2020-08-14
ساینس پوهانو خبرداری ورکړ چې ښایي روسی واکسین تر کووېډ - ۱۹ ډېر خطرناک وي
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا د هغه واکسین په هکله چې ډېره غوښتنه یې کېدله له سختو شکونو سره مخامخ شوې ده، ځکه دا روښانه ده چې روسانو روغتیایي پروتوکولونه له پامه غورځولي څو وښیي چې هغوی په دې برخه کې تر ټولو مخکې دي.