زده کړه

افغان زده کوونکي د کروناوایرس له امله د رامنځته شوې خلا د ډکولو لپاره آنلاین درسونه اخلي

د عمر راپور

افغان حکومت په داسې حال کې چې د کروناوایرس د نړۍ شموله ناروغۍ په ترڅ کې یې ډېر ښوونځي بند کړي، د زده کوونکیو لپاره یې له لیرې د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي دي. د پوهنې وزارت وویل هغوی دغه نوښت د دې لپاره تطبیقوي چې د زده کوونکیو لپاره په داسې حال کې چې په کور کې د تلویزیون، رادیو او انټرنټ له لارې زده کړه کوي، د ښوونې او روزنې دوام ډاډمن کړي. [عمر]

هرات -- افغان حکومت په داسې حال کې چې د کروناوایرس د نړۍ شموله ناروغۍ په ترڅ کې یې ډېر ښوونځي بند کړي، د زده کوونکیو لپاره یې له لیرې د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پوهنې وزارت وویل هغوی دغه نوښت د دې لپاره تطبیقوي چې د زده کوونکیو لپاره په داسې حال کې چې په کور کې د تلویزیون، رادیو او انټرنټ له لارې زده کړه کوي، د ښوونې او روزنې دوام ډاډمن کړي.

د دغه وزارت ویاندې نوریې نهضت وویل، «په کروناوایرس د ککړتیا د زیاتېدونکیو خطرونو په پام کې نیولو سره، موږ مجبور شوو چې خپل پروګرام له لیرې څخه زده کړو ته بدل کړو. دغه بدیل بریالی دی، او هغه د کروناوایرس د ناروغۍ د خپراوي په وسیله رامنځته کړې خلا تر مناسب حد پورې ډکه کړې ده.»

هغې وویل، «ساینسي مضامین به په تلویزیون او اجتماعي علوم به د رادیوګانو له لارې تدریس کیږي. کورنۍ کولی شي چې د اجتماعي علومو په تدریس کې مهم رول ولوبوي ځکه چې باسواده میندې او پلرونه کولی شي چې له خپلو کوچنیانو سره د هغوی د مضامینو په زده کولو کې مرسته وکړي.»

د ښوونځي یوه زده کوونکې د وري په ۲۴مه په هرات ښار کې په تلویزیون یو تعليمي پروګرام ګوري.

د ښوونځي یوه زده کوونکې د وري په ۲۴مه په هرات ښار کې په تلویزیون یو تعليمي پروګرام ګوري.

د ښوونځي زده کوونکې نجونې د وري په ۲۴مه په نیمروز ولایت کې په تلویزیون یو تعلیمي پروګرام ګوري. [عمر]

د ښوونځي زده کوونکې نجونې د وري په ۲۴مه په نیمروز ولایت کې په تلویزیون یو تعلیمي پروګرام ګوري. [عمر]

افغان حکومت د دغې نړۍ شموله ناروغۍ په غبرګون کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او د ودونو تالارونه بند کړي دي.

نهضت زیاته کړه، خو بیا هم په کلیو او هغو لیرې پرتو سیمو کې چې تلویزیون او انټرنټ ته لاسرسی نه لري په ښوونځیو کې مخامخ درسي صنفونه دوام ومومي، چې زده کوونکي او ښوونکي به ځانونه د اړتیاوړ صحي اقداماتو لکه اجتماعي فاصلې مطابق عیاروي.

له لیرې د زده کړې دغه نوښت په داسې حال کې مخې ته راځي چې د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې هغوی د لوړو زده کړو د ټولو موسساتو بندښت د کروناوایرس د خپراوي د ورو کولو د هڅو د برخې په توګه ۲۰ ورځې نور -- د غوايي تر ۲۰مې -- پورې غځولی دی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، تر سې شنبې /د غوایي ۲مه/ په هېواد کې د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ ۱۰۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

نهضت وویل، د هغو زده کوونکیو لپاره چې له لیرې د زده کړې پروګرامونو کې برخه اخلي، په ۳۴ ولایتونو کې درسي پروګرامونه د ملي تلویزیون او یو شمېر خصوصي تلویزیونونو له لارې خپرېږي.

هغې زیاته کړه، «هره ورځ، د تلویزیوني چینلونو او راډیوسټیشنونو له لارې ۴۰ درسونه چې هر یو یې ۲۰ دقیقې اوږد وي تدریس کیږي.»

د کورنیو او زده کوونکیو لپاره پوهاوی زیاتول

په نیمروز پوهنتون کې یوه استاد محمود محمودي وویل، د تلویزیون له لارې تدریس کولی شي د هغې تعلیمي خلا په ډکولو کې تر مناسب حده پورې مرسته وکړي چې دغې نړۍ شموله ناروغۍ رامنځته کړې ده.

