خوست -- په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګر وایي چې هغوی د صادراتو د لوړو لګښتونو او د سوداګرۍ د شریکباڼو د نشتوالي له امله د شاوخوا ۲۵۰۰ مټریک ټنو جلغوزیو په خرڅولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د جلغوزیو د اتحادیې رییس نورګل منګل وویل، د خوست سوداګرو تر تېر کال پورې جلغوزي چین ته صادرول چې ښه ګټه یې کوله.
هغه وویل، «موږ د تېر حکومت پر وخت ډېر په اسانۍ سره جلغوزي چین ته صادرول. د ۱ کیلوګرام جغلوزیو د انتقال لګښت ۳ ډالر وو چې ۱.۵۰ ډالر یې حکومت تادیه کول، او ۱.۵ ډالر نور سوداګرو تادیه کول.»
هغه وویل، «خو اوس هر سوداګر مجبور دی چې د ۱ کیلوګرام په سر ۴.۵ ډالر تادیه کړي. د ټرانسپورټ د دغه لوړ لګښت له امله، ځینو سوداګرو د پاکستان له لارې صادرات پیل کړي چې د ۱ کیلوګرام په سر له ۲ ډالرو څخه کم لګښت پرې راځي.»
هغه افغان سوداګر چې هڅه کوي نېغ په نېغه چین ته صادرات وکړي مجبور دي چې له الوتکو څخه کار واخلي، په داسې حال کې چې افغان - پاکستاني - چینایي لاره د سرک له لارې له ډېر ارزان ټرانسپورټ څخه استفاده کوي.
هغه وویل، «افغان سوداګرو فکر کاوه چې هغوی به بیا هم نېغ په نېغه او په لږو قیمتونو خپل جلغوزي چین ته صادر کړي، له دې امله، هغوی په ډېر لوړ قیمت په افغانستان کې جلغوزي واخیستل، لاکن وروسته هغوی ته وویل شول چې د صادراتو لګښت یې ۴.۵ ډالر کیږي.»
منګل وویل، «له بده مرغه چې په چین کې افغان سوداګر نشته، په داسې حال کې چې زموږ جلغوزي په چین کې پاکستاني سوداګر خرڅوي. هغوی ماته وایي چې هغوی نه دي توانېدلي چې په چین کې وار له مخه موجود جلغوزي ټول خرڅ کړي.»
هغه وویل، «زه فکر کوم چې پاکستاني سوداګر تر ډېره د خپلو ګټو په فکر کې دي او ډېره هڅه نه کوي چې جلغوزي خرڅ کړي.»
هغه زیاته کړه، «که له بېلابېلو هېوادونو سره مناسبې تجارتي اړیکې جوړې نشي او جلغوزي له کابل څخه مستقیما صادر نشي، افغان سوداګر به ډېر زیات زیانونه وویني.»
د ملاتړ نشتوالی
په خوست ولایت کې د جلغوزیو یوه سوداګر حکمران وویل، هغه تقریبا ۱۳ مټریک ټنه جلغوزي لري چې نشي کولی خرڅ یې کړي.
هغه وویل، «که څه هم چې سږ کال د جلغوزیو تولید د تېرو کالونو په پرتله لوړ وو، لاکن هیچا یې هم د صادرولو ملاتړ ونه کړ. ډېر جلغوزي پاکستان ته قاچاق او د پاکستاني تولید په نامه چین ته صادر کړای شول، په داسې حال کې چې هیڅوک هم داسې ګامونه نه اخلي چې په افغانستان کې د پاتې جلغوزیو صادراتو ته اسانتیا برابره کړي.»
په خوست کې د اولمیر متقي په نامه یوه بل سوداګر شکایت وکړ چې هغه په لوړ قیمت د هوا له لارې له افغانستان څخه چین ته جلغوزي صادر کړل، په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې صادر شویو جلغوزیو باندې لږ لګښت راغی. له دې امله، د هغه جلغوزي لا تر اوسه پورې د چین په بازارونو کې پلورل شوي نه دي.
هغه وویل، «ما ۱۸ مټریک ټنه جلغوزي له کابل څخه چین ته صادر کړل چې په ۱ کیلوګرام یې ۴.۵۰ ډالر لګښت وشو. شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته، د افغانستان جلغوزي د پاکستان له لارې چین ته راوړل شول چې ډېر کم د ټرانسپورټ لګښت پرې شوی وو او زموږ لپاره یې مارکېټ خراب کړ. اوس که زه هلته خپل قیمتونه کم کړم زه به غټ تاوانونه وکړم.»
اقتصادپوهان وایي، د افغانانو لپاره د صادراتي لارو نشتوالی یوه تلپاتې حل ته اړتیا لري.
په کابل کې د اقتصادي چارو یوه پوه عبدالمبین ستوري وویل، «افغانستان باید د یوه درېیم هېواد له منځګړتوب پرته نېغ په نېغه له نړۍ سره سوداګري وکړي.»
هغه وویل، «دا یو تریخ حقیقت دی چې ځینې افغاني تولیدات اوس هم د ګاونډیو هېوادونو تر نامه لاندې د نړۍ په مارکېټونو کې خرڅیږي. که د جلغوزیو د صدور مسئله په چټکۍ سره حل نشي او په لږ قیمت له کابل څخه مستقیما صادر نشي... موږ به ډېر ژر له غټو اقتصادي زیانونو سره مخامخ شو.»
د مناسبو سړو خونو نشتوالی
د مناسبو سړو خونو نشتوالی یوه بله غټه مسئله ده چې لا تر اوسه پورې حل شوې نه ده.
سوداګر وایي چې هغوی شاوخوا ۲.۵ متریک ټنه جلغوزي له تودو ولایتونو څخه غرونو او نورو سړو سیمو ته انتقال کړي چې د ورستېدلو مخه یې ونیسي.
د پکتیا ولایت یوه سوداګر عبدالرحمان افغان وویل چې هغه څه وخت مخکې له خوست څخه ۸ متریک ټنه جلغوزي واخیستل، خو د بازار د خرابوالي له امله ونه توانېد چې خرڅ یې کړي.
هغه وویل، څو ورځې وروسته له هغه چې جلغوزي یې واخیستل، «د هغو قیمتونه ولوېدل... او همداسې پسې ښکته لاړل.»
هغه وویل، «هوا هم ګرمه شوه، او زه مجبور شوم چې پکتیا ته یې انتقال کړم چې هلته یې اوس په یخه سیمه کې ساتم.»
هاشم یو بل سوداګر دی چې څو متریک ټنه جلغوزي یې د خوست له ګرمې سیمې څخه خپل ساړه کلي ته انتقال کړي او په یوه غره کې یې ذخیره کړي دي.
یوه بل سوداګر هاشم چې خپل د جلغوزیو زړي یې په غرونو کې خپل کلي ته انتقال کړي دي، وویل، «د سړو خونو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده».
هغه وویل، «هغه سوداګر چې لا تر اوسه یې د جلغوزيو زړي ساتلي دي مجبور شول چې هغه یا غریزو سیمو ته انتقال کړي یا یې په کابل او ګردېز کې سړو خونو ته ولېږدوي.»
هغه زیاته کړه، «په کابل او ګردېز کې سړې خونې په دې سطحه نه دي چې باید وي. موږ په نړۍ والو مرستندویو موسسو باندې غږ کوو چې له موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي.»