امنیت

د داعش او طالبانو د ډلو غړي وایي له هغوی څخه د نورو د وسیلو په توګه کار اخیستل کېده

د خالد زېري راپور

دیني عالم مولوي ضیاءالرحمان الله یار او ځایي چارواکي د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د کب د ۲۰مې د مراسمو په ترڅ کې پخوانیو اورپکو ته د افغانستان بیرغ په لاس ورکوي. [خالد زېری]‌

دیني عالم مولوي ضیاءالرحمان الله یار او ځایي چارواکي د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د کب د ۲۰مې د مراسمو په ترڅ کې پخوانیو اورپکو ته د افغانستان بیرغ په لاس ورکوي. [خالد زېری]‌

کونړ -- د طالبانو او داعش د ډلو لږ تر لږه ۲۰ غړو د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ خپلې وسلې پر ځمکه کېښودلې او د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې چارواکو ته تسلیم شول.‌

په دې هکله د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د کونړ والي محمد اقبال سعید له هغوی څخه وغوښتل چې «د سولې لاره ونیسي» او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې روان جنګ هېڅ‌ دیني بنسټ نه لري.

هغه وویل، ځایي چارواکي له نورو اورپکو سره هم په خبرو دي ترڅو هغوی تسلیمۍ ته وهڅوي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تسلیمۍ مراسم ډېر عام شوي، چې د داعش او طالبانو د ډلو غړي په کې خپلې وسلې چارواکو ته سپاري او تاوتریخوالی پرېږدي.

طالبان له کالونو راهیسې د افغان حکومت پر ضد جنګ کوي،‌ او مخ په ډېریدونکي شواهد ښیي چې داعش او طالبانو پورې تړلې حقاني شبکې په دغه هېواد کې په ګډه ترهګریز بریدونه پلان او ترسره کړي دي.‌

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلومیار وویل، ډېر هغه اورپکي چې د حکومت پر ضد جنګیدل په دې پوه شوي چې د هغوی جنګ له مذهبي پلوه د توجیه وړ نه دی.

د طالبانو د پخواني قوماندان پښېماني

د طالب جنګیالیو د تسلیمېدونکې ډلې قوماندان محمد اسماعیل په خپلو تېرو عملونو باندې سخته پښېماني وښودله او له نورو یاغیانو څخه یې هم وغوښتل چې تاوتریخوالی پرېږدي، سوله ییز ژوند غوره کړي او د ټولنې په پرمختګ کې برخه واخلي.

هغه مراسمو ته په خبرو کې وویل، «موږ ۱۰ کاله جنګ وکړ. ما فکر کاوه چې دا ټولې وسلې او مهمات چې راځي دا د خدای پاک مرسته ده، خو بیا ما پوښتنه وکړه چې: زما د خپلو وروڼو وژل ماته څه ګټه رارسوي؟»

هغه وویل، «بیا ما یو څه لټون وکړ او دې نتیجې ته ورسېدلم چې دا جنګ زموږ جنګ نه دی، موږ یواځې وسیلې یو چې نور مو کاروي.»

یوه اورپکي صدیق الله تسل وویل چې دی لمړی له طالبانو سره وه او بیا درې کاله مخکې داعش ته ور واوښت.‌

هغه وویل، «زما یو ملګری له داعش سره وو. هغه به ویل چې طالبان په غلطه لاره روان دي؛ راځه له داعش سره ملګری شه. داعش په سمه لار روان دی.»

هغه وویل، «زه له داعش سره ملګری شوم، خو اوس زه فکر کوم چې په دغو ډلو کې یوه هم په صحیح لاره نه ده روانه، ځکه چې هغوی افغانان وژني.»

په کونړ کې مېشت یوه دیني عالم مولوي ضیاءالرحمان الله یار له تسلیم شویو یاغیانو څخه وغوښتل چې نور هم دې ته وهڅوي چې د سولې لاره غوره کړي، خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او د هېواد په رغونه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

هغه وویل، «زموږ سرتیري واقعي اتلان او د دې خاورې ساتونکي دي. موږ د هغوی ملاتړ کوو او له یاغیانو څخه غواړو چې راشي او د سولې لاره ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټولو هغو کسانو ته چې تسلیم شوي او د سولې لاره یې نیولې ده سلامونه وړاندې کوم. لکه څنګه چې هغوی خپلو ځانونو ته قناعت ورکړی چې د سولې پروسه انتخاب کړي او راشي د افغانستان ملي اردو سره یوځای شي، دغسې هغوی کولی شي چې نورو هغو کسانو ته چې لا اوس هم د خپلو خلکو، اردو او هېواد پر ضد جنګ کوي، ووایي او ویې هڅوي.‌ اسماعیل معصوم له خوست څخه

ځواب ورکړئ

د ختیځ زون خلک یو غني کلتور لري او اکثرخلک باسواد او هوښیار دي. هغوی اکثر وختونه جنګونه او شخړې د جرګو له لارې خلاصوي. که په یوه ولسوالۍ کې د حکومت ضد ډلې وي، د دې زون مشران په هغې ولسوالۍ کې د خپل نفوذ له لارې ستونزې هواروي او وسله وال مخالفین هڅوي چې له حکومت سره سوله وکړي، نو افغان حکومت باید د حکومت له مخالفینو سره د قومي مشرانو له لارې سوله وکړي. یا په بل عبارت، حکومت باید د قومي مشرانو له لارې امنیت تأمین کړي. په افغانستان کې، دیني عالمان او قومي مشران ټولنې ته د نظم په راوستلو کې یو مهم رول لوبوي.‌

ځواب ورکړئ