اقتصاد

ایران ته د سرو زرو په قاچاق کې زیاتوالي افغان زرګران له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د علي راپور

له ایران سره د افغانستان په پوله پرتو ولایتونو کې ځایي چارواکي وایي، له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو قاچاق په ډېرېدلو دی چې هره ورځ په ناقانونه توګه په لسګونو کیلوګرامه سره زر لېږدول کیږي.‌ [علي]

کابل -- په لویدیځو ولایتونو کې ځایي چارواکي وایي، له هرات، فراه او نیمروز ولایتونو څخه ایران ته د سرو زرو قاچاق په ډېرېدلو دی چې هره ورځ په ناقانونه توګه په لسګونو کیلوګرامه سره زر لېږدول کیږي.

د هرات د زرګرانو د اتحادیې ویاند غلام سخي حیدري وویل، «د دغو مافیایي ډلو ځینې غړي د هرات او نورو سرحدي ولایتونو لکه فراه او نیمروز اوسېدونکي دي، او هغوی هره ورځ په لسګونو کیلوګرامه سره زر د هرات له لارې ایران ته قاچاق کوي.»

هغه زیاته کړه، «د هرات په بازار کې د سرو زرو مقدار کم شوی ځکه چې له تېر یوه کال راهیسې ایران ته قاچاق کیږي. تر دې پورې چې قاچاقچیان په بازار کې سره زر په لوړ قېمت پېري او ایران ته یې لېږي.»

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي عبدالستار حسیني وویل، تهران په خپل روان هستوي فعالیت سره د ۱۳۹۴ کال له تړون څخه د سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو او نړۍ والې ټولنې د کلکو بندیزونو په ترڅ کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، او رژیم هڅه کوي چې له افغانستان څخه د سرو زرو او امریکایي ډالرو په قاچاق کولو سره خپلې ځینې مالي ستونزې کمې کړي.

په عکس کې د لیندۍ په ۹مه په هرات ښار کې د زرګرۍ په یوه دوکان کې دوه طلا پلورونکي لیدل کیږي. [علي]

په عکس کې د لیندۍ په ۹مه په هرات ښار کې د زرګرۍ په یوه دوکان کې دوه طلا پلورونکي لیدل کیږي. [علي]

حسیني وویل، «د ایران حکومت دغه هېواد ته د سرو زرو د قاچاق تر شا لاس لري، او هڅه کوي چې د افغانستان نوی غوړېدلی اقتصاد زوبل کړي.‌»

هغه زیاته کړه، «له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو قاچاق د افغانستان د ملي ګټو خلاف کار دی، حکومت یې باید مخه ونیسي او د دغه جرم مرتکبین ونیسي او سزا ورکړي. امنیتي ځواکونه باید له ایران سره په پولو لا نور جدي ګامونه پورته کړي څو د هیواد پانګه ایران ته ونه لېږل شي.»

حسیني وویل، سرغړوونکي سره زر او ډالر په سرحد کې د ایران امنیتي ځواکونو ته ور سپاري، او هغوی یې بیا په هېواد کې دننه هر چېرې چې غواړي وړي.

لوړېدونکي قېمتونه

په هرات او نیمروز ولایتونو کې زرګران وایي، د تېر کال په ترڅ کې ایران ته د سرو زرو په قاچاق کې د زیاتوالي له امله د ټول ولایت په بازارونو کې د سرو زرو قېمتونه ۳۵٪ لوړ شوي.‌

د نیمروز د زرګرانو د اتحادیې رییس جمعه خان وویل، دا چې د سرو زرو قېمتونه د عادي مشتریانو له توان څخه پورته کیږي، نو لږ شمېر د زرګرۍ مارکېټ ته د طلایي ګاڼو د پېرودلو لپاره راځي چې په ټول نیمروز ولایت کې یې د سرو زرو خرڅلاو کم کړی دی.

