روغتیا

د بشري مرستو یوې ادارې د افغانستان په جنوب کې په سلګونو کسانو ته ویلچییرونه ورکړل

د رحیم الله خپلواک راپور

د ترکیې د بشري مرستو دغې موسسې چې د آی اېچ اېچ په نامه هم مشهوره ده، د تلې په میاشت کې د افغانستان په جنوب کې له سلګونو کسانو سره د ویلچییرونو مرسته وکړله. آی اېچ اېچ چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې کار کوي، ۵۰۰ ویلچییرونه په کندهار، ۲۰۰ په هلمند او ۱۰۰ په نیمروز کې معلولینو ته ور ووېشل. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د ترکیې د بشري مرستو دغې موسسې چې د آی اېچ اېچ په نامه هم مشهوره ده، د تلې په میاشت کې د افغانستان په جنوب کې له سلګونو کسانو سره د ویلچییرونو مرسته وکړله.

آی اېچ اېچ چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ کې کار کوي، په کندهار کې ۵۰۰، په هلمند کې ۲۰۰ او په نیمروز کې ۱۰۰ تنو معلولینو ته ویلچییرونه ور ووېشل.

د ویلچییرونو په ترلاسه کوونکیو کې سړي، ښځې او ماشومان شامل وو، چې اکثرو یې د افغانستان د اوږدې مودې په جنګ کې خپلې پښې بایللې دي.

د آی اېچ اېچ یوه استازي عبدالحنان شریفي وویل، هدف دا دی چې په ټولنه کې د معلولو افغانانو خوځښت او حضور ته وده ورکړل شي.‌

یو معلول سړی د لړم په ۶مه په کندهار ښار کې یو ویلچییر چې له یوې ترکۍ خیریه موسسې څخه یې ترلاسه کړی دی،‌ چلوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

یو معلول سړی د لړم په ۶مه په کندهار ښار کې یو ویلچییر چې له یوې ترکۍ خیریه موسسې څخه یې ترلاسه کړی دی،‌ چلوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وویل، «هغه معلول خلک چې په جنګ او چاودنو کې یې خپلې پښې بایللي دي، نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر لاړ شي ځکه هغوی ویلچییرونه نه لري. هغوی په ټولنه کې حضور نه لري او په بشپړ ډول په کورونو کې ناست او منزوي دي.»

هغه زیاته کړه، آی اېچ اېچ غواړي چې له معلولو افغانانو سره مرسته وکړي څو هغوی له خپلې انزوا څخه را ووځي او آی اېچ اېچ پلان لري چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په زرګونو ویلچییرونه ووېشي.

شریفي وویل، د آی اېچ اېچ ډېره مرسته په لیرې پرتو او محرومو سیمو کې معلولو افغانانو ته ورکول کیږي.

د کندهار د شهیدانو او معلولینو د چارو رییس محمد طاهر وویل، په کندهار کې له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو داسې افغانانو نومونه ثبت شوي چې جنګ معلول کړي دي.

هغه وویل، د هغوی ډېر د ویلچییرونو د نشتوالي له امله په خپلو کورونو کې ایسار او منزوي دي.

طاهر وویل، د نړۍ والو موسساتو په مرسته به د دې کسانو ژوند ښه شي.

د الوت وزرونه

عبدالله خیرخواه چې ۳۷ کاله عمر لري او خپلې دواړه پښې او یوه سترګه یې پنځه کاله مخکې په کندهار کې د سرک غاړې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړل، هم له نورو سره یوځای یو ویلچییر ترلاسه کړ.

هغه وویل چې اوس د هغه ژوند ډېر اسان شو.

هغه وویل، «دا ویلچییر زما لاسونه او پښې دی. په دې سره اوس زه کولی شم چې له خپل کور څخه بهر لاړ شم.»

نوموړي وویل، «ما تل غوښتل چې زما له کور سره نږدې مارکېټ کې سودا اخیستلو پسې لاړ شم، خو نشوای مې کولی چې داسې کار وکړم. اوس زه د دې ویلچییر په برکت کولی شم هر چېرته چې وغواړم، لاړ شم.»

هغه زیاته کړه، «کله به چې زه ناروغ شوم، نه مې شوای کړای چې روغتون ته لاړ شم او زه په کور کې هیڅوک هم نه لرم چې مرسته راسره وکړي. زما ژوند ډېر سخت و، خو اوس زه له دې ویلچییر سره ډېر ارام احساسوم.»

هغه وویل، په کندهار کې معلول افغانان له ننګونو سره مخامخ دي او مرستې ته اړتیا لري.