محمودي وویل، «کروناوایرس په ګرده نړۍ کې تعلیمي نظامونه متاثر کړي،‌ او دې ته ښکاره اړتیا ده چې نړۍ داسې بدیلې حللارې تطبیق کړي چې کولی شي له زده کوونکیو سره د هغوی د وخت د ضیاع په مخنیوي کې مرسته وکړي. افغانستان خپله لومړنۍ له لیرې د زده کړې هڅه تطبیقوي چې هیله ده مثبت نتایج رامنځته کړي.»

هغه وویل، «دا حللاره له زده کوونکیو سره مرسته کوي چې په کروناوایرس له ککړتیا څخه خوندي شي او هغوی ته په کور کې د زده کړې فرصتونه برابروي. که د کروناوایرس ګواښ اوږد شي، دا پروګرامونه کولی شي چې په کورنیو کې پوهه زیاته، او سواد ته وده ورکړي.»

د هرات د پوهنې ریاست رییس ذکریا رحیمي تر اوسه پورې په کورونو کې د زده کړې له پروګرام څخه خوښ دی.

هغه وویل، «موږ په هرات کې په ۱۶ تلویزیوني چینلونو باندې د ښوونځي د مضامینو تدریس پیل کړ. دغه کار ښه نتایج ورکړل او د زده کوونکیو د کورنیو د قناعت وړوګړځید. زده کوونکي خپل درسونه د تلویزیوني چینلونو له لارې تعقیبوي.»

هغه زیاته کړه، د هرات ولایت په هرات ښار او نږدې ولسوالیو کې ۷۵٪ زده کوونکي د تلویزیون له لارې له لیرې د زده کړې پروګرامونو ته لاسرسی لري.‌

رحیمي وویل، «موږ د پاتې ۲۵٪ زده کوونکیو لپاره چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسیږي او تلویزیون ته لاسرسی نه لري، د زده کړې جلا پروګرامونه لرو.»

د نیمروز د پوهنې ریاست رییس مسعود نوري هم له لیرې د زده کړې هغه پروګرامونه چې حکومت جوړ کړي دي، وستایل.‌

هغه وویل، «له لیرې څخه زده کړه یو غټ نوښت دی چې په صحیح وخت کې تطبیق شو. په نیمروز ولایت کې ټولې ځایي رسنۍ د پوهنې ریاست سره مرسته کوي چې له لیرې د زده کړې پروګرامونه خپاره کړي.»

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې کورنۍ د کروناوایرس د ګواښ له امله په کورونو کې پاتې کېږي، دغه تلویزیوني پروګرامونه په نیمروز ولایت کې د زده کوونکیو د کورنیو د غړو لپاره هم فرصت برابروي چې زده کړه وکړي.

د رسنیو له خوا همکارۍ

رسنۍ د پوهنې د وزارت د زده کړې پروګرامونه په وړیا ډول خپروي او وایي چې د هغوی هدف دا دی چې د ماشومانو او کورنیو لپاره د بحران په ترڅ کې د زده کړې فرصتونه برابر کړي.

د عصر د خصوصي تلویزیوني چینل رییس حبیب الله فراهي وویل، په دغه چینل باندې په اونۍ کې شپږ ورځې د یوه ساعت په مخه د ښوونځي درسونه او دوه ساعته داسې پروګرامونه خپریږي چې د کروناوایرس د ګواښ په هکله د کورنیو پوهاوی زیاتوي.‌

هغه وویل، «دغې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ګرده نړۍ کې په ډېرو هېوادونو کې تعلیمي سیستمونه ټکني کړي، او په افغانستان کې هم ښوونځي بند کړای شوي دي. موږ غواړو چې د رسنیو له لارې زده کوونکیو ته د هغوی د ښوونځيو ټول مضامین تدریس کړو او هغوی ته د زده کړې لپاره د یوه خوندي چاپېریال برابرول ډاډمن کړو.»

فراهي زیاته کړه، «موږ هره ورځ د یوه ساعت په مخه په وړیا ډول د ښوونځي درسونه خپروو، چې د زده کوونکیو لپاره زده کړې ته اسانه لاسرسی برابروي. موږ د پوهنې ریاست سره خپله همکاري زیاتوو، او که اړتیا شي،‌ موږ کولی شو چې هغوی ته د خپرونو لپاره نور وخت هم ځانګړی کړو.»

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د یازده تلوېزیون رییس جهانزېب آریا وویل، «د تلویزیون له لارې د ښوونځي د درسونو خپرول په دې بحراني حالت کې چې افغانان په کورونو کې پاتې کېدلو ته دوام ورکوي، په زرګونو زده کوونکیو ته د زده کړې فرصت برابروي.»

