اقتصاد

پاکستاني مقامات افغانستان ته د امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیسي

د زرک خان راپور

یو پاکستانی سړی د ۱۳۹۸ د غوایي په ۲۶مه په لاهور کې په یوه صرافۍ کې امریکایي ډالر شماري. [عاف علي/ای اېف پي]

یو پاکستانی سړی د ۱۳۹۸ د غوایي په ۲۶مه په لاهور کې په یوه صرافۍ کې امریکایي ډالر شماري. [عاف علي/ای اېف پي]

اسلام اباد -- پاکستاني مقامات داسې نوي ګامونه معرفي کوي ترڅو د پیسو د صرافانو او نورو هغو کسانو پر ضد چې افغانستان ته امریکایي‌ ډالر قاچاق کوي عملیات ترسره کړي.

په داسې حال کې چې د زمري په وروستیو کې د طالبانو له خوا د واک نیولو راهیسې د افغانستان اقتصاد د سقوط څنډې ته رسېدلی، د افغانۍ قېمت کم شوی او د افغانستان په خزانو کې په میلیاردونو ډالر په بهر کې کنګل شوي ځکه نړۍ والې ټولنې تر اوسه پورې دا نه ده منلې چې نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د پیسو په کنګل کېدلو سره، د افغانستان بانک د زمري په میاشت کې د یوه مشتري لپاره په اونۍ کې د ۲۰۰ ډالرو د اېستنې موقت حد وټاکه. دغه راز، هغوی د سوداګرو او د خصوصي شرکتونو د مالکانو لپاره په میاشت کې په مجموعي توګه د ۲۵۰۰۰ ډالرو د اېستنې حد وټاکه.

د ۲۰۰ ډالرو حد د چارشنبې په ورځ /د لړم ۱۲مه/ ۴۰۰ ډالرو ته زیات شو.‌

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) جګپوړي چارواکي د تلې په میاشت کې په اسلام اباد کې په یوه مجلس کې برخه اخلي ترڅو د صرافانو او نورو هغو کسانو پر ضد چې افغانستان ته امریکایي ډالر قاچاق کوي د عملیاتو په هکله خبرې اترې وکړي. [اېف آی ای]

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) جګپوړي چارواکي د تلې په میاشت کې په اسلام اباد کې په یوه مجلس کې برخه اخلي ترڅو د صرافانو او نورو هغو کسانو پر ضد چې افغانستان ته امریکایي ډالر قاچاق کوي د عملیاتو په هکله خبرې اترې وکړي. [اېف آی ای]

په ورته وخت کې،‌ په هېواد کې دننه ډېرې معاملې په امریکایي ډالرو ترسره کیږي، او له جنوبي سرحدي سوداګریزو لارو سره نږدې سیمو کې پاکستانۍ روپۍ کارول کیږي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۱مه/ د بهرنیو اسعارو په استعمال باندې بندیز ولګاوه،چې د افغانانو په ذخیرو باندې یې لا نور فشار راوست.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري اعلامیه کې وویل، «اقتصادي وضعیت او په هېواد کې ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره معامله کې افغانۍ وکاروي.»

دوامدارې او پراخېدونکې اغېزې

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د چارواکو په وینا، په افغانستان کې د امریکایي ډالرو د تأمیناتو د کمښت په پيل سره، په پاکستان کې ځینو صرافي شرکتونو او افرادو له پولې پورې غاړې ته د ډالرو قاچاق پیل کړ.‌

په کراچۍ کې د ظهیر عباس په نامه یوه صراف وویل،‌ وضعیت د ډالرو د تبادلې په نرخونو باندې اغېز کړی او د پاکستاني روپیو ارزښت یې کم کړی دی.‌

هغه وویل، «په افغانستان کې د امریکایي ډالرو تقاضا په ډېرېدلو ده، او د کابل له سقوط راهیسې یو زیات شمېر امریکایي ډالر له پاکستان څخه ورقاچاق کیږي.»

