جرم او انصاف

متقابل ځواب: افغانې نجلۍ د طالبانو له خوا د خپل مور او پلار د وژنې په غچ کې د یادې ډلې غړي ووژل

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، قمرګل په غور ولایت کې د دوه طالب جنګیالیو له وژلو څخه وروسته کلاشینکوف په غېږ کې نیولې ده. [ټولنیزې رسنۍ]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، قمرګل په غور ولایت کې د دوه طالب جنګیالیو له وژلو څخه وروسته کلاشینکوف په غېږ کې نیولې ده. [ټولنیزې رسنۍ]

غزني -- چارواکو وویل، یوې افغانې نجلۍ د طالبانو له خوا د حکومت د ملاتړ په تور له کور څخه د هغې د مور او پلار له اېستلو او وژلو څخه وروسته دوه طالب جنګیالي په ډزو ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.

دغه پېښه تېره اونۍ هغه وخت وشوه چې یاغیانو د غور ولایت په یوه کلي کې د قمرګل په کور باندې برید وکړ.

د ځایي پولیسو قوماندان او د کلي مشر حبیب الرحمان ملکزاده ای اېف پي ته وویل، جنګیاليو هڅه کوله چې د هغې پلار ومومي.

هغه وویل، د هغې پلار د حکومت ملاتړی وو، له دې امله طالب جنګیالي د هغه کور ته ورغلل او هغه یې په کش کولو له کور نه را واېست.

ملکزاده وویل، کله چې د هغه مېرمنې مقاومت وکړ، طالب جنګیالیو ښځه او مېړه دواړه د هغوی له کور څخه بهر ووژل.

هغه وویل، «قمرګل چې په کور کې دننه وه په کور کې موجوده کلاشینکوف یې راواخیست او لومړی یې هغه دوه طالب جنګیالي چې د هغې مور او پلار یې وژلي وو وویشتل او بیا یې څو نور ټپیان کړل.»

بېلابېلو چارواکو وویل چې قمرګل د ۱۴ او ۱۶ کالونو تر منځ عمر لري.

وروسته څو نور طالب جنګیالي راغلل چې د هغې په کور باندې برید وکړي، خو کلیوالو او حکومت پلوه ملېشو له یوې وسلې والې نښتې څخه وروسته پسې واخیستل.

د والي ویاند محمد عارف عابر وویل، افغان امنیتي ځواکونو قمرګل او د هغې کوچنی ورور یوه خوندي ځای ته بوولي دي.

د هغې د زړورتیا ستاینه

له دغې پېښې راهیسې، د ټولنیزو رسنیو شبکې د یادې پېغلې د اتلولۍ له امله په ستاینو ډکې شوي دي.‌

په تېرو څو ورځو کې د قمرګل یو عکس چې ټیکری یې په سر کړی او کلاشینکوف یې په غېږ کې نیولې دی په انټرنټ خپور شوی دی.‌

نجیبه رحمانی په فیسبوک ولیکل «د هغې زړورتیا ته سلام! آفرین.» د فیسبوک یوې بلې کاروونکې فضیلې علیزاده ولیکل «د یوې افغانې نجلۍ زور.»

محمد صالح په فیسبوک په خپل پوست کې لیکلي، «موږ پوهېږو چې هیڅوک د مور او پلار ځای نشي نیولی، خو ستا له خوا اخیستل شوی انتقام به تاته نسبي سکون درکړي.»

طالبان وخت په وخت هغه کلیوال چې هغوی پرې د حکومت یا امنیتي ځواکونو لپاره د جاسوسۍ کولو شک کوي، وژني.

په وروستیو میاشتو کې، له کابل سره د سولې د خبرو ترسره کولو لپاره له موافقې سره سره، اورپکو د امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له رسنیو څخه، ما په غور کې د یوې کورنۍ د یوې زړورې نجلۍ د دردناکې پېښې په هکله واورېدل. غور یو نه فتحه کېدونکی ولایت دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې ازادي، ویاړونه او طبیعي شجاعت ساتلي،‌ او هېڅکله نهیلۍ، غلامۍ او استعمار ته نه دی تسلیم شوی. غور د طالبانو پر ضد یو قوي مورچل وو، او د غور خلکو د دغه ولایت له هرې درې او څوکې څخه دفاع کړې ده. همدارنګه، غور لومړنی ولایت وو چې د هېواد د ملي قهرمان له مرګ څخه وروسته یې په قهر سره بریدونه وکړل او په یوه میاشت کې دننه یې د فیروزکوه او چغچران ښارونه ازاد کړل. په دې کې شک نشته، چې د هغې ۱۶ کلنې نجلۍ زړورتیا د ستاینې وړ ده چې مور او پلار یې د هغې په حضور کې په تیوره ولسوالۍ کې شهیدان شول. خور او ورور دواړو توپک واخیست او قاتلان یې ووژل، او له خپلې کورنۍ څخه یې په زړورتیا سره دفاع وکړه. زه په افسوس او درد سره، د دغې کورنۍ ناجیانو او د غور افتخار جوړونکیو خلکو ته د یادې کورنۍ د مور او پلار د شهادت په مناسبت تسلیت وایم او مبارکي ورکوم.‌ زه د دغې کورنۍ مور او پلار ته د جنت دعا کوم.‌

