امنیت

د وژل شوي مور او پلار افغانه نجلۍ وایي هغه چمتو ده چې نور طالبان هم ووژني

سلام ټایمز او ای اېف پي

یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۲۷مه دوه تنه طالب اورپکی وروسته له هغه د خپل کلاشینکوف په وسیله ووژل چې اورپکو د هغې مور او پلار ووژل.‌ ځایي چارواکو وویل، طالبان د دې لپاره راغلي وو چې د قمرګلې پلار چې د کلي ملک وو ووژني، ځکه چې هغه د حکومت ملاتړ کاوه. [ازادي رادېو/ای اېف پي]

غزني -- یوې افغانې نجلۍ چې دوه تنه طالب جنګیالي یې وروسته له هغه ووژل چې هغوی د دې مور او پلار ووژل، وویل، هغه چمتو ده چې د هرو هغو یاغیانو مقابله وکړي چې ښایي په هغې باندې برید وکړي.‌

قمرګلې چې ۱۵ کاله عمر لري، تېره اونۍ د غور ولایت په یوه لیرې پراته کلي کې اورپکي هغه وخت ووژل چې هغوی د دې په کور باندې برید وکړ.

قمرګلې د تیلیفون له لارې د یوه خپلوان له کور نه چې پیره پرې ولاړه وه، ای اېف پي ته وویل، «زه نور له هغوی څخه نه ډارېږم، او زه چمتو یم چې د هغوی مقابله وکړم.»

د قمرګلې یو عکس چې له توپک سره یې اخیستی دی په انټرنټ خپور شوی دی، چې ډېرو د هغې د کړنو له امله ستایلې او له هېواد څخه په خوندي توګه د هغې د وتلو غوښتنه یې کړې ده.‌

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۳۱مه اخیستل شوی، ۱۵ کلنه قمرګله، چې دوه طالب اورپکي یې وروسته له هغه د خپلې کورنۍ د کلاشینکوف په وسیله ووژل چې هغوی د هغې په کور برید وکړ، د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د والي په دفتر کې ناسته ده.‌ [ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۳۱مه اخیستل شوی، ۱۵ کلنه قمرګله، چې دوه طالب اورپکي یې وروسته له هغه د خپلې کورنۍ د کلاشینکوف په وسیله ووژل چې هغوی د هغې په کور برید وکړ، د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د والي په دفتر کې ناسته ده.‌ [ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د اخیستنې نېټه یې معلومه نه ده، قمرګلې په غور ولایت کې د دوه طالب جنګیالیو له وژلو څخه وروسته خپله کلاشینکوف په غېږ کې نیولې د. [ټولنیزې رسنۍ]

په دې عکس کې چې د اخیستنې نېټه یې معلومه نه ده، قمرګلې په غور ولایت کې د دوه طالب جنګیالیو له وژلو څخه وروسته خپله کلاشینکوف په غېږ کې نیولې د. [ټولنیزې رسنۍ]

ګل د هغې شپې پېښې ته په اشارې وویل، کابونیمه شپه به وه چې طالبنان را ورسېدل.

هغه له خپل ۱۲ کلن ورور سره په بله کوټه کې ویده وه چې د سړیو اواز یې واورېد چې د هغوی د کور دروازه یې ټېله کوله.

ګل وویل، «زما مور ورمنډه کړه چې د هغوی مخه ونیسي، خو څو هغه ور رسېده، هغوی وخته دروازه ماته کړې وه.»

هغې وویل، «هغوی زما مور او پلار بهر واېستل او څو ډزې یې پرې وکړې.»

هغې وویل، خو څو شېبې وروسته مې «غوسه زیاته شوه.»

قمرګلې چې پلار یې د کلاشینکوف د کارولو چل ور زده کړی وو، وویل، «ما په کور کې موجود توپک را واخیست، دروازې ته لاړم او په هغوی باندې مې ډزې وکړې.»

کله چې له یاغیانو څخه یوه، چې ښکارېده چې سرګروپ دی، هڅه وکړه چې متقابلې ډزې وکړي، د هغې ورور مداخله وکړه.‌

قمرګلې وویل، «زما ورور توپک له مانه واخیست او هغه یې وویشت. هغه جنګیالی په زخمي حالت کې وتښتېد چې وروسته بېرته راستون شي.»

وروسته یو شمېر کلیوال او حکومت پلوي وسله وال د هغوی کور ته راورسېدل. له یوې اوږدې وسله والې نښتې څخه وروسته بالاخره طالبان وتښتېدل.

زړور کار

چارواکو ای اېف پي ته وویل چې طالبان د دې لپاره راغلي وو چې د قمرګلې پلار چې د کلي مشر وو، ووژني،‌ ځکه چې هغه د حکومت ملاتړ کاوه.‌

یاغیان په منظم ډول هغه کلیوال وژني چې هغوی پرې د حکومت یا امنیتي ځواکونو د مخبرانو شک کوي، او په تیوره ولسوالۍ کې، چې د قمرګلې دوی کور په کې پروت دی، نږدې هره ورځ د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه ډول پېښې ترسره کیږي.

هغې وویل، «زه په دې افتخار کوم چې د خپل مور او پلار قاتلان مې ووژل. ما هغوی د دې له امله ووژل چې هغوی زما مور او پلار وژلي وو، او ځکه چې زه پوهېدم چې هغوی به ما او زما کوچني ورور پسې راشي.»