رویټرز په افغانستان کې د وضعیت په استناد راپور ورکړ چې په نیویارک کې د فیچ نرخونه (فیچ ریتینګز) په نامه د کریډیټ نرخونو ټاکلو ادارې د تلې په ۸مه د پاکستانۍ روپۍ د ښکته کېدلو لپاره په خپلو وړاندوینو باندې بیاکتنه وکړه.

راپور کې راغلي، «د کرنسۍ د لا نور کمزوري کېدلو لپاره زموږ وېره د پاکستان د سوداګرۍ د خرابېدونکو شرایطو،‌ د متحده ایالاتو د پیسو د سختو پالیسیو، او ورسره له پاکستان څخه افغانستان ته د امریکایي ډالرو د وتلو د بهیر په اساس ده.»

پاکستانۍ روپۍ د لړم په ۵مه په تاریخ کې په لومړي ځل د یوه ډالر په مقابل کې ۱۷۵ روپیو ته ولوېده او د بل هر وخت په پرتله ډېر ټیټ ۱۷۵.۲۷ نرخ باندې ودرېدله.‌

ټینګ کنټرولونه

د ښکته کېدلو د میلان د مهارولو لپاره،‌ د پاکستان حکومت اېف آی ای ته حکم وکړ چې د ډالرو د ټولو غیرقانوني احتکارونو او قاچاقونو پر ضد عملیات ترسره کړي.

بزنس ریکارډر د تلې په ۱۴مه د ګمرک د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، افغانستان ته هره ورځ ۲ میلیونه ډالر قاچاق کېدل.

د اېف آی ای یوه چارواکي د تلې په ۲۱مه د نوم نه ښودلو په شرط بزنس ریکارډر ته وویل، اېف آی ای «د هغو کسانو پل اخیستنه پیل کړې چې په وروستیو کې یې د بهرنیو اسعارو د تبادلې شرکتونو څخه یې ۶۳ میلیونه ډالر پیرودلي او افغانستان ته یې لېږلي دي.»

دغه چارواکي وویل،‌ ادارې په پاکستان کې شاوخوا ۹۶ د املاکو د پراختیا شرکتونه،‌ صرافان، تعلیمي موسسات او آنلاین پلورنځي چې په غټ مقدار کې امریکایي ډالر یې د ذخیره کولو لپاره پېرودلي وو، معلوم کړي او نومونه یې نیولي دي.

هغه زیاته کړه، مقاماتو په ګوته شویو سرغړونکیو ته حکم کړی چې د پلټنو لپاره حاضر شي.‌

په ورته وخت کې، د پاکستان دولتي بانک (اېس بي پي) اوس د هغو کسانو بایومتریک معلومات اخلي چې غواړي په ازاد بازار کې ۵۰۰ ډالر یا تر دې زیات وپېري.

پخوا هر چا کولی شوای چې د خپل شناختي کارډ د کاپۍ په وړاندې کولو سره له صرافیو څخه ډالر وپېري.

د پاکستان دولتي بانک د تلې په ۱۵مه په یوه اعلامیه کې وویل، «د اسعارو د تبادلې شرکتونو څخه به وغوښتل شي چې له ۵۰۰ ډالرو سره د معادلو یا زیاتو هر ډول بهرنیو اسعارو د خرڅولو د معاملو د تایید لپاره بایومتریک معلومات ترلاسه کړي.»