هغه زیاته کړه، «د سرو زرو د قاچاق ډېر زیان ځایي اوسېدونکيو ته ور رسیږي، او دا چې قېمتونه لوړ شوي دي، هغوی مجبور دي چې طلایي ګاڼې په لوړو بیو وپیري.»

په هرات ښار کې یوه زرګر عبدالاحد وویل، جنایتکارې کړۍ سره زر له کابل او نورو ولایتونو څخه هرات ته راوړي، چې بیا یې قاچاقچیان په هرات کې له شتو سرو زرو سره یوځای ایران ته قاچاق کوي.

هغه زیاته کړه، «له هرات څخه ایران ته د مافیایي ډلو له خوا د سرو زرو قاچاق زموږ په کاروبار باندې منفي اغېز کړی دی. موږ باید سره زر په بېلابېلو ګاڼو باندې واړوو، خو قاچاقچیان د سرو زرو خښتې او د سرو زرو نور ډولونه له بازار څخه ټولوي او ایران ته یې قاچاق کوي.»

هغه زیاته کړه، «هر سهار چې موږ د سرو زرو عمده پلورنځیو ته ځو، هغوی موږ ته وایي چې سره زر نه لري، په داسې حال کې چې هره ورځ له دغو پلورنځیو څخه د سرو زرو خښتې ایران ته لېږل کیږي.»

هغه وویل، که چارواکي ایران ته د سرو زرو د قاچاق مخه ونیسي، په بازار کې به د هغو بیې راولوېږي.‌

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د سرو زرو یوه دوکاندار نوید ومنله چې، ایران ته په لوړ مقدار د سرو زرو د قاچاق له امله په بازار کې قېمتونه لوړ شوي دي چې له مشتریانو څخه یې دا وړتیا اخیستې ده ترڅو دغه منرال وپېري.

هغه د یوه کال په ترڅ کې (۵۱٪) انفلاسیون ته، چې د هرات او نیمروز د زرګرانو او د زرو د سوداګرو له خوا د راپور ورکړل شوي ۳۵٪ څخه لوړ دی، په اشارې سره زیاته کړه، «تېر کال ۱ ګرام او ۱۸ قراطه عربي طلا ۲۷۰۰ افغانۍ (۳۵ ډالر) قېمت درلود، خو اوس دغه قېمت ۴۰۵۰ افغانیو (۵۳ ډالرو) ته لوړ شوی دی.»

هغه وویل، «د سرو زرو د نرخونو د زیاتوالي تر شا اصلي دلیل ایران ته قاچاق دی.»

نوید وویل، زرګران پر حکومت غږ کوي چې د سرو زرو د قاچاق لارې بندې کړي څو اقتصاد او د هغوی سوداګرۍ له نور زیان څخه وژغورل شي.‌

چارواکو کسان ونیول

د هرات امنیه قوماندانۍ وویل، د روان لمریز کال په ترڅ کې، چارواکو د یو شمېر هغو طلایي کڅوړو مخه ونیوله چې ایران ته قاچاق کېدلې.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، افغان ځواکونو له ۵ کیلوګرامو څخه ډېره هغه طلا چې تېر کال په دوه جلا جلا پېښو کې ایران ته قاچاق کېدله ضبط کړه.‌

هغه زیاته کړه، «د وږي په ۲۶مه، امنیتي ځواکونو یوه ټکسي چې طلا په کې بار وه ودروله.‌ کله چې هغوی ټکسي تلاشي کړه، درې د سرو زرو خښتې یې چې هره یوه یې ۲.۱۷۹ کیلوګرامه وه وموندلې چې د موټروان تر چوکۍ لاندې پټې کړای شوې وې، او موټروان یې هم ونیو او د قانون منګولو ته یې وسپاره.»

ولي زاده زیاته کړه، د تلې په ۲۲مه په یوه بل عملیات کې، امنیتي ځواکونو په هرات ښار کې ۲ کیلوګرامه طلا چې قاچاقچیانو غوښتل ایران ته یې وېسي، ونیوله.