هغه وویل، «کروناوایرس یو غټ ګواښ دی، خو زده کړې ته له لاسرسي پرته په کورونو کې د زده کوونکیو پاتې کېدل له نړۍ نیوونکې ناروغۍ سره په عین سطحه فاجعه ده. موږ هڅه کوو چې د زده کوونکیو لپاره د ښوونځیو درسونه خپاره کړو او ډېره هغه خلا ډکه کړو چې د کروناوایرس خپراوي رامنځته کړې ده.»

آریا زیاته کړه، «موږ په اونۍ کې شپږ ورځې د ورځې درې ساعته د ښوونځیو د بېلابېلو صنفونو درسونه خپروو. موږ غواړو چې درسي ټولګي کورونو ته راوړو او زده کوونکي د هغوی د درسونو په زده کولو بوخت کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له لیرې څخه د زده کړو برابرولو پرځای، په کار دی چې حکومت خلکو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي. خلک ډوډۍ غواړي. ماشومان نشي کولی چې په لوږه درسونه ولولي.‌ ډوډۍ له تعلیم څخه ډېره مهمه ده. اکثر خلک په قرنطین کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ډېر کم یې د حکومت یا خصوصي ادارو لپاره کار کوي او تنخاګانې اخلي. نور خلک سوداګرۍ کوي، او دغه خلک باید هره ورځ کار وکړي چې د ورځې په پای کې خپلو کورنیو او ماشومانو ته خواړه برابر کړي. کله چې دا خلک په قرنطین کې وي، خواړه له کومه کړي؟‌ ولې حکومت په دې هکله فکر نه کوي چې په تلویزیون یا آنلاین ډول د تدریس په هکله فکر کوي؟ آیا د لوږې د ستونزې حلول مهم دي که د تعلیم؟ ښایي چې له لیرې زده کړو څخه یوازې ۱۰٪ ماشومان ګټه واخلي. زه فکر کوم چې حکومت دا تصمیم د دې لپاره نیولی چې خپل ماشومان یې بې تعلیمه پاتې نشي ځکه چې د هغوی ماشومان په کورونو کې هم تلویزیونونه لري او هم انټرنټ ته لاسرسی لري. غریب خلک ډوډۍ نه لري چې ویې خوري بیا نو انټرنټ له کومه کړي؟ مرګ په دغه بې کفایت حکومت.

ځواب ورکړئ

پوهنه د یوه هېواد د خلکو لپاره ډېره مهمه ده، خو له پوهنې څخه د خلکو ژوند ډېر مهم دی.‌ خلک له یوې ډېرې مرګونې ناروغۍ سره مخامخ دي.‌ کرونا هره ورځ زمونږ د هېوادوالو ژوند اخلي، او حکومت د دغې ناروغۍ د مهارولو لپاره هېڅ پلانونه نه دي جوړ کړي.‌ ځینې کېټونه چې له خارج څخه پېرودل شوي ول هغه ټول د حکومتي چارواکو د ناروغۍ د تشخیص لپاره استعمال شول.‌ هیڅوک هم د عامو خلکو په غم کې نه دی، تر دې چې ډېرو ډاکترانو د خوندي کوونکیو جامو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، نو حکومت باید لومړی د خپلو اتباعو د ژغورلو په هکله فکر وکړي، او بیا خلکو ته تعلیم ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

زه هم د داسې ښه، دقیق او صحیح تصمیم له امله د پوهنې د وزارت ستاینه کوم. زه باید ووایم چې دغه ناروغي چې په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده واقعاً وارخطا کوونکې ده. یوه پوښتنه چې زه یې باید وکړم دا ده چې هغه زده کوونکي چې په کلیو او اطرافو کې ژوند کوي د هغوی کار به څنګه کیږي؟ څومره چې زه پوهېږم، په ولسوالیو کې هېڅ‌ داسې ماهر، تجربه کار او مهربان ښوونکی نشته چې زده کوونکیو ته تدریس وکړي، نو بیا څنګه زده کوونکي کولی شي چې هلته انټرنټ او سمارټ فونونو ته لاسرسی وکړي؟ د دې لپاره چې خدای پاک خوشحال کړي او له دې ویجاړ هېواد سره زړه سوی وښيي، په کار دی چې د پوهنې وزارت له هغو ښوونکیو سره چې وړتیا او مهارت نه لري جدي چلند وکړي، او هغوی د معلمۍ له موقف څخه لیرې کړي. مونږ د انجنیرۍ، ساینس، ټکنالوجۍ، اقتصاد او زراعت څومره ډېر فارغان لرو؟ هغوی ټول د ټولنې ځوان او انرژي لرونکی قشر جوړوي، خو له بده مرغه چې بې کاره په کورونو کې ناست دي. خپلو محترمو استادانو ته په ډېر درناوي سره، زه غواړم ووایم چې د الجبر، فزیک، مثلثاتو، کېمیا استادان چې له ۶۰ کالو څخه ډېرعمرونه لري نشي کولی چې ښه تدریس وکړي. زده کوونکي نه د هغوی د تدریس میتودونه خوښوي نه داسې دقیق څه ترې اوري چې صحیح پرې پوه شي. هغوی ټول باید تقاعد شي او پرځای یې ځوانان راشي. که دا زاړه استادان په ښوونځیو کې تدریس ته دوام ورکړي،‌ زمونږ د ولس برخلیک به له دې نه بدتر شي، او مونږ باید د بهتر څه توقع ونه لري. د دې ټولو بدمرغیو سبب زمونږ د ملت بې سوادي ده ځکه چې مونږ له علم څخه چې زمونږ بنسټ جوړوي، لیرې یو، او مونږ تل په خرافاتو باندې باور کوو. د پوهنې وزارت باید ډېره توجه د ښاري سیمو د ښوونځیو پرځای د ولسوالیو او کلیو په ښوونځیو باندې متمرکزه کړي ځکه چې زم

