جرم او انصاف

د کابل د استوګنې سیمې د طالبانو له خوا د نه موجودو مالکانو د ملکیتونو د غصب پر وړاندې مقاومت کوي

د خسرو راپور

یو عکس د لړم په ۱۰مه د کابل عمومي منظره ښیي. [هکتور ریتامال/ای اېف پي]

یو عکس د لړم په ۱۰مه د کابل عمومي منظره ښیي. [هکتور ریتامال/ای اېف پي]

کابل -- د اپارتمانونو مالکان او استازي وایي، طالبان هڅه کوي چې د هغو افغانانو کورونه غصب کړي چې یا په بهر کې ژوند کوي یا له هېواد څخه وتلي دي او بیا یې له اجازې پرته نورو خلکو ته په کرایه ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې، طالبان هڅه کوي معلومه کړي چې په اپارتمانونو او مکروریانونو کې چې د شوروي پر وخت له کانکرېټي تختو څخه جوړ شوي بلاکونه دي، کوم کورونه بې اوسېدونکو پاتې دي.

د کابل په ۹مه ناحیه کې د مکروریانونو یوه ځایي استازي چې ځان یې د عبدالله په مستعار نامه معرفي کړ، وویل، «د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې، تر ۲۰ پورې کسانو چې ادعا یې کوله د یادې ډلې غړي دي له ما سره رابطه کړې چې زه په خپله سیمه کې د هغو کورونو لست ورکړم چې مالکان یې دا وخت په افغانستان کې نه دي.»

هغه وویل، «دا چې زه اکثر اوسېدونکي پېژنم... له دې امله تر اوسه پورې ما مقاومت کړی دی.»

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په کابل کې له ذنبق څلورلارې سره نږدې د سرک پر غاړه په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د آرشیف په دې عکس کې چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي په کابل کې له ذنبق څلورلارې سره نږدې د سرک پر غاړه په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه چې، «کله چې طالبان ماته راغلل، ما هغوی ته وویل چې د ټولو اپارتمانونو مالکان شته. سربېره پر دې، ما له څو هغو اوسېدونکیو سره چې په بهر کې اوسېږي په پټه رابطه کړې څو ډاډمنه کړی چې هغوی د خپل نشتوالي پر وخت لږ تر لږه خپل یو تن خپلوان راولېږي چې د هغه په کور کې واوسېږي.»

عبدالله وویل هغه اندېښمن دی چې طالبان دا مشکوکې هڅې د دې لپاره کوي چې استوګنځي غصب کړي او قوالې یې په خپلو نومونو کړي.

د مکروریانو یوه بل استازي د میرویس په مستعار نامه سلام ټایمز ته وویل چې طالبانو هغه او په سیمه کې د ملکیتونو څو نور استازي ور وغوښتل او حکم یې ورته وکړ چې د هغو کورونو یو لست جوړ کړي چې مالکان یې په بهر کې دي.

میرویس وویل، «له بده مرغه چې موږ بې له دې چې یو لست جوړ کړو بله لاره نه لرله، ځکه چې که موږ دا کار نه وای کړی، زموږ او زموږ د کورنیو ژوند ته خطر پېښېدلی شوای.»

ذبیح الله امانیار چې د کابل په مکروریانو کې اوسېږي هم تایید کړه چې طالبان د هغه د بلاک استازی ځوروي ،ترڅو د اپارتمانونو او د هغو د مالکانو لست ورکړي.‌

هغه وویل، «طالبان عین هغه قاعده تکراروي چې هغوی د خپلې تېرې واکمنۍ پر وخت کاروله» او غواړي هغه کورونه معلوم کړي چې مالکان یې نه وي او په ساده ډول هغه ضبط کړي.

د طالبانو له خوا د کابل ښار لپاره ټاکل شوی ښاروال په دې هکله د خبرو لپاره ونه موندل شو.

غیر قانوني او غیر اسلامي

په کابل کې د اپارتمانونو مالکانو او حقوقي شنونکو وویل،‌ د طالبانو دا هڅې چې د بهر مېشتو خلکو ملکیتونه ضبط کړي دافغانانو په شخصي چارو کې لاسوهنه او یو غیر مشروع او غیر اسلامي عمل په ګوته کوي.

په کابل کې د یوه بلاک مالک سید مقدس وویل، «د طالبانو له خوا د کابل له نیولو څخه وروسته، د کابل ډېر هغه اوسېدونکي چې له پخواني حکومت یا نړۍ والې ټولنې سره یې کار کاوه له ډاره له هېواده ووتل.

هغه وویل، د هغه په بلاک کې ګاونډیان د ۷ اپارتمانونو چې تش پرېښودل شوي وو، ساتنه کوي، خو د طالبانو له خوا د غصب په هکله اندېښنې زیاتې شوي دي.

