ترانسپورت

د متحده عرب اماراتو یو شرکت د دې لپاره ګامونه پورته کوي چې د کابل هوایي ډګر له لارې نړۍ والې الوتنې بیا پیل شي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو مسافر د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د هوایي ډګر د دخولي دروازې په لور روان دی. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو مسافر د غبرګولي په ۲۲مه په کابل کې د هوایي ډګر د دخولي دروازې په لور روان دی. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

کابل -- د متحده عرب اماراتو یوې کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ له افغانستان سره یو تړون لاسلیک کړ څو په دغه هېواد کې هوایي ترافیک مدیریت کړي.

په داسې حال کې چې ځینې الوتنې له کابل هوایي ډګر څخه بهر ته الوتنې کوي، د پام وړ اضافي ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو لوی بهرني هوایي شرکتونه بشپړ خدمتونه بیا پيل کړي.‌

د پلازمېنې د هوایي ډګر پوره عملیات د افغانستان د ویجاړ شوي اقتصاد د بیارغونې لپاره مهم دي.

د پنجشنبې په ورځ، ګاک کمپنۍ چې مرکز یې په ابو ظبي کې دی یوه هوکړه لاسلیک کړه چې تمه ده افغانستان ته د لویو نړۍ والو شرکتونو په بېرته راوستلو کې مرسته وکړي.

دا قرارداد د ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو برخه ده چې په ابو ظبي کې مېشته کمپني ګاک غواړي د راتلونکو ۱۰ کالونو په موده کې یې د افغانستان د هوایي چلند د سکتور په پراخولو کې ولګوي.

د کمپنۍ سیمه ییز رییس ابراهیم معارفي په یوه خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل، دا هوکړه ګاک ته دا وړتیا ورکوي چې «هوایي فضا داسې جوړه کړي چې نړۍ والې الوتکې په کې تګ راتګ وکړيږ»

هغه وویل، دغه راز هغه ګاک ته اجازه ورکوي «چې د هوایي چلند خدمتونه هغسې بیا پرځای کړي چې د افغانستان هوایي ډګرونو ته د لویو نړۍ والو هوایي شرکتونو د بیاراتګ لپاره ورته اړتیا ده.»

په دې کې د هوایي ترافیکو کنټرول، مخابراتي او نظارتي سیستمونه او د هوا پېژندنې خدمتونه شامل دي.‌

د سږ کال درېیم تړون

دا درېیمه هوکړه ده چې ګاک سږ کال د افغانستان د ملکي هوایي چلند او ټرانسپورټ وزارت سره لاسلیک کړه.

ګاک، چې له ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، وار له مخه په ځمکه د هوایي ترافیکو د مدیریت د خدمتونو او په کابل او نورو هوایي ډګرونو کې د مسافرو د چاڼولو جلا جلا تړونونه ګټلي دي.

د ملکي هوایي چلند او ټرانسپورټ وزارت مرستیال غلام جېلاني وفا وویل، «زموږ له دوو پخوانیو تړونونو سره سره، موږ لا هم د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکیو الوتنو د لارښوونې لپاره زموږ د عملیاتو په برخه کې تشه لرله.»

هغه زیاته کړه، «له موږ سره تجهیزات کم ول، په داسې حال کې چې ځینې وسایل مات شوي ول، او دغه حالت زموږ عملیات محدود کړي ول.»

په کابل هوایي ډګر کې هوایي ترافیک د افغانانو د یوه ټیم له خوا چې ازبکستاني او قطري کارپوهانو روزلي دي، ترسره کېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېر عالي خبر دی چې یو ځل بیا د افغانستان هوايي ترافیکو د کنټرول لپاره قراداد کېږي. داسې خبرونه دې لا پسې زیات شي او د وطن د خیر او ابادۍ په برخه کې دې چټک ګامونه پورته شي. دغه ډول قراردادونه که هر چاسره کېږي ستونزه نشته خو چې زموږ د خاروې او خلکو امنیت ورسره خوندي او خیر یې په کې وي. خو یو څه چې ډېر زړه ماتوونکي دي هغه دا چې افغانستان اوسمهال رادار سیستم نه لري او یا هم غیر فعال دی. که څه هم د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر څه موده مخکې وویل چې رادار سیستم هغه مهال چې امریکایان له کابل څخه وتل ویجاړ یې کړ، خو دا موږ ته مهمه نه ده. اوس مهم دادي چې دغه سیستم بېرته فعال شي. ځکه هره ورځ د پاکستان په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو نظامونه او نورې طیاري د افغانستان په فضا ګرځي چې دا زموږ امنیت ته لوی ګواښ دی. او هم موږ له هغو کارګو الوتکو د خپل هوايي حریم مالیه نه شو اخیستلی کومې چې د افغانستان په فضاء تېرېږي خو نه افغانانو او نه حکومت ته معلومات شته. په کار دا ده چې رادار سیستم هم زموږ د امنیت او هم زموږ د ګټو په خاطر بېرته ورغول شي.

ځواب ورکړئ

که څه هم د کابل نړیوال هوايي ډګر خدمات نړیوال معیارونه پوره کوي، خو بیا هم امریکا او نور اروپايي هېوادونه په شرایطو د برابرو کسانو د ایستلو لپاره د اسلام اباد هوايي ډګر کاروي. دوی پاکستان ته په ملیونونو ډالر ورکوي چې د څو ورځو لپاره په خپل هیواد کې د افغانانو کوربه توب وکړي. په پاکستاني هوټلونو هم ميليونونه ډالر لګول کيږي. د افغانانو د ایستلو بهیر د پاکستان لپاره د عاید یوه سرچینه ګرځېدلې ده. زه له امريکا او لوېديځو متحدينو څخه چې غواړي له افغانستان څخه خپل همکاران وباسي،‌ غواړم چې په افغانستان کې له فعالې وړتيا څخه کار واخلي، په بې ګټې مسايلو پيسې ونه لګوي او د پاکستان د تروريستي دولت جیبونه ډک نه کړي. مننه

ځواب ورکړئ

دا خبر خوښوونکی او هڅونکی دی. له یوې خوا به دغه پانګونه د کابل نړیوال هوايي ډګر فعال وساتي، مسافران به سفرونه وکړي او سوداګریز توکي به انتقال شي. بلې خوا ته دا ثابتوي چې افغانستان بهرنۍ پانګونې ته چمتو دی او بهرني شرکتونه کولی شي په خوندي توګه پانګونه وکړي. همدا راز زه پر طالبانو غږ کوم چې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو هغوی په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي، ځکه چې له پانګونې پرته هېڅ هېواد هم سوکالي نشي ترلاسه کولی.

ځواب ورکړئ