هرات -- د ۸ مشکوکو کسانو نیول چې په هرات کې د ایران رژیم ته د جاسوسۍ تور پرې لګېدلی دی په افغانستان کې د تهران د لاسوهنې تر ټولو وروستي شواهد وړاندې کوي.
چارواکي وایي چې د ملي امنیت ریاست چارواکو دغه مشکوک کسان د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د ایران رژیم ته د حکومت د محرمو معلوماتو د ورکولو د تورونو په ارتباط نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست یوه جیګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «دغه ۸ کسان په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ له خوا د دې لپاره توظیف شوي وو چې د بېلابېلو چینلونو له لارې د حکومتي ادارو په هکله خصوصي او محرم معلومات راټول کړي.»

دا عکس چې د غبرګولي په ۳۱ مه اخیستل شوی څلور هغه سړي ښیي چې د ملي امنیت ریاست په هرات کې د ایران رژیم ته د جاسوسۍ په شک نیولي دي. [د هرات د ملي امنیت ریاست اداره]
هغه زیاته کړه، «په هرات ښار کې ډېر ایراني جاسوسان فعال دي چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.»
هغه وویل، «د ملي امنیت ریاست افسران شپه او ورځ کار کوي چې هغوی هم ومومي او ویې نیسي. نیول شویو کسانو مونږ ته داسې معلومات راکړي چې له مونږ سره به مرسته وکړي چې په هرات ښار کې د ایران جاسوسي عملیات شنډ کړو.»
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «د دغو نیول شویو کسانو قضیې د قضا او قانون نافذونکیو ته وړاندې شوي، او هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي.»
فرهاد وویل، «مونږ په ایران غږ کوو چې له مونږ سره د دوستۍ، ښه ګاونډیتوب او دوه اړخیز درناوي په اساس همکاري وکړي. هغه باید له غیر رسمي افرادو او ګروپونو سره له خپلسرو اړیکو څخه لاس واخلي.»
هغه وویل، «زمونږ د ګاونډیانو دا هڅې چې د بې اتفاقۍ او مذهبي تاوتریخوالي اور راته بل کړي هېڅ ګټه نه کوي.»
د جاسوسانو د حلقې په هکله خبرونه د چنګاښ د لومړیو هغې پېښې پسې وروسته مخې ته راځي چې افغان سرحدي پولیسو دوه وسله وال ایراني پوځي پرسونل وروسته له هغه ونیول چې په ناقانونه توګه د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې افغانستان ته را داخل شول.
سخته سزا
د هرات اوسېدونکيو وویل چې د جاسوسۍ په تور نیول شويو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.
په هرات پوهنتون کې د ټولنپوهنې د څانګې یوې محصلې فاطمې بیات چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل، «په هرات کې د مذهبي اختلافاتو اور ته مستقیماً د ایران په لارښوونه پوکی ورکول کیږي، او حکومت باید د دغو فعالیتونو مخه ونیسي.»
هغې وویل، «هغه افراد چې د ایران له خوا استخدام شوي هغوی د جاسوسانو په توګه فعالیت کوي، او حکومت باید هغوی معلوم کړي او زندان ته یې ولېږي.» هغې زیاته کړه چې سزا به تهران ته د نورو کسانو له خوا د جاسوسۍ کولو مخه ونیسي.
د هرات ښار یوه اوسېدونکي نجیب مرزبان وویل، «حکومت باید له هغو کسانو سره چې خیانت کوي او زمونږ د دولت رازونه خارجي هېوادونو ته ورکوي عین د هغو کسانو په څېر چلند وکړي چې د جنګ په میدان کې زمونږ د اتلانو (امنیتي ځواکونو) پر ضد جنګېږي.»
د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي میرویس عمرزي وویل، «دغو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي چې نور جاسوسان ترې عبرت واخلي او ځانونه په داسې چارو کې ښکېل نه کړي.»
هغه وویل، د ګاونډیو هېوادونو جاسوسان د افغانستان لپاره له طالبانو او نورو ترهګرو څخه ډېر مضر دي.
په هرات پوهنتون کې د طب پوهنځي یوې محصلې یوسرا صالحي چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، «ایران په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هغوی دلته جاسوسان لري.»
«دا جاسوسان ډېر خطرناک دي ځکه چې هغوی زمونږ د ملي ګټو پر ضد فعالیت کوي. ایران وایي چې دغه هېواد د افغانستان دوست دی، خو کله چې مونږ د هغه ورانکاري فعالیتونه ګورو، دا ثابتوي چې له دښمن څخه هم بدتر دی.»
مذهبي اختلاف پارول
په هرات ولایت کې د مدني ټولنې د موسسو یوه همغږي کوونکي جواد عمید وویل، داسې اندېښنې شته چې د ایران لاسوهنه او له هغې څخه رامنځته کېدونکې ستونزې کولی شي چې په افغانستان کې فرقه ییزو شخړو ته لاره هواره کړي.
عمید وویل،«ایران له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ځینې ګروپونو او کړیو ملاتړ کوي.»
عمید زیاته کړه، «هغه په ځانګړې توګه په لوېدیځو ولایتونو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي چې د خپلو مزدورو کړیو له لارې خپلې سیاسي او استخباراتي ګټې ترلاسه کړي.»
د هرات د ولایتي شورا منشي نجیب الله محبي دا خبره تایید کړه او ویې ویل، «ایران هڅه کوي چې د ځانګړیو کړیوو په مرسته خپل سیاسي او مذهبي هدفونه ترلاسه کړي.»
هغه وویل، «افغان حکومت د دې مسئلې په هکله خبر دی، او هغه باید په دې برخه کې کلک ګامونه پورته کړي.»
ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د یوه غټ او ستر سرطان په څېر دي. هغوی هېڅکله هم نه غواړي چې افغانستان قدرت او یو قوي حکومت ولري او خلک یې تعلیم ترلاسه کړي.
ځواب ورکړئ