ځواب ورکړئ

مېرمن قمرګله به هم د نورو په څېر له خپل حق څخه محرومه شي. هغه به بالاخره پولیسه شي او ښځې به تلاشي کوي. او له اوس نه به هغه د جنسي غلامۍ له کلتور سره بلده شي.

ځواب ورکړئ

حکومت باید هغې ته داسې یوه لاره ومومي چې هغه له هېواد څخه بهر وځي او هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.‌هغه به دلته خوندي پاتې نشي. دا د افسوس ځای دی چې هیڅوک د داسې یوې زړورې ښځې پروا نه کوي.‌

ځواب ورکړئ

داسې ویل کیږي چې مېرمن قمرګلې خپل مېړه وژلی دی.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې تر هغه وخته پورې به په دې هېواد کې ملي روغه جوړه او د سولې هوکړه وشي او قمرګلې او د هغې په څېر نورو ته به د ټولو له خوا عفوه وشي. یوازې د قمرګلې ژوند په خطر کې نه دی، د دې هېواد له شتمنو څخه تر عادي خلکو پورې د یوه موبایل لپاره چې یوازې ۵ زره افغانۍ ارزښت لري خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یوه مشهور متل له مخې، هر څوک د عمل سزا ویني. زمونږ عملونه او ارادې غلط دي چې مونږ له داسې یوه برخلیک سره مخامخ کیږو او وینو یې. مونږ ته له ماشومتوب څخه دا نه دي راښودل شوي چې وجدان څه معنی لري. وجدان داسې یو څه دی چې مونږ یې باید له خپل مور او پلار څخه زده کړو، چې مونږ باید څه وکړو او څه ونه کړو. هغوی مونږ ته زمونږ له ماشومتوب څخه نه دي ویلي چې څه وکړو او څه ونه کړو. نو تر څو پورې چې دا د بهرنیانو غلامي وي، زمونږ برخلیک به عین شی وي. تاسو باید د بهترۍ تمه ونه لرئ.‌

ځواب ورکړئ

ملاله یوسفزۍ د قلم له لارې اتله شوه، او قمرګله د توپک له لارې اتله شوه. هغوی دواړه یو ډول خطرناکې کیسې لري (چې له طالبانو سره ورته پېښې شوې)، خو لومړۍ له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغه شوه، او دویمه ښایي خپل نیم عمر د امن کور کې تېر کړي.‌ پېغله یوسفزۍ به څو کاله وروسته ستنه شي، او ښایي چې لومړۍ وزیره شي. تاسو د قمرګلې د برخلیک په هکله څه فکر کوئ؟ آیا هغه به دا فرصت ترلاسه کړي چې تعلیم او تحصیل وکړي؟ آیا هغه به اکسفورډ پوهنتون ته لاره ومومي؟ په درناوي، جامع

ځواب ورکړئ

دې دغې انجلۍ جرات او زړه ورتیا واقعاً د ستایلو وړ ده. حکومت باید دغې انجلۍ ته نغدې روپۍ مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

حکومت باید د نجلۍ او د هغې د ورور ملاتړ وکړي، او هغوی ته معیشت برابر کړي، ځکه چې هغوی د خپلې کورنۍ روزي ګټونکی له لاسه ورکړ.‌

ځواب ورکړئ

دا د یوې افغانې ښځې زړورتیا ښیي، ځکه چې افغانو ښځو د تاریخ په اوږدو کې د دې هېواد د سړیو تر څنګ د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره جنګ کړی او قربانۍ یې ورکړي دي.‌ ژوندۍ دې وي د هېواد زړورې ښځې.‌

ځواب ورکړئ

دا نجلۍ واقعاً یوه اتله ده. د ستایل کېدلو تر څنګه، په کار ده چې د هغې امنیت خوندي کړای شي او هغه باید کابل ته راوستل شي یا خارج ته ولېږل شي ځکه چې طالبان به هغه ژوندۍ پرې نه ږدي.

ځواب ورکړئ