په هرات کې ځایي چارواکو وویل، امنیتي ځواکونو په سرحدونو او هوایي ډګرونو کې داسې ګامونه اخیستي ترڅو بهر ته په ناقانونه توګه د سرو زرو او ډالرو د وتلو مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، ګاونډیو هېوادونو ته د سرو زرو په قاچاق کې ډېرښت د اندېښنې وړ دی او چارواکو هڅې کړي ترڅو دغه کار ودروي.

هغه زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه دا حکم لري چې په سرحدونو، هوایي ډګرونو او لویو لارو کې بهر ته د هر قسم قاچاق مخه ونیسي.»

فرهاد وویل، «دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ګاونډیو هېوادونو ته هره ورځ څومره سره زر قاچاق کیږي، خو موږ پوهېږو چې سره زر او ډالر د هرات له لارې بهر ته قاچاق کیږي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر شی ایران ته له افغانستان نه قاچاق کیږی. سره زر. پسونه. ډالر او داسی نور. د دغه قاچاق د افغانستان اقتصاد لپاره ډیر ګران تمامیږي. د افغانستان حکومت باید چې د دغه کار مخه ونیسی او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ

د سرو زرو قاچاقچیانو ته باید داسې سخته سزا ورکړل شي چې په راتلونکي کې بیا دغسې کار ونه کړي. یو طرف ته، د افغانستان خلک په فقر کې ژوند کوي او بل طرف ته د دې هېواد رواجونو د خلکو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي دي، ځکه هر ځوان چې واده کوي هغه مجبور دی چې د خپلې ناوې لپاره د سرو زرو ګاڼه واخلي.‌ فرضاً که د یوه ګرام سرو زرو قېمت له څلور زره افغانیو څخه لوړ وي، هغه لږ تر لږه سره زر چې یو څوک یې د خپلې ناوې لپاره اخلي سل ګرامه به وي، چې دا سل ګرامه سره زر به څلور سوه زره افغانۍ شي.‌ د ناوې جهېز به لږ تر لږه درې سوه زره افغانۍ شي، او تاسو ښه پوهېږئ چې د واده نور لګښتونه به څومره وي.‌ نو یو افغان ځوان څنګه کولی شي چې واده وکړي؟‌ یو ځوان دغومره پیسې له کومه پیدا کړي؟ معمولاً په دې هېواد کې خلک غلا کوي،‌ رشوت اخلي او اختلاس کوي.‌

ځواب ورکړئ

دا راپور صحیح نه دی، ځکه چې سره زر افغانستان ته له دوبۍ، سعودي عربستان، ترکیې او ایران څخه راواردیږي او هغه سره زر چې د افغانستان په بازارونو کې موندل کیږي هغه د افغانستان نه دي، ځکه چې د افغانستان د سرو زرو کانونه تر اوسه پورې استخراج شوي نه دي، او استفاده ترې نه ده شوې. نو ولې ایران له دوبۍ، ترکیې او نورو هېوادونو څخه هغسې چې افغانستان یې واردوي، په قانوني ډول سره زر نه پېري چې له افغانستان څخه یې قاچاق کوي.‌ که فرضاً ایران له افغانستان څخه سره زر قاچاق کوي، هغه به د ایران لپاره ډېر قېمتي تمام شي، ځکه چې افغانان له سعودي عربستان یا دوبۍ څخه سره زر اخلي او افغانستان ته یې راوړي. هغوی د دواړو هېوادونو حکومتونو ته مالیات ورکوي، او بیا یې ایران قاچاق کوي. دا د ایران لپاره ډېر قېمته تمامیږي. ولې یې ایران باید مستقیماً له دوبۍ، سعودي عربستان او ترکیې څخه وانه خلي؟

ځواب ورکړئ