په کندهار ښار کې د حیات الله په نامه یوه ۶۵ کلن سړي چې ویلچییر یې ترلاسه کړی دی، وویل، معلولینو ته د ویلچییرونو وېش هغوی ته نوې هیله ورکړې ده.

هغه وویل، «د دې ویلچییرونو توزیع له موږ سره یوه غټه مرسته ده. زه ډېر غریب یم او دا وس مې نه درلود چې یو ویلچییر واخلم.»

هغه وویل، «درې کاله مخکې زما په پښه باندې یوه ګولۍ ولګېدله او باید غوڅه شوې وای. ما نشوای کولی چې هېڅ چېرې هم لاړ شم او په کور کې ایسار وم، خو د دې ویلچییر له ترلاسه کولو څخه وروسته زه داسې احساس کوم لکه ما چې خپله پښه بېرته ترلاسه کړې وي.»

هغه وویل، ویلچییر له هغه سره مرسته وکړه چې تر یوه حده پورې په نورو باندې یې اتکا کمه کړي.

د ژوند سختۍ

د افغانستان روان اقتصادي بحران په ځانګړې توګه د معلولینو لپاره ژوند سخت کړی، او ډېر یې نشي کولی چې کار وکړي او باید په نورو باندې تکیه وکړي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي او معلول شخص محمد ایمان نیازي چې ۴۲ کاله عمر لري او ویلچییر یې ترلاسه کړی دی، وویل چې د هغه کورنۍ چې شپږ ماشومان هم په کې ول د تېر کال په اوږدو کې له سختې بې وزلۍ سره مخامخ وه.‌

نیازي چې یوه پښه یې دوه کاله مخکې په کندهار کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړه، میاشت په میاشت د شهیدانو او معلولینو د چارو ریاست څخه پیسې ترلاسه کولې.

خو له تېر کال راهیسې هغه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه وویل، «له هغه وخت نه چې زما میاشتنې پیسې درېدلی زه هېڅ‌ عایداتي منبع نه لرم. له افغانستان سره د کېدونکې مرستې ډېره لږه اندازه تر موږ پورې را رسیږي. زه درې زامن او دوه لورګانې لرم، او یو یې هم کار نشي کولی. ډېرې شپې مونږ په وږې خېټه ویده کیږو.»

نیازي وویل هغه د خپلو اولادونو لپاره د نفقې موندلو په پار مجبور وه خیر غوښتل پیل کړي.

هغه زیاته کړه، «ما په زراعتي ځمکو کې کار کاوه او ښه ژوند مې درلود، خو له معلولیت څخه وروسته د ستونزو ډېرۍ راته جوړه شوه. زه ټوله ورځ په تشویش کوم او حیران یم چې بېګاته به څه خورو.»

د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي محمد خالد چمتو چې ۲۹ کاله عمر لري او ویلچییر یې ترلاسه کړ، پنځه کاله مخکې په کابل کې په یوه چاودنه کې یوه پښه، یو لاس او یوه سترګه له لاسه ورکړي دي.

چمتو چې دوه ماشومان لري، وویل، «د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د میاشتنې پیسو له درېدلو څخه وروسته اقتصادي ستونزې او د ژوند ننګونې ډېرې زیاتې شوې.»

هغه وویل، «زه هېڅ عایداتي منبع نه لرم او نه پوهېږم چې خپلې کورنۍ ته نفقه له کومه کړم.»

چمتو وویل، «هر وخت چې زه خپل محرومیت او د خپلو ماشومانو لوږې ته ګورم په خپل حال باندې ژاړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بشري مرستو هره اداره چې د افغانستان په هر ولایت او هره سیمه کې په خلکو مرستې ویشي اول خو یې تر ډېره فایده خلکو ته نه رسېږي او که بیا رسیږي هم ډېره کمه چې له یوې میاشتې زیات کار نه کوي. ازادي راډیو په خپل یوه تازني راپور کې چې پرون پنجشنبه د میزان په ۱۲مه خپور شوی په کې لیکلي، د بامیانو او دایکندي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي ورته ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لهه‌خوا ورته بې کیفته مواد ویشل شوي دي. د خلکو په وینا چې دغه مرسته شوي مواد د استفادې وړ نه دي او کوم وړه چې دوی ترلاسه کړي چینجي لري. "اوړه ډېر بې کیفته دي، مزه یې ډېره خرابه ده، بله دا چې چینجي لري، اصلا د استفاده وړ نه‌دي، ځیني یې ښه دي خو نور یې اصلاأ د استفاده وړ نه‌دي." خلک وايي دغه بې کیفیته توکي دې ترې بېرته ټول او سم مواد دې پرې ووېشل شي.

ځواب ورکړئ