د اېس بي پي له خوا د اخیستل شویو ګامونو په اساس،‌ هر څوک چې افغانستان ته سفر کوي هغه ته به په یو ځل تګ سره په اعظمي توګه د ۱۰۰۰ ډالرو د وړلو اجازه ورکول کیږي، او دغه حد به په کال کې ۶۰۰۰ ډالر وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زموږ خاوره ، فرهنګ او مدنيت ډير زوړ دى او دتاريخ په ډيرو ژورو رګونو کې ريښې او سلسلي لري خو موږ تاريخ هم خرڅ کړ ، فرهنګ مو هم خرڅ کړ او دفقر تبنګ هم دکابل موزيم داسيا تر ټولو غني موزيم وو خو داستادرباني مقاومت ګرانو يې اثار په پاکستاني کلدارو او پنجابي مردارو باندي دکباړ په ډول خرڅ کړل دپکتيا ځنګلونه دافغانستان دتنفس فلټرونه وو خو موږ دپکتيا دځنګلونو لرګي دپاکستاني محلونو او قصرونو زينتونه کړل اوس مو چې هرڅه خرڅ کړي دي دخپلو تشکيلاتو او تاسيساتو اداره په پنجاب تر بيه کوو اسلام اباد څه دى؟ اسلام اباد دفساد او مافيا زور اباد دى پاکستان خپل هوايې شرکت پې اى اي داستخباراتو په مخدراتو تباه کړي دى هوايې سرويس يې په اروپا او امريکا کې له بنديزونو سره مخامخ دى په خليج کې پر پاکستاني الوتنو په زرهاوو قدغنونه دي خوموږ خپله هوايې ترانسپورتي تنسته دراولپنډۍ دتارونو په ګوړۍ پوري تړو موږ زيان کوو ددين او دنيا زيان داولاد او بنياد زيان دازيانونه بيا نه تلافي کيږي

ځواب ورکړئ

واکمنه ډله د امریکی او پاکستان لاس پوڅي ډله ,تر افغانستان ورته د پنجاب اداره اولیت لری ،او پنجاب د افغانستان دائمی دښمن دی .

ځواب ورکړئ

د بهرنۍ کرنسۍ کاروونه په یوه هېواد کې د هغه هېواد پر اقتصاد بد اغېز کوي. که څه هم اکثر افغانان د طالبانو واک ته په رسېدلو سره ډېر ناهیلي شوي او داسې کوم څه ورته نه دي پاتې چې دوی ورته د ارزښت په سترګه وګوري، خو د دې لپاره چې د افغانستان اقتصاد بیخي صفر ته راښکته نه شي ښه داده چې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو وشي، کنه د بهرنۍ کرنسۍ استعمال به بیا موږ داسې حالت ته یوسي چې خپل افغاني بانک نوټونه به په بوجیو کې ګرځوو. بل ملي ګټې ایجابوي چې ټول افغانان په هره راکړه ورکړه کې افغانۍ کرنسۍ وکاروي تر څو خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي. طالبانو ته هم په کار دې چې دې برخې ته ډېر زیات پام وکړي او هغه کسان که د دوی په لیکو کې دي او که عام خلک دي او په خپلو ورځنۍ راکړه ورکړه کې افغانۍ نه کاروي باید قانوني چلند ورسره وکړي.

ځواب ورکړئ

زه د سلام ټایمز خبرونه او تحلیلونه تقریبا هره ورځ لولم. اکثر لیکنې یې باوري او مفصلې وي، خو د دې په څېر یو شمېر لیکنې یې بې اساسه وي. پاکستان همیشه په بیلابیلو طریقو له افغانستان څخه ډالر قاچاق کوي او خپل هیواد ته یې وړي. د ټالیبانو له خوا د قدرت نیولو څخه وروسته پاکستان ډیره هڅه وکړه چې په نیویارک کې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني راخلاصه کړي او د قاچاق له لارې یې پاکستان ته ویسي. امریکا دې تر قبامته زنده باد وي چې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې ده. پاکستان کوشش کاوه چې د افغانستان پیسې را ازادې شي، تالبان یې مصرف کړي او څه ترې په یو ډول او څه په بل ډول پاکستان غلا کړي او په دې توګه د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه ختمه شي او افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي. تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي. مړ دې وي پاکستان او د پاکستان په څیر نور منافقان.

ځواب ورکړئ