ځواب ورکړئ

دا یوه غټه پرېکړه ده، خو د پوهنې وزارت په دې کې پاتې راغلی چې په صحیح توګه یې مدیریت کړي ځکه چې په تلویزیونونو باندې یوازې څو مضامین تدریسیږي. زه د پوهنې وزارت لپاره یو وړاندیز لرم. زما وړاندیز دا دی چې د پوهنې وزارت باید په هېواد کې له ۱۲ تلویزیوني شبکو سره یو قرارداد لاسلیک کړي.‌ هر یو یې که نشي کولی چې په ورځ کې د یوه صنف ټول مضامین تر پوښښ لاندې ونیسي باید لږ تر لږه یو ساینسي مضمون د دوه ساعتونو په مخه تدریس کړي،‌ او د پوهنې وزارت باید وخت پخپله وټاکي چې په کوم ساعت کې باید د کوم صنف مضامین په کوم تلوېزیون تدریس کړای شي. دا باید هېره نشي چې آنلاین صنفونه باید په دواړو ملي ژبو پښتو او دری کې تدریس کړای شي ځکه چې په ځینې ولایتونو کې د ښوونځي نصاب له یادو دوه ژبو څخه په یوه ژبه دی.‌ دا ډېره اسانه ده ځکه چې په ټول هېواد کې یوازې یو نصاب موجود دی. د ښوونځیو د نصاب تر منځ فرق نشته.‌

ځواب ورکړئ

دا به د نیم افغانستان لپاره نتیجه ورنه کړي. په تخار ولایت کې، له یوې اونۍ راهیسې برېښنا نشته، او طالبان د شپې له مخې مخابراتي شبکې هم پرې کوي. دا کیدی شي په داسې هېوادونو چې ۲۴ ساعته برېښنا ولري او ټول کورونه له ارزان انټرنټ سره وصل وي، کار وکړي.‌ آیا د افغانستان د خلکو لپاره دا شونې ده چې ویډیوګانې راښکته کړي‌؟ انټرنټ نشي کولی چې په نیم ساعت کې یو ایمېل پرانیزي.‌ بیا نو څنګه یو څوک کولی شي چې له یوټیوب څخه ویډیوګانې راښکته کړي؟‌

ځواب ورکړئ

دا یوه ښه پرېکړه ده. د افغانستان د پوهنې وزیر یو تجربه کار او مسلکي شخص دی. هغه په ډېر لږ وخت کې د افغانستان د پوهنې لپاره ډېر مؤثر کارونه وکړل. زه هغه ته له خدای (ج) څخه بریالیتوب غواړم.

ځواب ورکړئ

تر یوه حده د زده کوونکیو لپاره ممکنه ده چې د تلویزیون له لارې خپل درسونه تعقیب کړي، خو په آنلاین ډول ناشونې ده ځکه چې د ښوونځيو زده کوونکي سمارټ فونونه نه لري او که ځینې یې سمارټ فونونه وهم لري، بیا انټرنټ ته لاسرسی نه لري. حتی په ښارونو کې انټرنټ صحیح کار نه کوي. له برېښنا او انټرنټ پرته په کلیو کې به زده کوونکي څه وکړي؟ د پوهنې وزارت باید هڅه وکړي چې ښوونکي توظیف کړي چې په تلویزیون باندې زده کوونکیو ته درسونه ورکړي.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. د افغانستان رادیوګانې او تلویزیونونه باید دغه درسي پروګرامونه لا نور پراخ کړي. دا ۱۸ کاله خلکو ډیرې سندرې واورېدلې نور بس دی. که ما تلویزیوني چینل درلود دا وخت مې لا نور زیاتاوه ځکه چی زمونږ خلک د تعلیم پرمخ بوولو او د وطن جوړولو ته ضرورت لري، نه د مبتذلو ایراني، ترکي او هندي پروګرامونو کتلو ته.

ځواب ورکړئ