوک دي طالب هم افغان حکومت هم افغان دواړه په خپل مينځ کي ولي صلح نکوي چي ته ځانته طالب مجاهد واي ځانته اسلام واي ولي افغان سره ولي مسلمان سره د صلحي لاسليک نکوي چي ته غير دينه غير مسلم سره د افغان مسلمان سودا کوي ستا مسلمانيت دا دي ستا جهاد دا دي ته کله په يو هيواد کله په بل هيواد کي د همدي کافرو پيسو ته ناست او ددي پيسي خوري او چی کله د حکومت خبره شي واي ديته معاش امريکا ورکوي تاته څوک معاش درکوي د چي د خنزير غول خوري تاته حلال شو ماته حرام

ځواب ورکړئ

تر څو چې دغه ډول بریدونه د ترورستانو په مور (پاکستان) باندې ونشي دا ترهګري او انسان وژنه به روانه وي، دا به پراخیږي او نوره نړۍ به هم له خطر سره مخامخ کوي. که واقعا د ترهګرۍ ختمول غواړئ د پاکستان په پوځي او استخباراتي مرکزونو باندې حملې وکړئ او له منځه یې وېسئ چې ترهګري ختمه شي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې متحده ایالات به د طالب جنګیالیو پر ضد د هوایي بریدونو په ترسره کولو سره یوه غټه غلطي وکړي ځکه چې دا به طالبانو ته هم دا فرصت په لاس ورکړي چې د سولې له هغه تړون څخه چې هغوی له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړی دی سرغړونه وکړي او د افغانستان په هره برخه کې به امریکایي ځواکونه په نښه کړي.‌ که دا کار وشي، بیا به امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي. افغانانو لږه هیله لرله چې متحده ایالات به له افغانستان څخه خپل عسکر او ځواکونه وباسي، او دا کار به د بین الافغاني خبرو پیلېدلو ته لاره هواره کړي ځکه چې د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ‌ کې د خبرو د پيلولو لپاره د طالبانو یوازنی وړاندیز دا وو چې بهرني عسکر باید له افغانستان څخه وځي بیا به یاده ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي. له دې امله، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا هوایي بریدونه ترسره کول د افغانستان په ګټه نه دي. که متحده ایالات په افغانستان کې ۲۰ کاله نور جنګ هم وکړي، جنګ به ونشي ګټلی. په افغانستان کې د متحده ایالاتو حضور به جنګ بدتر کړي. متحده ایالات باید ژر تر ژره له افغانستان څخه وځي او طالبان او افغان حکومت دې ته جوړ کړي چې یو ګډ حکومت جوړ کړي،‌ که نه،‌ په هېواد کې د سولې راتلل ناشوني دي.‌

ځواب ورکړئ

ټول خبر يوه پوره صفحه په دي ډکه کړی (ده وويل، هغه وويل، تا وويل، ماوويل) دبريد دقيق ځای د بريد دقيق زيان د بريد دقيق وخت د بريد دقيق لاامل هيڅ نه دي په کي معلوم بس تا وويل ده وويل هغه وويل

ځواب ورکړئ