امنیت

د طالبانو د بریدونو د ډېرېدلو په ترڅ کې د سرپل ښځو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ

د هدایت الله راپور

ښځې د وږي په ۱۲مه په سرپل ښار کې د سرپل د ښځو د چارو ریاست کې راغونډې شوي ترڅو د ځایي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي. [د سرپل د ښځو د چارو ریاست]

ښځې د وږي په ۱۲مه په سرپل ښار کې د سرپل د ښځو د چارو ریاست کې راغونډې شوي ترڅو د ځایي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي. [د سرپل د ښځو د چارو ریاست]

کندوز -- په هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدلو د څپې په ترڅ کې، د شنبې په ورځ /د لړم په ۱۰مه/ په سرپل ولایت کې په لسګونه ښځې راټولې شوې ترڅو له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي.

د ښځو د چارو یوې فعالې زرمینې یاسیني د ولایت په مرکز سرپل ښار کې په غونډه کې وویل، امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د ساتلو لپاره ځانونه سپر کوي، او ملکي خلک مسؤل دي ترڅو د هغوی ملاتړ وکړي.

یاسیني وویل، «زه د یوې افغانې په توګه امنیتي ځواکونه او د افغانستان اتلان ستایم او مننه ترې کوم چې تل یې له موږ څخه د دښمن پر وړاندې د سپر په توګه عمل کړی دی.»

هغې زیاته کړه، «په موجود حالت کې، موږ له دې پرته چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او هغوی تشویق کړو بله لاره نه لرو. ټول افغانان باید په یوه خوله د هغوی ملاتړ وکړي.»

افغان او امریکایي چارواکو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې د وینو تویولو ډېرول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې چې د وږي په میاشت کې په قطر کې پیل شوي دي، ګواښي.

د سرپل ولایت یوې اوسېدونکې نفیسې اماني په نړۍ واله ټولنه او ناټو باندې غږ وکړ چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ټینګ ملاتړ وکړي او هغوی سنبال کړي څو هغوی د ترهګرو د بریدونو د ډېرښت پر وړاندې جنګ ته دوام ورکړي.

اماني وویل، «موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره راضي یو ځکه چې سرپل ولایت د طالبانو تر ګواښ لاندې دی. دلته تل جنګ وي، او همدا امنیتي ځواکونه دي چې د دې خاورې د هر انچ ساتنه او دفاع کوي.»

د سرپل ولایت د ښځو د چارو رییسې نبیلې حبيبي په غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو یوې تلپاتې او هر اړخیزې سولې ته ورسیږي.

هغې وویل، سربېره پر دې، د دې معنی دا ده چې طالبان به نور ونشي کولی چې بهانې وکړي او هغوی به مجبور وي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.‌

هغې زیاته کړه، «موږ د هېواد له دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلانوو. موږ هیله لرو چې ژر به په ټول هېواد کې سوله تأمین شي او موږ به وکولی شو چې په سوله او امن کې ژوند وکړو.»

حبیبي وویل، «اکثر پوځي منسوبین ټوله شپه د دې لپاره ویښ وي ترڅو موږ خوندي کړي. هغوی د جنګ په لومړیو کرښو کې په جګړه بوخت دي، او موږ هره یوه د میندو په توګه د هغوی د بریا لپاره دعا کوو.»

د هېواد خوندي کول

حبيبي وویل، چې امنیت وي په سرپل کې ښځې کولی شي ترڅو په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.

هغې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په هکله زیاته کړه چې مرکچیان باید په هغه څه باندې ناوړه جوړجاړی ونه کړي چې ښځو په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړي دي.

په سرپل ولایت کې یوه دینی عالم مولوي محمد اشرف حقخواه وویل، افغان امنیتي ځواکونه د دې لپاره جګړه کوي ترڅو امنیت تأمین او هیواد خوندي کړي او په کار دی چې د هغوی ملاتړ وشي.

هغه وویل، «هغه عسکر به چې خپل ارام یې د خلکو د امنیت او نېکمرغۍ قرباني کړی دی او د امنیت د تأمین لپاره کار کوي ... ستر اجر ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «د اسلام پاک پېغمبر ویلي دي چې دوه هغه ستر نعمتونه چې الله تعالی په انسانانو باندې لورولي دي یوه یې ښه صحت او بل یې امنیت دی.»

هغه زیاته کړه، «که په یوه ټولنه کې امنیت نه وي، سوله به ټکنۍ شي.»

د سرپل ولایت امنیه قوماندان برید جنرال غلام جیلاني ابوبکر ژمنه وکړه چې د هغه افسران به لا نور زحمت وباسي ترڅو په دغه ولایت کې امنیت تأمین کړي.

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «زه په داسې میندو او خویندو باندې ویاړم چې داسې زامن یې لوی کړي او ان دا چې د هېواد،‌ عزت، او خپلو خلکو په دفاع کې د خپل ژوند قرباني کولو څخه هم نه وېرېږي.»

ابوبکر زیاته کړه، «ستاسو د دعاګانو سربېره، امنیتي ځواکونه په سرپل کې د لا ښه امنیت د تأمینولو لپاره ستاسو همکارۍ ته اړتیا لري. تاسو باید د هر ډول مشکوک فعالیت په هکله امنیتي ځواکونو ته راپور ورکړئ.»

هغه وویل، «په سرپل ولایت کې امنیت تأمینیږي، او زه له تاسو سره ژمنه کوم چې ستاسو زامن به هېڅکله هم ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې ستاسو سوله ټکنۍ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وخت به بېرته په شا لاړ نشي، بلکې پر مخ به ځي. هغه وخت جلا وخت وو چې طالبانو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې کار وکړي، اوس وخت بدل شوی او طالبان هم پوهېږي چې په ټولنه کې د ښځو له حضور څخه پرته نه کیږي.‌ طالبانو په ملي او بین المللي رسنیو کې په مکرر ډول ویلي چې هغوی چمتو دي چې ښځو ته حقونه او د کار کولو اجازه ورکړي. البته، ځینې کړۍ (ګروپونه) هڅه کوي چې د سولې پروسه ټکنۍ کړي او د داسې مسایلو په راپورته کولو سره د طالبانو پر ضد د خلکو ذهنونه مغشوش کړي چې سوله ونشي.‌ د دغو ګروپونو او کړیو ګټه په جنګ کې ده، او په تېرو دوو اونیو کې،‌ هغوی ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کړې. که طالبان قدرت ته ورسېږي، د هغوی پیسې به پرې بندې شي. له دې امله، هغوی هڅه کوي چې د طالبانو پر ضد منفي خبرونه او تبلیغات خپاره کړي او په دې توګه اوبه خړې کړي او کبان په کې ونیسي.

ځواب ورکړئ