مقدس وویل، هر افغان وګړی حق لري انتخاب کړي چې آیا په خپل ملکیت کې اوسېږي که یې کولپ کوي او په بل ځای کې ژوند کوي.

هغه وویل، د طالبانو کارونه «د قانون په اساس هېڅ مشروع توجیه نه لري، او سربېره پر دې شرعي قانون د یو چا په نشتوالي کې د هغه د ملکیت د ضبط یا د کرایه ورکولو اجازه نه ورکوي.»

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د قانون یوه پروفیسر محمد محسن شجاع وویل، د طالبانو هڅې په ښکاره د افغانستان له قوانینو او بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

شجاع وویل، «داسې هېڅ ماده نشته ... چې ډلو، افرادو یا حتی حکومتونو ته اجازه ورکړي چې د یوه ملکیت د قانوني مالک په نشتوالي کې د هغه ملکیت بل چا ته په کرایه ورکړي.»

داور زیاته کړه، «زه نه پوهېږم چې طالبان څنګه د یو چا په خصوصي ملکیت باندې بې اجازې ورننوتل، بیا د هغه کالي لیرې کول او کور یې یو بل چاته په کرایه ورکول توجیه کوي.»

په ستونزو باندې سترګې پټول

د طالبانو له خوا غیرقانوني غصبونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې نوی حکومت له ډېرېدونکې بې کارۍ او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د نه وړتیا له ستونزو سره مخامخ دی.

مجیب الرحمان حمیدي چې پخوا یې په کابل کې له یوې نړۍ والې موسسې سره کار کاوه، وویل، په کابل کې د واک له بیا ترلاسه کولو راهیسې، طالبان غواړي چې د خلکو د ستونزو د حلولو او د کړاوونو د له منځه وړلو پر ځای د افغانانو ځمکې او ملکیتونه لاندې کړي.

حمیدي وویل، «طالبانو تر اوسه پورې څو کورونه چې د یوه سوداګر ورور،‌ د پارلمان د یوه وکیل خور،‌ او د یوه پخواني جنرال د تره زوی پورې یې تړاو درلود، غصب کړي، په داسې حال کې چې د هر چا ملکیت باید خوندی کړای شي.»

نوموړی وویل، د طالبانو لپاره دا سخته ده چې له زیاتېدونکیو اقتصادي ننګونو سره مقابله وکړي ځکه چې هغوی اوس هم د نړۍ والې ټولنې له خوا لګول شویو بندیزونو څخه کړېږي.

هغه وویل، «له دې امله، د طالبانو مشران او قوماندانان هڅه کوي چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره نورې غیرقانوني لارې چارې ولټوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا واقعا د تشویش خبره ده. تالبان باید د دغو کارونو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې د افغانانو کورونه نور افغانان غصب کړي. زه فکر کوم چې د تالبانو مشرتابه په دې هکله یو فرمان هم ورکړی او ویلي یې دي چې که هر چا د بل کور نیولی وي باید ژر تر ژره د پولیسو اړوند ماموریت ته خبر ورکړي چې کور یې خالیه کړای شي.

ځواب ورکړئ

که افغانان د خپل وطن پر حالاتو ۲۴ ساعته هم وغږېږي، نو شاوخوا ۲۰ ساعته به د ویر او دردونو په کیسو، په وېرې او بیا په خپل وطن کې د روان وحشت په هکله خبرې کوي. او علت یې هم موږ په خپله (افغانان) یو، هغه ځکه چې موږ تیار خواره یو، کار ته اوږه نه ورکوو، هر څه په تیاره غواړو. افغانستان به هله جوړ شي چې یو غریب او ناچاره وګړی یې د بل چا مال ته غل نه وي، د بل چا حیا او عزت ته غل نه وي، د خپل وطن ملي ګټو ته ژمن وي، خپل پول او پلچک د څو روپیو په مقابل کې د بل په خوله وران نه کړي، مکتب ونه سوزوي، ځمکه او د بل چا ملکیت غصب نه کړي او یا هم که څومره زورواکی شي خو ملي ګټو ته ژمن اوسي د خپلو خلکو خیال وساتي، که قدرت ته ورسېد، د نورو خدمت ته ملا وتړي نه دا چې د نورو شړۍ له ځان نه تاو کړي او خپله یې وګڼي. د ظاهر شاه وخت چې نسبي ارامي وه د مشرانو له قوله: خلک غریب وو. خو سترګې یې مړې وې. د یو بل مال ته غله نه وو. د یو بل وینو ته تږي نه وو؛ لکه بله دنیا چې وي او لکه بل مخلوق چې وي؛ مګر اوس هر څه بدل دي. هغه وايي: چې به ژرندې ته چا خر نه ورکولو – نن سالار د قافلې او د کاروان دی

ځواب ورکړئ