ګل په دې افسوس کوي چې خپل مور او پلار سره یې خدای په اماني ونه شوای کړای.‌

هغې وویل، «وروسته له هغه چې ما دوه طالبان ووژل، زه لاړم او خپل مور او پلار ته مې خبرې وکړې، خو هغوی ساه نه اخیستله.‌ زه خفه یم چې په اخر ځل مې له هغوی سره خبرې ونه شوای کړای.»

د ټولنیزو رسنیو په سلګونو کارونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې هغه دې خوندي کړي، او ځینې یې غواړي چې هغه دې له افغانستان څخه بهر ولېږل شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت یوې پخوانۍ استازې فوزیې کوفي په خپل فیسبوک لیکلي، «زه غواړم چې ولسمشر له هغې سره مرسته وکړي چې هغه یوه خوندي ځای ته انتقال شي ځکه چې د هغې او د هغې د کورنۍ امنیت له خطر سره مخامخ دی.»

د پنجشنبې په ورځ /د زمري ۲مه/، قمرګله کابل ته بوتلل شوه چې هلته حکومتي چارواکو او د افغانو ښځو یوې ډلې ورته ښه راغلاست وویل.

د دفاع وزارت یوې چارواکې منیرې یوسف زاده وویل، د قمرګلې «زړور کار» د افغانو ښځو له خوا طالبانو ته یو پیغام وو.‌

هغې په یوه ټویټ کې لیکلي، «طالبان باید پوه شي چې د نن ورځې ښځې د هغوی د واکمنۍ د وخت له ښځو څخه توپیر لري.»

د غني ویاند صدیق صدیقي ای اېف پي ته وویل، ولسمشر اشرف غني «د یوه بې رحمه دښمن پر وړاندې د دفاع» له امله قمرګله وستایله.

د طالبانو ویاند تایید کړه چې د برید په ځای کې عملیات ترسره شوي خو له دې څخه یې انکار وکړ چې کومې ښځې دې د یادې دلې جنګیالي وژلي وي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښځه یوه حقیقي اتله ده او زه د دې ښځې د قهرمانۍ کار ستایم.‌

ځواب ورکړئ

هغه یو ښه کار وو.‌

ځواب ورکړئ

دا عکس ما اخیستی دی. تاسو څنګه له ماسره له مشورې څخه پرته خپور کړی دی؟

ځواب ورکړئ

د دې نجلۍ د خپلوانو او محلي مقاماتو په وینا، نجلۍ خپل مېړه وژلی دی، نه طالبان.‌ یو له هغو بریدګرو څخه چې هغې وژلي دي د هغې مېړه وو چې د طالبانو تر څنګ یې جنګ کاوه، او غوښتل یې چې خپله ښځه د هغې له کورنۍ سره له یوې شخړې څخه وروسته په زور سره بېرته بوځي.‌

ځواب ورکړئ

خدای پوهېږي چې څه صحیح دي او څه نه.‌ د افغانستان له ټولو ښارونو څخه په ۱۵ کیلومترو کې نه حکومت شته نه قانون، او نه هم رسنۍ هلته لاسرسی لري. اوس دا پېښه شوې ده، او قمرګله او د هغې خپلوان له هغه ځایه راتښتېدلي، ښار ته راغلي دي او کیسه یې کړې ده. دا ډول شخړې او جنجالونه په اکثرو هغو کورنیو کې چې له تعلیم څخه محرومې دي، موجود دي. د دغو جنجالونو یو شمېر یې قومي ریښې لري، او نور یې کلتوري اړخونه لري. ښایي چې نوې واده شوې نجلۍ ورسره بلده نه وه، یا دا چې د هغو خلکو له دود نه ناخبره وه چې په کې واده شوې وه، یا ښایي چې پوه شوې وه خو ځان یې ورسره نه دی عیار کړی، او بالاخره یوه ستونزه او بدمرغي رامنځته شوې ده.‌ د دغه ډول تاوتریخوالي نور مثالونه په کلیوالو سیمو کې په بدو کې د ورکړې چټل او بې معنی کلتور دی. که یو شخص د بل شخص له خوا ووژل شي،‌ د وژل شوي کس کورنۍ په روغه جوړه کې د وژونکي له کورنۍ څخه فدیه غواړي یا یې بخښي، او د قاتل کورنۍ باید هغه مقدار پیسې ورکړي. که هغوی دغه پیسې ونه لري، بیا د نجلۍ حق، د نجلۍ عمر، د نجلۍ رضا مهمه نه ده، هغه به د وژل شوي کس کورنۍ ته د سر په بدل کې ورکول کیږي. نجلۍ مجبوره ده چې د ژوند تر پایه د یوې وینځې په توګه کار وکړي، او زه فکر نه کوم چې نجلۍ دا اجازه ولري چې نور د خپل مور او پلار کور ته لاړه شي او له هغوی سره وویني. له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې داسې عامې ستونزې عامې دي چې مونږ یې اوس هم په خبر او ناخبر ډول تعقیبوو.

ځواب ورکړئ

زما ګرانه دوسته، تا مهم مسایل ذکر کړي دي. خدای دې درباندې رحم وکړي.‌ دا ټولې ستونزې د افغانستان له څلوېښت کلن جنګ څخه راپورته شوي دي. خدای دې افغانستان ته د ټول هېواد په سطحه سوله راولي چې خلک له داسې ستونزو سره مخامخ نشي.‌

ځواب ورکړئ